تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نن د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ یا نوروز دی
که نوروز وبلل شي، که نوی کال یا پسرلی، د انسان او چاپېریال لپاره نوی زېری دی.
افغانستان او د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو کې معمولاً خلک پر دې ورځ په مېلو وځي او په کورونو کې د هفت مېوې په ګډون ځانګړي خوراکونه برابروي.
پخوا به افغانستان کې د نوروز پر ورځ رسمي رخصتي وه او دا ورځ به په دولتي کچه لمانځل کېده، خو اوس طالبانو دا رخصتي له منځه وړې او د نوروز پر نمانځلو یې بندیز لګولی.
د دوی د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي چې ګواکې په اسلام کې د نوروز نمانځل منع دي.
خو د دې ورځې د لمانځلو پلویان بیا وایي چې نوروز که نور نه وي د پسرلي لومړۍ او د بزګر ورځ ده.
پسرلي کې د ژمي کنګل د شنو بوټو پښو ته ویلې کېږي، طبیعت زرغونوي او زرغونتیا د ژوند د پایښت نښه ده.
د همدې لپاره په افغانستان او سیمه کې خلک له ډېر پخوا راهیسې نوروز د یوې دودیزې میلې په توګه نمانځي.
د یادونې ده چې ملګرو ملتونو هم نوروز د یوې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندلې.
د تاریخ په اوږدو کې میلیونو خلکو یې نمانځنې ته د دین په ګډون بېلابېل نور دلیلونه درلودلي، چې اوسنۍ نمانځنې تر ډېره په طبیعي چاپېریال کې پر مثبت بدلون څرخي.
له همدې کبله نوروز د بزګرجشن هم ګڼل کېږي او ځینو کلونو کې بزګرانو ته زمینه برابرېده چې د راتلونکي کال لپاره په پام کې نیول شوې ونې او بوټي نندارې ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې د نوروز تر ټولو لویه مېله مزارشریف ښار کې کېږي او معمولاً زرګونه کسان تر نوي کال وړاندې ځان دغه ښار ته ور رسوي.
حضرت علي ته منسوب زیارت کې به تر دوو کلونو وړاندې هم جنډه پورته کېدله او تر څلوېښتو ورځو به ولاړه وه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په لومړۍ او اوسنۍ واکمنۍ کې د نوروز پر لمانځلو بندیز دی. د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یې رسمي نمانځل چې په هغه کې په یو شمېر زیارتونو کې د جنډې پورته کولو رسمي مراسم هم راځي، منع کړي.
له دې اقداماتو سره د ځینو افغانانو په آند نوی کال کمرنګه شوی.
خو تر اوسه داسې لویه پېښه نه ده رامنځته شوې چې د دویزو او په دښتو کې د مېلو مخه دې نیول شوې وي.
تېر کال طالب چارواکو وویل چې د دوی حکومت په رسمي توګه نوروز نه لمانځي ځکه د دوی په وینا هغه مراسم چې په اسلام کې نشته دوی یې نه لمانځي خو که خلک وغواړي چې نوروز ولمانځي نو دوی یې مخه نه نیسي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکې محبوبه ځاځۍ وايي پر رسمي نمانځنې له بندیز سره سره د افغانستان له ډېرو ولایتونو خلک د دوی د ښار مېلمانه شوي.
خو بل لورته د ټولنې یوه لویه برخه، زدکوونکې او محصلینې چې ښوونیز کال یې له نوروز سره پیلېږي، وايي پسرلی راغی خو د طالبانو حکومت له خوا د دوی د تړل شویو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نه شوې.
د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي په خپلو نوروزي پیغامونو کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونو دروزاې پرانیزې.