بایډن د اوکرایین ولسمشر ته د ۶۰ میلیارد ډالرو پوځي مرستې د استولو ډاډ ورکړی

بایډن - زېلېنسکي

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل اوکراییني سیال ولودمیر زېلېنسکي ته ډاډ ورکړی چې د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ور استوي.

دا مرسته که څه هم د امریکا د کانګرس وروستي تایید ته اړتیا لري، خو ښاغلي بایډن د اوکرایین ولسمشر ته ویلي چې دی یې له تصویبېدو ډاډمن دی.

تر دې لږ ورمخکې ښاغلي زېلېنسکي په اروپا کې د "ناوریني" وضعیت مخنیوي لپاره د وسلو بېړنۍ غوښتنه کړې وه.

جو بایډن اوکرایین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو استولو دا اعلان تر هغې وروسته کړی، چې اوکراییني ځواکونه روانه اوونۍ د دغه هېواد په ختیځ کې له اوډیوکا ښاره ووتل.

سپېنې ماڼۍ د دغه ښار له جګړې د اوکراییني ځواکونو د وتلو پړه د کانګرس د ملاتړ پر کمښت اچولې ده.

اوډیوکا د روسیې لخوا د اوکرایین نیول شوې دونېڅک سیمې ته څېرمه پروت دی.

دا د تېر کال می کې د بخموت ښار له نیولو وروسته په جګړه کې د روسیې تر ټولو مهم پرمختګ ګنل کېدای شي.

سپېنې ماڼۍ ویلي "د اوکرایین پوځ تر هغې وروسته له اوډیوکا وتلو ته اړوتل چې اوکراییني ځواکونه د کانګرس د نه اقدام پایله کې د تدارکاتو د کمښت له کبله مهمات وویشي."

د امریکا سنا له څو میاشتو سیاسي ناندریو وروسته بالاخره تېره اوونۍ د ۹۵ میلیارد ډالرو بهرنۍ مرستې ټولګه تصویب کړه چې د اوکرایین ۶۰ میلیارد ډالر هم پکې دي.

خو د مرستو دا ټولګه لا هم په استازو جرګه کې چې جمهوریپال غړي یې د اندازې په اړه اختلافات لري، له ستونزو سره مخامخېدای شي.

د امریکا ولسمشر د شنبې پر ورځ خپل اوکراییني سیال سره له تلیفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل د اوکرایین خلکو په ډېره مېړانه او اتلولۍ سره جګړه کړې او دا چې اوس د مهماتو د کمښت له کبله په شا کېږي، دا سم کار نه دي.

اوکرایين پرون اعلان وکړ چې د خپلو پوځيانو د ژوند د ژغورلو لپاره يې د اوکرایين په ختيځ کې له اوډيوکا ښاره - چې له څو مياشتو راهيسې د روسي ځواکونو له خوا کلابند و، خپل ټول ځواکونه ايستلي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له اوکرایین سره د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د خپل هېواد له سیاستوالو وغوښتل چې کېیف ته د پوځي مرستې هغه کڅوړه تصویب کړي چې د جمهوري غوښتونکو لخوا بنده شوې ده.

تر دې مخکې د امریکا مرستیالې ولسمشرې کماله هریس د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ویلي وو چې واشنګټن باید د اوکرایین پر سر سیاسي لوبې ونه کړي.

د اوکرایین په ختیځ کې اوډيوکا چې د نیول شوي دونیتسک سیمې د ننوتلو دروازه ده، له څو میاشتو راهیسې د سختو جګړو ډګر و او نژدې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

RL/SERHII NUZHNENKO/REUTERS

د عکس سرچینه، RL/SERHII NUZHNENKO/REUTERS

د دې ښار نژدې ټول نفوس - چې شاوخوا ۳۰٫۰۰۰ تنو ته رسېږي، د جګړې له پیله مخکې له دې ښاره وتلي وو.

ولادیمیر زیلېنسکي وویل چې د خپلو سرتېرو د ژوند ژغورلو په خاطر یې له دغه ښاره د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

روسیې ویلي دي چې د اودیوکا ښار یې په بشپړه توګه نیولی دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغو سرتېرو ته مبارکي ویلې چې دغه ښار یې نیولی دی.

د دغه ښار سقوط په وروستیو میاشتو کې د روسیې لپاره تر ټولو ستره بریا ده. د اوکرایین ولسمشر د دغه ښار د سقوط پړه له لویدېځه د وسلو په رسولو کې ځنډ بللی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکرایین یرغل پیل کړ، د اوکرایین ولسمشر د مونیخ په امنیتي غونډه کې وویل، له اوکرایین نه پوښتنه مه کوئ چې جګړه به کله پای ته رسېږي، بلکې له ځانه وپوښتئ چې ولې بیا هم دې جګړې ته دوام ورکوي؟