تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روغتیا نړیواله اداره: طالبان دې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونه لیرې کړي
د ملګرو ملتونو روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر افغان ښځینه مرستندویو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي. دغه اداره وايي دې سره به هغوی وکولی شي له محرم پرته سفر وکړي او ورسره به هغه ښځې هم درملنې ته د لاسرسي موکه ومومي چې زورورې زلزلې ځپلي او اوس درملنې ته اړتیا لري. هغه زلزله چې له امله یې د افغانستان په ختیځ کې لوی شمېر خلک مړه او ژول شول.
د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، ډاکټره مکتا شرما، چې د افغانستان دفتر کې د روغتیا نړیوالې ادارې مرستیاله استازې ده وايي:"ډېره لویه ستونزه دا ده چې اوس په دغو سیمو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر په کمېدو دی. "
د هغې د اټکل له مخې، ۹۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي نارینه دي، او پاتې ۱۰ سلنه یې ښځینه ډاکټرانې نه بلکې تر ډېره قابله ګانې او یا نرسانې دي. هغې ویلي دوی کې داسې ډاکټرانې نشته چې وکولی شي د اوږدمهاله ټپونو درملنه وکړي او دا د درملنې بهیر ته زیان رسوي، ځکه ګڼ شمېر ښځې یا له نارینه کارکوونکو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي، یا وېرېږي او یا هم نه غواړي له هغوی سره یوازې سفر وکړي.
د سپتمبر د لومړۍ نېټې د ۶ درجې زلزلې او ورپسې د ټکانونو له امله څه باندې ۳۶۰۰ کسان ژوبل شوي او زرګونه بېکوره شوي دي. له هغه مهاله چې ۲۰۲۱ کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبانو واک ترلاسه کړ افغانستان وار دمخه د مرستو له کمښت او بشري کړکېچ سره مخ شوی دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت او د طالبانو د حکومت یوه ویاند تر اوسه په دې اړه د خبرو کولو غوښتنه نه ده منلې.
طالبان وایي چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونو ته درناوی لري او مخکې یې ویلي وو چې ښځو ته به د مرستو ترلاسه کولو موکه برابروي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې په نادولتي ادارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو له کوره بهر کار کولو بندیز ولګاوه. بشري مرستندویه چارواکي وایي چې ځینو برخو او په ځانګړي ډول د روغتیا او زده کړو برخه کې استثناوې شته. خو ګڼ شمېر وايی دا استثناوې اړتیا ته په کتو بسنه نه کوي چې په بېړنیو حالاتو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر زیات کړي، په ځانګړي ډول کله چې سفر ته اړتیا ولري.
شرما وویل، دې وضعیت مرستندویه ادارې او ښځینه کارکوونکې له ناڅرګند حالت سره مخ کړي، او ځینې وختونه هغوی نشي کولی خطر پر غاړه واخلي.
هغې زیاته کړه: "بندیزونه ډېر سخت دي، د محرم موضوع لا هم پرځای ده او تر اوسه د چارواکو له لوري کوم رسمي معافیت نه دی اعلان شوی." هغې وویل چې د دوی ډلې هم تېره اونۍ دا موضوع له چارواکو سره شریکه کړې ده.
هغې زیاتوي: "ځکه نو موږ احساس وکړ چې اړ یوو له چارواکو سره دا موضوع شریکه کړو او دا هغه وخت دی چې تاسو باید ګڼ شمېر ښځینه روغتیایي کارکوونکې ولرئ، موږ ته اجازه راکړئ چې دوی راولو او هغو سیمو کې یې ولټوو چې دوی په کې شته ".
ډاکټرې مکتا شرما وویل، هغه د ښځو په اړه سخته اندېښمنه ده چې هغوی به په راتلونکي کې وکولی شي رواني درملنه ترلاسه کړي که نه، په ځانګړي ډول هغه مېرمنې چې د خپلو نارینه خپلوانو له لاسه ورکولو وروسته یوازې
پاتې شوي او د محدودیتونو تر څنګه محرم هم نه لری.
پیر ګل چې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی زورورې زلزلې سخت ځپلی دی. دی وايي، د ده د کلي ګڼ شمېر ښځې له رواني ټکان او لوړ فشار سره مخ شوې او درملنې ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.
هغه وویل: "دلته د معاینې لپاره هېڅ ښځینه ډاکټره نشته؛ یوازې یو نارینه ډاکټر شته. "
شرما دا هم وویل چې د افغان ښځینه ډاکټرانو کمښت ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی، ځکه طالبانو نجونې له لېسو او پوهنتونونو منع کړي دي چې دا د ښځینه ډاکټرانو د راتلونکي نسل هیلې له منځه وړي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې نږدې ۱۱ زره شپږ سوه میندوارې ښځې د دغو زلزلو له امله اغېزمنې شوې دي، په داسې هېواد کې چې د اسیا په کچه په کې د میندو د مړینې کچه لوړه ده.
د شرما په وینا، د امریکا په ګډون روان کال کې مالي مرستې کمې شوې، چې له امله یې د افغانستان روغتیایي سیسټم سخت زیانمن شوی دی.
نږدې ۸۰ روغتیایي مرکزونه د مرستو د کمښت له امله تړل شوي او ۱۶ نور روغتیایي مرکزونه د زلزلې له امله ویجاړ او تړل شوي دي.