د کابل برید کې 'د بهرنیو چارو وزارت ۱۸ کار کوونکي‌ وژل شوي‌'

بي بي‌ سي پښتو پاڼې ته دوو سرچینو ویلي چې په کابل کې د چهار شنبې ورځې برید کې د ۱۴ ډیپلوماتانو په ګډون د بهرنیو چارو د وزارت ۱۸ کار کوونکي‌ وژل شوي دي.‌

دغه سرچینې چې نه غواړي‌ نوم یې واخیستل شي، وايي په وژل شویو کې داسې ‌ډیپلوماتان هم وو چې په ډيپلوماتیکو ماموریتونو کې یې تر ۱۵ کلونو ډېره کاري‌ تجربه لرله.

په وژل شویو کې دوه موټر چلوونکي او دوه نور مامورین شامل وو.

د یوې سرچینې په وینا "ځینې ډيپلوماتانو،‌ په جرمني،‌ یونان،‌ هنګري،‌ فرانسې او نورو هېوادونو کې کلونه کار کړی و او بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌ وو."

د سرچینو په وینا،‌ په برید کې چې ظاهرا ځانمرګی برید وو،‌ یوازې د بهرنیو چارو د وزارت ۲۰ نور مامورین هم ټپیان شوي دي.‌ له ټپیانو ۱۵ یې له روغتونونو رخصت شوي‌ خو د "پنځو ډیپلوماتانو حالت نازک" بلل شوی.

په وژل شویو کې تر ډېره هغه ډېپلوماتان شامل دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سره بیا هم خپلو دندو ته تلل.

که څه هم په دغه برید باندې دوه ورځې اوړي خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا هم کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې. 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دغه برید کې یوازې د پنځو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی خو ‌د قربانیانو ځينو خپلوانو او ملګرو داسې ګڼ عکسونه خپاره کړي چې د مرګ ژوبلې شمېر لوړ ښيي. 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم لږ تر لږه ۲۱ وژل شوي ښودلي خو د بهرنیو چارو وزارت د جمهوريت د مهال وزیر حنیف اتمر د ۱۲ ډېپلوماتانو عکس خپور کړی چې ګواکې د چهارشنبې ورځې ځانمرګي برید کې وژل شوي دي. 

"ملګري ملتونه دې د دې پېښې بې پرې پلټنه وکړي"

ښاغلي اتمر دا برید "د افغانستان د ډېپلوماسۍ په تاریخ کې بوږنوونکی او درناک" بللی او په دې اړه یې د نړیوالې څېړنې غوښتنه کړې ده. 

ده پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "د دې کرکجن عمل په غندلو سره د یوې نړیوالې او بې پرې پلټنې اړتیا اړینه بولم. له ملګرو ملتونو هیله کوو چې د دې پلټنې مسولیت په غاړه واخلي"

د افغانستان د بهرنیو چارو دغه مخکېني وزیر د ځینو هغو کسانو نوملړ خپور کړی چې په برید کې یې د وژل کېدو پخلی شوی دی. "اصف اتيلا، افضل الحق سالنګی، محمد عالم خوشیوال، عبدالقایم جمیلي، شاکر وکیل، جبران صاحب زاده، بلال فرهمند، غلام رباني صاحب زاده، شرافت یوسفزی، واسع سراج، نجیم ایوبي او اجمل خالقیار."

د یادولو ده چې د دغه برید مسولیت داعش ډلې منلی او پر اعماق پاڼه، چې د دې ډلې خبرونه خپروي، ادعا کړې چې په برید کې یې د ډېپلوماتانو په ګډون لسګونه کسان وژلي او ژوبللي دي. 

پر خواله رسنیو هم د وژل شویو عکسونه لاس په لاس شوي

په سعودي عربستان کې افغان سفیر احمد جاوید مجددي وايي، په وژل شویو کې یې ورور هم دی.

ښاغلي مجددي ویلي، "په ژورې خواشینۍ سره چې په کابل کې د تېرې ورځې په ترهګريزه پېښه کې په بهرنیو چارو وزارت کې زما ځينې همکاران شهیدان او ټپیان شوي دي او پکې زما د ګران ورور اجمل خالقیار شهادت راته ډېر غموونکی او دردوونکی دی"

پر خواله رسنیو هم ګڼو کسانو په برید کې د وژل شویو خپلوانو او انډېوالانو عکسونه خپاره کړي دي. 

د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مخکېني مرستیال بابر فرهمند د یوه وژل شوي ډېپلومات محمد اصف اتیلا عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې هغه د بهرنیو چارو وزارت له کادرونو و او کلونه یې په دغه وزارت کې کار کړی و. 

د مخکېني دولت ځينو نورو ډېپلوماتانو او سفیرانو په ګډون ګاونډيو او بېلا بېلو نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د دغه برید په اړه خواشيني څرګنده کړې ده. 

"دا برید ولې او څنګه وشو؟"

ایران او پاکستان د برید د غندلو تر څنګ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي او خواخوږي یې ورته په ډاګه کړې ده. 

خو د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر کرن ډېکر د برید پر غندلو سربېره پوښتنې راولاړې کړې دي.

اغلې ډېکر پوښتلي چې دا برید ولې او څنګه وشو او په راتلونکي کې یې د مخنیوي لپاره څه کېږي. 

کرن ډېکر همدا راز ویلي، "افغانان او بهرني مېلمانه اړتیا لري چې پر اغېزمن امنیت حساب وکړي."

د چهارشنبې په مازدېګر دغه برید داسې مهال وشو چې ځينو طالب چارواکو ویلي، د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي کورونو ته روان وو او ټاکل شوې وه یو چینایی پلاوی هم دغه وزارت ته ورشي خو نه پوهېږي چې هغه مهال دا پلاوی وزارت ته رسېدلی و او که نه. 

یوه عیني شاهد هم پرون بي بي سي ته وویل، برید ډېر زورور و او د دغه وزارت ډېر ماموران هغه شېبه د چاودنې په سیمه کې وو. 

داعش ډله داسې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په نښه کوي چې تر دې وړاندې یې په کابل کې د روسیې او پاکستان سفارتونه او د لانګن په نوم یوه هوټل باندې هم برید وکړ چې چینایان پکې مېشت وو. 

وروسته طالبانو وویل چې په کابل او نیمروز کې یې د دې ډلې او د برید عاملانو پر ضد عملیات وکړل چې ځینې یې له منځه یوړل او ځینې یې ونیول شول.