تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايران: روان کال مو څه باندې ۹۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي
د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د بهرنیو وګړو د چارو مسؤول حسین شرافتي د ايران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي، د روان هجري لمریز کال له پيله د ایران له بېلابېلو سیمو څه باندې ۹۰ زره افغانان را ټول کړل شوي او د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي.
نوموړي ویلي په دې ډله کې ځینو په خپله خوښه ځانونه پولیسو ته تسلیم کړي او ځینې نور تهران او نورو سیمو کې د پولیسو له خوا راټول کړل شوي دي.
حسین شرافتي زیاته کړې چې دا کسان لومړی مشهد کې یوه کمپ او له هغه ځایه دوغارون بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي.
دوې ورځې وړاندې هرات کې د کډوالۍ ادارې چاروکو ویلي وو چې د اسلام کلا بندر له لارې هره اوونۍ شاوخوا ۱۴زره افغان کډوال هېواد ته را ستنېږي.
ایران ته تللي افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده تل سر ټکوي.
له ایرانه یوه تازه را ایستل شوي کډوال پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له ده سره د ایراني پولیسو د چلن کیسه کړې ده.
نوموړي ويلي، "زه ایران کې اوسېدم کار ته روان وم چې پولیسو ودرولم او پېژندپاڼه یې وغوښته، ما وویل کارت مې کور کې پاتې دی. راته یې وویل کورته دې زنګ ووهه چې کارت دې راوړي. بسونو ته یې پورته کړو، هلته مې ولیدل چې نور ډېر افغانان یې هم نیولي وو. کارت یې له کوره راووړ، ما یو څه پیسې هم وغوښتې چې هسې نه ومې لېږي. دوی نه پوهېږي چې انسان او مسلمان سره څه ډول چلند وکړي. زه یې را وویستم او دادی دلته راغلم. "
څو ورځې وړاندې ایران کې یو شمېر افغان کډوالو له فارس ولایته بي بي سي ته استولي پيغام کې ویلي وو چې دلته افغان کډوالو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي ان هغه کسان چې دغه هېواد کې د اوسېدو سند هم لري. دوی ویلي وو ایراني پولیس افغان کډوال نیسي او کمپونو ته یې لېږي.
د ایرنا د معلوماتو له مخې ایران کې پنځه میلیونه افغانان اوسېږي چې یو میلیون یې یوازې خراسان رضوي او مشهد کې دي. ایراني چارواکو دې خبرې اژانس ته ویلي چې له دې ډلې یوازې ۵۰۰ زره یې ایران کې د اوسېدو قانوني سندونه لري.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بهر ته په تېره ایران ته د کډوالۍ لړۍ پراخه شوې ده. ایراني چارواکي وايي د افغان کډوالو ۶۳ سلنه ایران ته مخه کوي.
د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي تېرو دوه کلونو کې درې اعشار شپږ میلیونه افغانان کډوال شوي دي.
له بلې خوا ترکیې هم ۲۹۶ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول دي.
د ترکیې رسمي خبري اژانس انادولو خبر ورکړی چې دا کډوال اغدیر ولایت کې را ټول کړل شوي وو او د اریانا افغان هوايي شرکت په دريو الوتکو کې په داسې حال کې ولېږل شول چې هوايي ډګر کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د تېر کال اګست میاشت کې د بښنې نړیوال سازمان افغان کډوالو سره د ایراني او ترکي پولیسو د چلن په اړه "له موږ سره د انسانانو په شان رویه نه کوي" په نوم رپوټ خپور کړ.
رپوټ کې راغلي وو چې ایراني او ترکي پوله ساتې افغان کډوال په ډزو ويشتلي او ډېر ناسم چلن ورسره کوي.
یاد سازمان پخپل رپوټ کې ویلي وو، د ښځو او ماشومانو په ګډون کډوال پر دېوال د اوښتو یا پر سینه د څښېدو پرمهال د ایران د سرحدي ځواکونو له مستقیمو ډزو سره مخامخ شوي دي.
په دې رپوټ کې دغه راز راغلي وو، هغه افغانان چې ایران او ترکیې ته په اوښتو توانېږي، "خپل هېواد ته له اجباري بېرته ستنول کېدو مخکې په منظم ډول پخپلسرې توګه نیول کېږي، ربړول کېږي او هر ډول ناوړه چلن ورسره کېږي".
د بښنې نړیوال سازمان څېړونکو دا رپوټ په هرات او سرحدي ښارګوټي اسلام کلا کې له ۷۴ افغانانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ کړی.په دوی کې ۴۸ يې ویلي، له پولې د اوښتو پر وخت ډزې پرې شوې دي.