نیمروز کې پر ګډه پوله د طالبانو او ایراني ځواکونو نښته؛ یو طالب وژل شوی، یو ژوبل دی

د افغانستان لوېدیځ نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ سرحدي سیمه کې د یکشنبې پر ورځ د افغان طالبانو او ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته کې د طالبانو یو امنیتي کس وژل شوی او یو بل ژوبلېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو یو غړی وایي، برید د ایراني ځواکونو له خوا لومړی پیل شو. د دغه سرچینې په خبره، دا څویم ځل دی چې ایراني ځواکونه پر دوی دا ډول بریدونه کوي.

د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په دروېشک سیمه کې د طالبانو د حکومت سرحدي ځواکونه وایي، د ایراني ځواکونو بریدونو ته یې ځواب نه دی ورکړی او د خپلو مرکزي چارواکو پرېکړي او امر ته په تمه دي.

د طالبانو سرحدي ځواکونو مشر ابراهیم هېواد د بي بي سي سره خبرو کې وویل، ایرانی لوری تل دغه ډول کړنو باندې لاس پورې کوي.

ښاغلی هېواد زیاتوي ایراني پوله ساتي ځواکونه دا چاره د هغو افغانانو د مخنیوي په خاطر کوي، چې د ده په ټکو په ناقانونه توګه ایران ته ور اوړي.

په همدې حال کې د ایراني سرچینو د خبر له مخې د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت په شمال کې د هیرمند ښار والۍ هم اعلان کړی چې سیمه کې پر ګډه پوله د ایران د اسلامي جمهوریت د پوله ساتو ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

ځینو رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې طالبانو سیمې ته نور ځواکونه استولي دي او د تیارسي په حال کې دي.

له سیمي خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښیي، چي دواړو غاړو پر یو بل وسلې هم کارولې دي.

بي بي سي د جګړې له سیمې یو ویډیویي کلپ ترلاسه کړی. دې کلپ کې ښکاري چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو لخوا ډزې کېږي او د راکټ یوه مرمۍ د یوې ودانۍ پر دېوال لګېږي.

یوه ځايي اوسېدونکي چې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتي انځورونه یې اخیستي، بي بي سي ته وویل، د دواړو خواو ترمنځ د جګړې لامل هغه سرحدي لانجه ده چې په افغانستان کې د تېر حکومت له وخته پاتې ده.

د دې سرچینې په وینا ځايي اوسېدونکو د ايراني پوله ساتو ځواکونو د بريدونو له وېرې خپل کورونه پرېښي دي.