د طالبانو حکومت: 'په تذکره کې د ښځو عکس اختیاري شو'

د طالبانو حکومت د سر شمېرنی (احصایې) او معلوماتو ملی ادارې بي‌ بي سي ته تائيد کړې چې په تذکره (پېژندپاڼه) کې د ښځو د عکس شاملول له نن شنبې وروسته اختیاري کېږي.

د دې ادارې په وینا، نوی حکم پر اساس ښځې اوس هم کولای شي، که غواړي په تذکره کې خپل عکس شامل کړي.

د طالبانو د حکومت د سر شمېرنی او معلوماتو د ملی ادارې وياند محمد حليم رافع، کابل کی د بي‌بي‌سي خبريال ببرک احساس ته په دې هکله وویل، که څه هم پېژندپاڼه کی د عکس شتون اړين دی، خو په وینا یې ''په تذکره کې د انځور لګولو لپاره د معلوماتو ملي ادارې د عالیقدر امیر المومنین له مقام څخه هدایت وغوښت، او یاده مساله د امیر المومنین لخوا د وروستۍ پرېکړې لپاره دارالافتا ته راجع شوه. او دارالافتا د ۱۰۷۵ مې پرېکړې په اساس په تذکره کې د ښځینه وو انځور لګول د سخت ضرورت په اساس شرعي کړنه او اختیاري وګڼل.''

په افغانستان کې د عکس لرونکې پېژندپاڼې لرل د نورو حقوقي او هويتي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره يو اساسي شرط بلل کېږي او د موبايل د سيم‌کارت د پېرلو لپاره هم اړين دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې د ښځو له خوا په پېژندپاڼه کې د عکس نه شاملول به نور کوم حقوقي ستونزې رامنځته کړي.

د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعالانو د دې موضوع په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او دا یې پر ښځو د طالبانو حکومت یو بل محدودیت بللی.

ځینو افغانو ښځو په خواله رسنیو کې ''زما عکس زما هویت'' په نامه هشټګ سره د طالبانو د دې پرېکړې مخالفت لپاره کمپاین پیل کړی دی.

دوی خپل عکسونه په سیبمولیک ډول په برېښنانيي تذکرو کې ټومبلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د طالبانو د دې ''تبعیضي اقدام'' پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.