تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تېره یوه اونۍ کې له ۱۴ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تېرو درېیو ورځو کې یوازې له ایران څخه د څه باندې اته زره افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.
د اسلام کلا له لارې د افغان کډوالو د راستنېدو نوملړ چې یوه کاپي یې بيبيسي هم ترلاسه کړې، ښيي چې تېره یوه اونۍ کې له ۱۴ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په هرات کې د طالبانو حکومت د کډوالو ادارې مشر بيبيسي ته ویلي، دوی له ایران څخه د راستنېدونکو او ایستل کېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د مرستې کمېټې جوړې کړې دي.
له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر داسې مهال چټک شوی چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ځورونې پېښې او همداراز پر خواله رسنیو د دوی پر ضد کمپاینونه ډېر شوي دي.
په نیمروز او هرات کې له ایران سره ګډې پولې په دې ورځو کې په داوطلبانه او اجباري ډول د راستنېدونکو افغان کډوالو د ګڼې ګوڼې شاهدې دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د هرات له اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو له پله څخه څه باندې اته زره افغان کډوالو هېواد ته ستانه شوي دي.
د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې مشر مفتي ادم خان بيبيسي ته وویل، له ایران څخه یې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره یې ځانګړې کمېټې په دندو ګومارلې دي:
"په تېره اونۍ کې موږ ۱۷۷ کورنۍ رد مرزي کډوال، داوطلبان ۳۰۱ کورنۍ دي. قانوني مهاجر اوه کورنۍ لرو او د کډوالو لپاره د امارت اسلامي خدماتي کمېټې فعالې شوې دي چې بېلابېل کارونه یې مخته بوځي."
په وروستیو ورځو کې په ایران کې د افغان کډوالو لپاره شرایط سخت شوي دي. راپورونه وايي، نه یوازې د نا قانونه کډوالو د راټولولو پلان ګړندی شوی، بلکې قانوني کډوال هم نیول کېږي، سپکاوی یې کېږي او پیسې ترې اخیستل کېږي.
په ایران کې د افغان کډوالو د ځورولو پېښې په وروستیو کې پر خواله رسنیو هم ګڼ غبرګونونه لرلي دي.
یو شمېر افغانان د روان وضعیت په اړه د ناخوښۍ په څرګندولو سره وايي، په ایران کې د افغانانو شتون د هغه هېواد لپاره هم ګټې لري او دا هغه څه دي چې ایران یې له پامه غورځوي.
وړاندې یوه ایراني چارواکي منلې وه چې افغانان په دغه هېواد کې د بهرنیو پانګوالو د نوملړ په سر کې ځای لري.
ایران کې اوه زره افغاني شرکتونه
په ایران کې د افغان سوداګرو او پانګوالو استازي بيبيسي ته ویلي، دغه هېواد کې کابو اوه زره افغاني شرکتونه راجستر دي او د افغان پانګوالو د پانګونې اندازه پکې له یو میلیارد ډالرو څخه ډېره اټکل شوې ده.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي دیپلومات سید رسول موسوي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په ایران کې د مېشتو بهرنیو وګړو د شمېر په اړه خپرېدونکو معلومات ناسم او له اغراقه ډک دي.
نوموړي زیاته کړې د ایران د مهاجرت د ملي ادارې یوه مهمه دنده د وګړو په اړه د کره او مفصلو احصائیو برابرول دي چې په ټولنه کې د افواهاتو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه نیسي.