افغانستان ته له اماراتو د دوو افغان کورنیو د ستنولو په اړه د امریکا سنا جرګې غړې غبرګون ښودلی

د امریکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې لوړپوړې غړې سناتورې جین شاهین د هغو راپورونو په اړه يوه اعلامیه خپره کړه چې وايي، د متحده عربي اماراتو لږ تر لږه دوه افغانې کورنۍ بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنې کړې دي

د ګڼو باوري راپورونو له مخې، اماراتو د جولای له ۱۰مې بېرته ستنول پیل کړل او د مې تر ۲۰مې یې امريکايي چارواکو ته چې غواړي دا موضوع "د تل لپاره وتړي".

دا کار یوازې څو ساعته وړاندې له هغه شوی چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ښکاره په اماراتو کې د "ایسارو افغانانو د ژغورلو ژمنه وکړه".

سناتورې شاهین وویل: "هغه راپورونه چې متحده عربي اماراتو له ابوظبۍ نه د اماراتو له بشري ښاره افغانې کورنۍ بېرته د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته ستنې کړې دي، هېڅ د منلو وړ نه دي. داسې نښې شته چې ښيي دا کار له طالبانو سره په همغږۍ کې شوی.

ما له میاشتو راهیسې له دې ادارې غوښتي چې زموږ د هغو افغان متحدینو د چارو بشپړ پروسس وشي - چې ډېرو یې له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه خدمت کړی او هغوی په خوندي ډول امریکا ته راوستل شي. دا چې له خطره تښتېدلي افغانان بېرته هماغه رژيم ته سپارل کېږي، چې د هغوی ژوند یې ګواښلی و، دا زموږ له ارزښتونو او ژمنو سره ښکاره خیانت دی.

موږ ژمنه کړې وه چې له خپلو ملګرو سره به ولاړ یو. لا هم وخت شته چې ګام واخیستل شي. د ټرمپ اداره باید سملاسي د هغو افغانو لپاره د ساتنې او بیا میشتېدو امکانات برابر کړي چې لا هم په قطر، اماراتو، البانیا او پاکستان کې بند پاتې دي.

ولسمشر ټرمپ باید ژر تر ژره او پرېکنده اقدام وکړي چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو وېزو(اېس‌ای‌وي) درلودونکو او غوښتونکو پر سفر ټول بندیزونه لرې شي. دا محدودیتونه او همداراز د امریکا د کورنیو چارو وزارت هغه پرېکړه چې له مخې یې د افغانو کورنیو لپاره د لنډمهاله خوندي حیثیت لغوه کړی او هغوی ته د بېرته ستنولو ګواښ کوي، د شرم وړ دي او زموږ د ملي اصولو خلاف عمل دی. دغه خونديتوبونه باید سملاسي بېرته فعال او وغځول شي."

د جولای پر ۲۱مه،‌ رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه استول شوی لیک لیدلی چې څو ورځې وړاندې په کې ویل شوي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو افغانانو سره مرسته کوي چې په متحده عرب اماراتو کې بند پاتې دي. ویل شوي، د عرب اماراتو حکومت افغانستان ته د هغوی ستنول پيل کړي او واشنګټن ته یې د دې خبر ورکړی و.

متحده عربي امارات د امریکا نږدې متحد هېواد بلل کېږي او له افغانستانه په ۲۰۲۱ کې د امریکا له وتلو وروسته ګڼ افغانان د ابوظبۍ په یوه پنډغالي کې مېشت شول. د وخت په تېرېدو سره یې ځینې امریکا ته لاړل، یو شمېر یې کاناډا، اسټرالیا او ځینې نور یې نورو اروپايي هېوادونو ته وکوچېدل.

د امریکا ولسمشر وايي، هغه افغان کډوال به "وژغوري" چې له افغانستانه د امریکا له وتلو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي.

ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د هغو رپوټونو له خپرېدو وروسته کړې دي چې پر بنسټ یې، د متحده عربي اماراتو چارواکي غواړي هلته له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په تمه پراته افغان کډوال افغانستان ته ولېږي.

د امریکا ولسمشر داسې مهال د خپلو پخوانیو افغان متحدانو د "ژغورلو" ټټر ډبوي چې دغه هېواد ته یې د افغانانو په ګډون د کډوالو د ورتګ پر مخ سخت خنډونه ایجاد کړي.

د ده ادارې په تېره اپرېل میاشت کې په امریکا کې د زرګونو افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام هم لغوه کړ او په دغه هېواد کې یې د کډولو د بیا مېشتولو پروګرام ځنډولی.

په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان د دوو ګاونډیو پاکستان او ایران تر څنګ ځینو اروپايي هېوادونو هم هلته یو شمېر مېشت افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ویلي چې له متحده عربي اماراتو او جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه اندېښمن دی.

ده ویلي چې "افغانستان خوندي نه دی" او ګواکې بېرته ستانه شوي دغلته له "تاوتریخوالي، ځورونې او د غچ اخیستنې له لوی خطر سره مخامخ دي."