افغانستان کې د اورګاډي پرمختګ حالت

د افغانستان پلازمېنه کابل کې نژدې سل کاله وړاندې د پاچا امان الله خان په زمانه کې د اورګاډي لومړنۍ چارې پيل شوې. د هغه مهال د اورګاډي ځینې انځورونه اوس هم په کابل موزیم کې شته، خو اوس چې یوه پېړۍ تېرېږي، ولې په افغانستان کې د اورګاډو برخه کې پرمختګ نه دی شوی؟ امیر بریال په دې ځانګړي رپوټ کې کتنه ورته کړې.