تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نجونو پر زدکړو بندیز افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو د جدي کمښت اندېښنه راټوکولې
- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د نرسنګ او قابلګۍ برخو کې د نجونو روزنه روانه ده او د چارواکو په وینا د جذب بهیر یې پراخ شوی دی.
خو روغتیايي کارپوهان وايي، چې قابلې او نرسانې د ښځینه ډاکترانو د کمښت تشه چې لا له وړاندې محسوسه ده، نشي ډکولی.
دا اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، چې له پوهنتونونو د نجونو راګرځولو دوام به د ښځینه ډاکترانو د کمښت او ښځو ته د روغتیایې چوپړونو په برخه کې د ستونزو د پراخېدو لامل شي.
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ان واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې هم د افغانستان په ډیرو برخو، په ځانګړې توګه کلیوالو سیمو کې ډیرې کمې مېرمني د درملني لپاره نارینهو روغتیاپالانو ته ورتللې.
د افغانستان لوېدیځو ولایتونو کې د یو روغتیاپال د پوهې او تخصص تر مالومولو وړاندې د ناروغ یا هم د هغه کورنۍ د غړو لومړۍ پوښتنه دا وي چې ایا "ښځینه ډاکتر شته؟"
د افغانستان په سویل کې یو سپین سرې مېرمن وایي دا به سمه نه وي، چې خپل ټول دردونه او ستونزې له یوه نارینه ډاکتر سره شریکې کړي.
هغه زیاتوي: "زه ښځینه ډاکترې ته خوښه یم . ځکه نشو کولای خپلې ستونزې نارینه ډاکتر ته بیان کړو. لومړی، زه پخپله یوه پټه ناروغي لرم، مګر ما نشول کولی ډاکتر ته په ښکاره توګه دا هر څه ووایم."
دا مېرمن وایي "ښځینه ډاکتره د ښځو لپاره حجاب ده - زه پخپله مرګ منم خو د خپل رنځ لپاره نارینه ډاکتر ته نه ځم."
د افغانستان دودیزه ټولنه لا له وړاندې د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخ وه.
خو په وروستیو کلونو کې د طبي علومو په ۸ دولتي او ۳۲ خصوصي پوهنتونونو کې چې د طب پوهنځي لري، د طبي علومو زدکړو کې د نجونو پراخ حضور او ونډې دا هیلې راټوکولې وې، چې په راتلونکو څو کلونو کې به د ښځینه ډاکترانو تشه تر ډېره ډکه شي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بېرته راګرځېدو وروسته د ټولنې خدمت ته د هغو انجونو وړاندې کېدل ټکني شول، چې د طب پوهنځي په وروستي کال کې وې.
نیلوفر هم د طب پوهنځي د وروستي کال محصله وه او هیله یې درلوه چې د طبابت جواز د ترلاسه کولو له ازموینې وروسته به د روغتیاپالي په توګه ټولني خدمت وکړي، خو اوس دا او د دې په څېر ډیرې نورې نجوني پر کور ناستې دي.
نیلوفر وایي لومړی خو نجونو ته د زدکړو چانس ترلاسه کول ګران دي، ځکه کورني محدودیتونه او اقتصادي ستونزي وي. خو اوس تر دغو خنډونو له تېریدو وروسته د طالبانو بندیز له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړې دي.
دا وايي "موږ د ډیرو ستونزو له ګاللو سره ځان دې ځای ته را رسولی دی. خو دا څومه دوره ده، چې نجونو ته د Exit Exam یا د طبابت جواز د اخیستلو آزموینه کې برخه نه ورکول کیږي. له دې آزمویني سره زموږ برخلیک مالومېدلای شي."
د هغو شمېرو له مخې چې د جمهوريت د لوړو زدکړو وزارت د چارواکو له خوا وړاندې شوې، د طالبانو د واګمنۍ په تېرو دوو کلونو کې له زدکړو د نجونو د راګرځول کېدو له کبله افغانستان په عملي توګه له شاوخوا څلور زرو ښځینه ډاکترانو نه بې برخي شوی دی.
د ۱۳۸۷ او ۱۳۹۸ کلونو ترمنځ هر کال شاوخوا ۴۳۰۰ محصلان د طب له پوهنځي تر فراغت او د طبابت جواز د اخیستلو ازموینه کې له بریالیتوب وروسته په عملي توګه د روغتیایې چوپړونو سیستم ته داخلیدل.
د لوړو زدکړو وزارت د پخواني وياند فيصل امين په وينا په دوی کې نږدې څلوېښت سلنه يعنې ١٨٠٠ نجونې وې، چې د طبي شورا له خوا د ډاکترانو په توګه تر تاییدېدو وروسته د روغتیایې چوپړونو برخه کې په کار بوختېدې.
دی وايي"په ۱۳۹۰ کال افغانستان کې د طب پوهنځي د فارغانو شمېر په ځانګړې توګه د نجونو فراغت بې ساری و. نه یوازې د دولتي پوهنتونونو په طب پوهنځیو کې د نجونو حضور پراخ و بلکې خصوصي پوهنتونونو کې یې هم شمېر پام وړ و."
بېرته ثانوي زدکړو، لېسو او پوهنتونونو ته د نجونو پرېښودلو په اړه د طالبانو حکومت ناڅرګند دریځ ته په پام سره، ډېر خلک دا اندېښنه څرګندوي، چې که په څو کلونو کې نجونې د طب له پوهنځي فارغې نه شي، نو د ښځینه ډاکترانو تشه او کمښت له لا ډېر محسوس شي.
اندېښنه دا ده چې افغانستان به په دې توګه مېرمنو ته د روغتیایې چوپړونو برخه کې د بشري سرچینو له پراخ کړکیچ سره مخ شي او دا هغه څه دي چې د ښځو او ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.