د بشري حقونو د څار مخکښه ډله: غزه کې د اسرائیل له خوا د فلسطینیانو جبري بې ځایه کول جنګي جنایت شمېرل کېدای شي

د بشري حقونو د څار یوې مخکښې ډلې ویلي په غزه کې د اسرائیل له خوا د فلسطینیانو جبري بې‌ځایه کول جنګي جنایت شمېرل کېدای شي. د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي چې دا د توکمیزې تصفیې په څېر دی.

اسرائیلو پخوا دا ډول تورونه رد کړي دي.

له بل لوري وروسته له هغه چې امریکا وویل، اسرا‎ئیل په غزه کې د بشري مرستو پر وړاندې خنډ نه دی رامنځته کړی او د امریکا قوانین یې نه دي نقض کړي، نو اسرائیلو ته به د امریکا د پوځي ملاتړ لړۍ روانه پاتې شي.

نيويارک مېشته د بشري حقونو (هيومن رايټس واچ) څار ډله وايي، د فلسطينيانو بې ځايه کول، داسې ښکاري تلپاتې پلان شوی وي، چې د سپر سيمو او امنيتي دهلېزونو جوړولو ته لار پرانيزي او دا کار، د توکميزې پاککارۍ کچې ته رسېږي، خو د دغه راپور په اړه، د اسرائيلو د پوځ يا بهرنیو چارو وزارت له خوا لا څه نه دي ويل شوي.

په راپور کې راغلي، د غزې په تړانګه کې د اسرائيل له خوا د فلسطينيانو جبري بې ځايه کول پراخ او سیستماتیک دي، د غزې ۹۹ سلنه وګړي له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې جنګي جنایت او د بشر پر ضد جنایت ګڼل کېدای شي.

په همدې وخت کې غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسېدو په تړاو اسرائیل ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا ور کړل شوی ضرب الاجل پای ته رسېدلی دی.

تازه امریکايي چارواکو ویلي چې اسرائیل دمګړۍ غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسېدو پر وړاندې خنډ نه دی او د دوی قوانین یې نه دي نقض کړي، نو انګېرنه دا ده چې اسرائیل ته به د امریکا د پوځي ملاتړ چاره روانه پاتې شي.

د بشري مرستو نړیوالو ډلو ویلي، اسرائیل نه دی توانېدلی د امریکا یوه غوښتنه هم په بشپړ ډول پوره کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو حق ځانګړی رپورټر مایکل فخري وايي، واشنګټن باید په غزه کې د ملکي وګړو د ناوړه وضعیت پړه پر غاړه واخلي.

"امریکایان د ځمکې پر سر حقایقو له پامه غورځولو ته ادامه ور کوي. دوی د خپلو کارمنانو له خوا پر هغو راپورونو سترګې پټوي چې په غزه کې یې د لوږې او قحطۍ په تړاو ور کړي دي. امریکايي سیاستوال غوره ګڼي چې اسرائیلو ته د وسلو چمتو کولو ته دوام ورکړي. دا متحده ایالاتونه په نسل وژنه او لوږه کې شریکوي. هغه څه چې هرڅوک پرې پوهېږي.

په غزه کې د لوږې او نسل وژنې مخنیوي لپاره، سملاسي اوربند ته اړتیا ده. پر اسرائیل په هی‎ېڅ ډول ریښتینی فشار نه اچول کېږي. نو دا د ټولې نړیوالې ټولنې لخوا د اسرائیلو پر وړاندې د وسلو او نورو بندیزونو ته اړتیا لري. موږ په داسې ځای کې یو چې نشو کولای له نسل وژنې ځان خلاص کړو، موږ باید دا سملاسي پای ته ورسوو."

امریکا تېره میاشت اسرائیلو ته ۳۰ ورځې مهلت ورکړ چې په غزه کې بشري مرستو ته لاسرسی زیات کړي، پرته له هغه ښايي له اسرائیلو سره ځینې پوځي مرستې بندې کړي.

وړمه ورځ امریکايي چارواکو وویل، اسرائیلو له غزې سره د مرستو د زیاتولو لپاره اقدامات کړي، خو ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې باید لا نور پرمختګونه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د غزې په جګړه کې د اوږدمهاله ځنډ غوښتنه کړې، چې بشري مرستې اړمنو خلکو ته ورسېږي. ښاغلي بلېنکن ویلي، اسرائیلو هغه هدفونه ترلاسه کړي چې د ځان لپاره یې ټاکلي وو او اوس باید جګړه پای ته ورسېږي.

اسرائیل پر لبنان بریدونه جاري ساتلي

اسرائيلو نن سهار د بيروت پر سوېلي څنډو درې هوايي ګوزارونه کړي، خو د مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ويل شوي.

دا بریدونه وروسته له هغه شوي، چې د اسرائيلو پوځ سيمه کې له ځينو سیمو د خلکو وتلو خبرداری ورکړی و.

د بيروت له سوېلي سيمو ډېر خلک وتلي، چې پخوا په کې تر ۸ سوو زرو خلک اوسېدل.

له هغه يو کال وروسته، چې حزب الله د حماس په ملاتړ د اسرائيلو پر وړاندې بریدونه پيل کړل، اسرائيلو د دې تېر سپتمبر له ۲۳ مې د لبنان سوېل، ختيځ او هم د بيروت پر جنوبي څنډو خپلو ګوزارونو ته زور ورکړی او د حزب الله مشرتابه یې په کې په نښه کړې ده.