د هغو زلمیانو برخلیک چې د نړۍ یو تر ټولو لوی الماس یې کشف کړ

الماس

په ۲۰۱۷ کې د نړۍ ورځپاڼو کې دا د سر خبر شو چې په سیرالیون کې د (سولې الماس) کشف شوی دی.

په دې افریقايي هېواد کې الماس د سیمه ییزو خلکو د ژوند د بډایه کېدو لامل ګرځي.

خو ددغه خبري ارزښت تر شا کیندونکي وو،‌ هغه سړي چې د دوی ډېرو هڅو دا قېمتي کاڼی کشف کړ.

کومبا جونبول او اندري ساویا د پنځه کسیزې ډلې تر ټولو کشران وو، دوی یوازې د زلمیتوب عمر کې وو.

کله چې دواړو په خاوره کې دا لوی ځلېدونکی کاڼی ولید، داسې ښکارېده چې د دوی هیله پوره شوه.

خو له شپږو کلونو تېرېدو وروسته، د دوی له معجزه کشف سره نهیلي مله شوه.

د ژوندي پاتېدو لپاره پلان

ساویا یو ذکي زدکوونکی و، خو د بې‌وزلۍ له کبله یې ښوونځی پرېښود. د جونبول کورنۍ د ۱۹۹۱-۲۰۰۲ کلونو ترمنځ د کورنۍ جګړې له کبله تیت او پرک شوې وه.

.

دواړه زلمیان د یوه سیمه ییز کشیش په مټ له یوې پنځه کسیزې ډلې سره یوځای شول. دوی مزدوري نه ترلاسه کوله، خو لومړني وسایل او خپل ځان او کورنیو ته یې خواړه ترلاسه کول. د الماس د کشفېدو په صورت کې به شپون د زمري برخه وړي.

دواړو زلمیان د شاقه کار هوډ وکړ، له لمر خاته سره به له ناشتې مخکې د غوزانو یوه فارم کې کار ته تلل، بیا به یې ټوله ورځ کیندنه کې تېروله.‌ هیله من وو چې ښوونځي ته د ستنېدو لپار به کافي پیسې وګټي، خو د کار واقعیت ویجاړوونکی و.

سافیا وویل: "جونبول ته مې وویل زما هیله په سیند لاهو شوه".

د جانبول په یاد دي چې څنګه به یې په تېز باران او سوځوونکې ګرمۍ کې کار کاوه.

"ځان ته مو په هڅوونکو خبرو انګیزه ورکوله. ټوکې به مو اورېدې او ټوکې به مو کولې. یوه بلوتوت وسیله مو لرله او موسیقي به مو اورېدله".

دوی د خپل دغه کار په مټ د ژر شتمن کېدو هیلې لرلې.

جونبول د دوه پوړیز کور او ټویوټا اېف جي کروز ګاډي لرلو نیت درلود، خو سافیا د خپل تعلیم بشپړلو هیله لرله.

لوی الماس

هغه ورځ چې د دوی بخت پکې راویښ شو، د نورو ورځو په شان پیل شوه، کان ته له تللو مخکې یې عبادت او ناشته له سرې کړې کېلې سره وکړه.

کیندونکي د فعال الماس لټون لپاره لنډ وخت تېروي.

کیندونکي

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۳مه) وه، د کیندنې لپاره یې چمتووالی ونیو، ځمکه یې کیندله او کاڼي به یې ترې چاڼ کول، موسم باراني او د سېلابونو راوتلو وخت و.

بیا د جونبول سترګې وبرېښېدې.

وویل: "دا کاڼی مې تر اوبو لاندې ولید چې اوبو ورسره رغړاوه. دا ډول الماس مې مخکې هېڅ لیدلی نه و".

دی زیاتوي: "څه باندې یوه دقیقه مې الماس کې سترګې خښې کړې وې. بیا مې تره ته وویل: دا کاڼی ځلېږي، دا کوم ډول کاڼی دی؟".

جونبول لاندې خوا ته ورسېد او له اوبو یې راویوست.

وویل: "سخت ساړه نیولی یم. مازې مې چې په لاس کې واخیست، دوی رانه کش کړ او راته وویل: دا الماس دی!".

وزن یې ۷۰۹ قیراطه و، چې په ګرده نړۍ کې د ثبت شوي حجم له اړخه ۱۴ نمبر دی.‌

کیندونکو خپل کفیل کشیش امانوېل مومو ته خبرداری ورکړ چې په تور بازار کې د خرڅولو پر ځای حکومت ته د ډبرې په لېږدولو تاریخ جوړ کړي.

الماس په بولۍ کې په ۶٫۵ میلیون ډالرو وپلورل شو.

سیرالیون

د سیرالیون زرګونه وګړي د جونبول او سافیا په شان په نارسمي کانونو کې کیندنې کوي. که بخت یې بیدار وي، نو د الماس یوه کوچنۍ برخه مومي، خو ددغه الماس په شان د پوره الماس موندل ډېر خلک د دغه کار دوام ته هڅوي.

هوکړه وشوه چې کیندونکي به یې یوه برخه ترلاسه کوي، په دې شرط چې ځینې ګټه به یې حکومت ته د سیمه ییزې پراختیا لپاره ځي.

له کیندونکو هر یوه یې په لومړۍ جوپه کې ۸۰ زره ډالر ترلاسه کړل، هغه مبلغ چې جونبول او سافیا یې لومړي سر کې هېڅ سوچ نه کاوه، خو وروسته یې درک کړه چې ددغې کوچنۍ برخې په ورکولو سره دوی وغولول شول.‌

جونبول وویل:‌ "کله چې ما خپله برخه پیسې واخیستې، پوره یوه اونۍ کې پرته له دې چې لاس پرې ووهم وساتلې. په پای کې فریټاون ته د کور اخیستو لپاره ولاړم".

سافیا کاناډا ته د تعلیم بشپړولو لپاره د تللو اراده وکړه، جونبول هم غوښتل ورسره یوځای شي.

دوی وکیل ته ۱۵ زره ډالره ورکړل چې د سفر، استوګنې او د پوهنتون د فیسونو کار یې وکړي. دوی ګانا ته ولېږدول شول، هلته یې شپږ میاشتې خپلې ډېرې پیسې ولګولې.

د وېزې له ردېدو سره د دوی پلان خراب شو. جونبول سیرالیون ته ستون شو او اوس یې خپلې ډېرې ګټلې پیسې لګولې دي، خو سافیا یو نوی یون پیل کړ.

یوه درېیم هېواد ته ولاړ چې د هغه د سلامتیا پخاطر یې نوم نشو اخیستی، ویل کېږي چې دی هلته د ورځې ګاډی چلوي او ماښام درس وايي.‌ خو کله چې سافیا خپل منزل ته ورسېد،‌ هلته واقعیت بیخي بل شان و.‌

سافیا وايي: "اسان به مې ساتل، هلته به ویدېدم او خوراک مې هم د اسانو په غوجله کې و. نورو کارګرو ته د استوګنې ځای ورکړل شو، خو ما به غوجله کې خوب کاوه".

دا هغه شتمني نه وه چې سافیا یې تمه لرله، د اوسېدو له ځای لرلو پرته د هغه ژوند ډېر ګران شو.

که څه هم هغه سیرالیون کې کور اخیستی و، خو د الماس له برکته ترلاسه کړې پیسې یې خلاصې شوې. اوس دی وايي یوازې خپل هېواد ته ستنېدل غواړي.

درناوی نشته

جونبول

هغه څه چې دغه دواړه سړي ډېر کړوي، دا دي چې د خپل کشف په بدل کې یې مناسب تقدیر او درناوی ونه شو.

خبري رپوټونو پر الماس او پر کشیش تمرکز وکړ او ډېر کم یې اوسني کیندونکي یاد کړل. همدا وو چې سافیا داسې انګېرله چې ګنې ګوښه شوی او شړل شوی دی.

جونبول هیله لري چې کاشکي له دې پیسو یې په بل ډول ګټه اخیستې وای.

دی وايي: "کله مې چې دا پیسې ترلاسه کړې، ډېر کوچنی وم. که تېر ته وګورو، نو ښه احساس نه کوم، هغه وخت ما ځان‌ښودنه کوله او جامې به مې اخیستې. تاسې د ځوانانو په کړنو پوهېږئ".

دی زیاتوي: "که بهر ته مې د تللو هیله نه لرلی په دې هیله چې هلته نورې پیسې پیدا کړم،‌ نو دلته به مې په هغه ضایع شویو پیسو ډېر څه کړي وای".

ښايي دوی به ددغه ډول ژوند توقع نه لرله، خو جونبول اوس په فریټاون کې د المونیوم کړکیو جوړولو یوه شرکت کې ښه کار او ژوند لري او که بهر ته د تللو هیله یې پوره نه شي، سافیا ورسره د یوځای کېدو هیله لري.

جونبول وايي: "کله چې زه دې نړۍ ته راغلم، پلار مې کور نه درلود".

دی زیاتوي: "زما ماشومان په فریټاون کې د خپل پلار په کور کې لویېږي. دا مهم دی. زما بچیان له هغه څه نه کړېږي چې زه کړېدلی یم".