تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: پاکستان او ازبکستان سره د 'افغان ټرانس' اوسپنې پټلۍ د مسیر هوکړه لاسلیک شوه
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي چې له پاکستان او ازبکستان سره یې د اورګاډي لیکي له لارې د دغو درې واړو هېوادونو د تړل کېدو پر مسیر هوکړه کړې ده.
د ' افغان ټرانس' پروژې د مسیر دا هوکړه سېشنبه اسلام اباد کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډو برخې د جګپوړو چارواکو لخوا لاسلیک شوې ده.
پلان دا دی چې د اورګاډو دغه پټلۍ د ازبکستان له ترمذه د افغانستان مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلڅو له لارې پر ډیورنډ کرښه کورمې ته واوړي او بیا د پاکستان د اورګاډو شبکې سره وصل شي.
د طالبانو حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې یوه اعلامیه کې ویلي "دغه ناسته کې د دې پروژې د مخ ته وړلو لپاره یو کلن پلان لاسیلک شو."
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاتوي "د دغه پلان له مخې به یو نړیوال مشورتي شرکت د دې پروژې اړین معلومات چمتو کوي، څو دغه معلومات له هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره په بېلابېلو ډولونو شریک شي او په اساس یې نړیوال بنسټونه او هېوادونه لیوالتیا پیدا کړي، تر څو د دغه مهمې عایداتي او انکشافي پروژې په جوړولو کې پانګونه وکړي."
د دې هوکړې د لاسلیک مراسمو کې د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار او د اورګاډو وزیر خواجه سعد رفیق هم برخه اخیستې.
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پروژې لاسلیک شوي پروتوکول کې راغلي چې دا کرښه به د مساپرو او بار لېږدولو دواړو خدمات اسانه کړي او "په سیمه ییزه سوداګرۍ او اقتصادي وده کې به مرسته وکړي."
پلان دا دی چې دا پروژه تر ۲۰۲۷ کال بشپړه او تر۲۰۳۰ کاله پرې په کلني ډول ۱۵ میلیون ټنه توکي ولېږل شي.
پاکستانۍ رسنۍ وایي دا پټلۍ به د دغه هېواد او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پنځه ورځې رالنډ او لګښتونه یې هم پام وړ کم کړي.
د طالبانو حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې تر دې یوه ورځ مخکې ویلي وو چې د ازبکستان او پاکستان له اړوندو چارواکو سره یې افغان ټرانس پروژې ته د نړیوالې پانګې راجلبولو لپاره پر کلني پلان هوکړه کړې.
انرژۍ ته محتاج پاکستان له اوږدې مودې په دې لټه کې دی چې د اورګاډو پټلیو او نورو ځمکنیو لارو د مرکزي اسیا هېوادونو سره وتړل شي.
بلخوا پر تېلو، ګازو او بریښنا بډایه مرکزي اسیا هم د افغانستان له لارې، د سویلي اسیا هېوادونو او د عربو سمندر د بندرونو له لارې نورې نړۍ سره د سوداګرۍ غوړېدو ته لیواله ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم وایي، چې د افغانستان له لارې د سیمې اتصال د دوی د بهرني سیاست لومړیتوب کې ځای لري.
خو د دې او ورته نورو سترو پروژو برخلیک په افغانستان او تر ډیورنډ کرښې ورهاخوا پښتونخوا کې د امنیت په څرنګوالي پورې تړلی دی.