تاریخي بری که ارماني غچ؟ کرېکټ کې د اسټرالیا خلاف د افغانستان لومړۍ بریا په پراخه کچه ستایل کېږي

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي نیوز

اسټرالیا په تېرو دوو کالونو کې د ګړنګ پر ژۍ د افغانستان له ماتې بچ شوی و، خو نن دریم ځل بالاخره افغانستان په یوه برخلیک ټاکونکې لوبه کې ماتې ورکړه.

اسټرالیا د جون په ۲۳مه د افغانستان د ۱۴۸ منډو هدف په تعقیب په ۱۲۷ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له دې سره افغان لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر دا لوبه پخپل نوم کړه او تاریخ یې جوړ کړ.

د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې دا لوبه د افغانستان او اسټرالیا دواړو لپاره مهمه وه، خو د افغانستان لپاره له تاریخي او حیثیتي پلوه لا ډېره د اهمیت وړ وه.

اسټرالیا په ۲۰۲۲م کال نړیوال جام کې له افغانستانه شل اوریزه لوبه یواځې د څلورو منډو په توپیر ګټلې وه او د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې بیا د اسټرالیا مکسوېل له افغانستانه تیاره ګټلې لوبه واړوله، خو نن دا تاریخ بدل شو.

افغانستان او د نړۍ په ګڼو نورو ځایونو کې دا بری په پراخه کچه ستایل شوی او خلک یې په اړه خوښي څرګندوي.

په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو ویډیوګانو ښکاري، چې تر ټولو ستر ولسي جشن د افغانستان په سویل ختیځ خوست ولایت کې شوی دی.

د افغانستان په نورو ځایونو کې هم په دغه بري اورلوبې، اتڼونه او د خوښۍ راټولیدنې شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د زابل او پکتیکا ویډيوګانې هم خپرې کړي، چې خلک پکې د اسټرالیا ماتول په ولولو نمانځي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو تر منځ توده مبارکي خپره ده، او نړیوال هم د افغانستان په دغه بري حیران شوي شوي.

د ولس تر څنګ د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني هم په دغه بري خوښي ښودلي او خلکو ته یې مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي اشرف غني پخپل اېکس پاڼه لیکلي "دا تاریخي شېبه ده."

د هند پخواني کرېکټر وسیم جعفر پاکستاني رسنیو ته په اشارې لیکلي "د افغانستان داسې بریاوې ته اپسېټ (د توقع خلاف بری) مه وایئ ، افغانان د نړۍ هره لوبډله ماتولی شي، او نن یې بیا دا ثابته کړه."

د کرېکټ نړیوالې شورا لیکلي " افغانستان لپاره به دا شپه ډېره یادګاري وي."

انګلنډ مېشتي د کرېکټ مبصر مېچل واغان لیکلي: "افغانستان له داسې لوبې او بري سره د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو زرین چانس لري."

افغانان به ځکه هم د ستاینې حقدار وي، چې په کسمارې ډله ییزه ښه لوبه یې د نړۍ یوه پیاوړې داسې لوبډله ماته کړه چې له بل هر هېواده یې ډېر نړیوال جامونه ګټلي.

د اسټرالیا خلاف د رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ اوږده ملګرتیا او پنځوسیزې او بیا په توپ اچونه کې د ګلبدین نایب بې ساري ښه بالېنګ افغانستان ته دا تاریخي ویاړ اسانه کړ.

ګلبدین نایب د مکسوېل په ګډون د اسټرالیا څلور لوبغاړي وسوځول او یو مهم کېچ یې هم واخیست، وروسته نوموړي ته د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

افغانستان ته دا بریا ولې مهمه وه؟

په لوبه کې هر بری خپل اهمیت لري او بیا چې سیالي د اتو غوره لوبډلو تر منځ وي او هدف هم نیمه پایلوبه یا پایلوبه نو لوبه لا خپل رنګ او اهمیت پیدا کوي.

له دې ور ها خواځينې افغانان له دې درکه هم دغه بري ته په مهم نظر ګوري او ښه غچ یې بولي، چې اسټرالیا څو ځلې له افغانستان سره پلان شوې لوبې لغوه کړې وې.

بلخوا دا لوبه د تاریخي بري تر څنګ له دې پلوه هم مهمه وه چې افغانستان ورسره نیمه پایلوبې ته نږدې شو.

افغانستان که په بله لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړي او اسټرالیا یې له هنده وبایلي، نو د نړیوال جام دا سفر به یې لا تاریخي شي داسې چې په لومړي ځل به نیمه پایلوبې ته د وتلو لار ورته هواره شي.

د دغو دوه لوبډلو تر منځ دا مهمه لوبه به د راتلونکي سې شنبې پر ورځ په همدې ډګر کې وي چې افغانستان پکې اسټرالیا ته تاریخي ماته ورکړه.