ایران: له افغانستان سره د ۳۰۰ کیلومتره پولې د تړلو تخنیکي کار ښه پرمختګ کړی

د ایران له سپاه پاسداران سره د تړلي تسنیم خبري اژانس په ګډون ګڼو ایراني رسنیو د احمد اکبري له خولې چې نوم یې د دغه هېواد د پوځ د ۴۴۴مې انجینرۍ ډلې د قوماندان په توګه یادېږي، ویلي، د پوځ د څلورو انجینري ډلو او د خاتم الانبیاء د رغنیزې قرارګاه له خوا د هېواد د شمالختیځې پولې د بندولو چارې روانې دي.

نوموړي دغه راز له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د تړلو د پلان او څرنګوالي په اړه هم معلومات شريک کړي او ویلي یې دي، دغه دېوال څلور متره لوړوالی، هره ټوټه یې ۳ متره او ۷۰ سانتي اوږدوالی او یو متر او لس سانتي پراخوالی لري.

ښاغلي اکبري د دې پروژې بشپړېدل ملي پلان بللی او ویلي یې دي، په بېلابېلو برخو کې له ټولو فرصتونو څخه کار اخیستل شوی او په دې برخه کې د اړوندو بنسټونو ترمنځ ښه همکاري رامنځته شوې ده.

د ایران د ځمکني پوځ دغه قومندان زیاته کړې، له افغانستان سره د خراسان رضوي ولایت د ۳۰۰ کیلومتره اوږدې پولې د بندولو تخنیکي چارې روانې دي او زیاته کړې یې ده تر اوسه د دوغارون په جنوب او شمال کښې د دې پروژې بېلابېلو پړاوونو ښه پرمختګ کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان له پولې سره نږدې د خراسان رضوي ولایت له تایباد سیمې څخه د لیدنې پر مهال کړي او زیاته کړې یې ده چې په دغه پروژه کې یې د هېواد په کچه له کورني ځواک او ظرفيت څخه استفاده کړې ده.

ورته مهال تسنیم خبري اژانس د تایباد د والي "مهدي شیردل" له قوله ویلي، د دوغارون رسمي بندر ایران ته د افغانانو د ننوتو او وتلو تر ټولو مهمه دروازه ده چې د ده په وینا په دغو نقطو کې د دواړو هېوادونو په پولو کې سل په سلو کې امنیت تامین شوی دی.

ایراني چارواکو وړاندې ویلي، له ګاونډیانو سره یې پر ګډو پولو د خنډونو ایجادول یو هر اړخیز پلان دی چې له مخې به یې پر ګډو پولو ډیوالونه، کټارې او د سرحدي کنټرول له ځیرکو سیستمونو استفاده وشي.

افغانستان او ایران له یو بل سره څه باندې ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د ایران له خوا له افغانستان پر ګډه پوله د تګ راتګ مخنیوي د موانعو جوړولو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایراني چارواکو د ورته څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو دغسې یو څه باید د دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې وشي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه، هغه مهال چې په افغانستان کې جګړه وه، که دغسې یو څه شوي وای، د توجیه وړ و، خو اوس یې اړتیا نه لیدل کېږي.

د تهران له خوا له افغانستان سره د خپلو پولو د تړلو اصلي لامل روښانه نه دی، خو د دغه هېواد چارواکو په وار وار له افغانستان څخه د ناقانونه افغان کډوالو او د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې ده.