جبل الطور، د نړۍ یو سپېڅلی ځای چې په سیلانۍ سیمه بدلېږي

    • Author, يولنډ نېل
    • دنده, بي بي سي، بيت المقدس

له کلونو راهیسې لیدونکي به د یوه کوچي یا بدوي لارښود په ملتیا د سينا غره ته په دې تکل ختل چې د ډبرینو غرونو پر هسکو د لمر ختو ننداره، یا د دوي په لارښونې پلي مزلونه وکړي.

دا ځای چې د مصر له سپېڅلو ځایونو شمېرل کېږي، او د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو لپاره مقدس دی، اوس د یوې نوې سترې سیاحتي او پراختیایي پروژې د پلان له امله لانجمن شوی دی.

په سیمه‌يیزه توګه چې جبل موسی بلل کېږي، د سینا غره هغه ځای دی، چې ویل کېږي حضرت موسی علیه‌السلام ته لس فرمانونه ورکړل شوي وو. ډېر خلک په دې باور هم دي، چې دا هماغه ځای دی چې، د تورات یا بایبل او قران شریف له مخې، خدای له پېغمبر سره خبرې کړې وې.

د شپږمې پېړۍ سېنټ کرترین هغه عبادت ځای چې د یوناني ارتودوکس کلیسا لخوا اداره کېږي، هم هلته موقعیت لري، او داسې ښکاري چې راهبان به هلته پاتې کېږي ځکه چې د یونان د فشار له امله د مصر چارواکو دا رد کړې چې ګواکې غواړي دا عبادت ځای به وتړي.

خو لا هم ژورې اندېښنې شته چې دا له نړۍ جلا پاتې بېدیا، چې د یونیسکو نړیوالو میراثو لیست کې شامله ده او پکې د عیسویانو عبادت ځای، ښار او غرونه شامل دي، څنګه بدلېږي او هلته د پرمختللو هوټلونو، ویلاوو او بازارونو د جوړېدو کار روان دی.

دا سیمه د یوې دودیزې بدوي ټولنې، یعنې د جبالیه قبیلې کور هم دی. دا قبیله چې د سنېټ کترین ساتونکي بلل کېږي، له مخکې یې کورونه او سیاحتي پنډغالي ړنګ شوي، پرته له دې چې ورته تاوان ورکړل شي یا یې رضایت واخیستل شي. ان اړ شوي، چې د سیمې له هدیرې خپل مړي وباسي، څو د موټرو لپاره نوی تمځای جوړ شي.

دا ښایي، د اوږد مهالې او پراختیایي پروژې په توګه وړاندې شوې وي، چې سیاحت ته وده ورکړي خو بریتانیوی لیکوال بېن هوفلر چې یادې سیمې ته یې سفر کړی او د سینا له خلکو سره نږدې پاتې شوی وایي، دا پروژه به هم د بدوي قبیلې د خوښې خلاف پر دوی تپل شوې وي.

نوموړي بي بي سي ته په خبرو کې وویل: "دا هغه شان پرمختګ نه دی چې د جبالیې خلک یې ویني یا غوښتنه یې لري، بلکې داسې ښکاري چې له بره تپل شوې، څو د بهرنیانو ګټې خوندي شي، نه د سیمه ییزو خلکو."

هغه زیاته کړه: د یوه بدوي قوم شاوخوا چې د کوچیانو میراث لري، یو نوی ښاري نړۍ جوړېږي. دا هغه نړۍ ده چې دوی تل پرې ځان بې‌برخې ساتلی، د جوړېدو اجازه یې نه ده ورکړې، او داسې نړۍ ده چې د دوی ځای به په خپل وطن کې د تل لپاره بدل کړي.

ځایي اوسېدونکي چې نږدې ۴ زره تنو ته رسېږي، نه غواړي چې د دې بدلون په تړاو مخامخ خبرې وکړي.

تر دې دمه یونان یو له هغو هېوادونو دی، چې د مصر د یاد پلان په تړاو یې غبرګون ښودلی، ځکه چې د عیسویانو له عبادت یا خانقاه سره مذهبي او تاریخي اړیکه لري.

د اتن او قاهرې ترمنځ اندېښنې هغه مهال ژورې شوې، چې یوې مصرۍ محکمې په مې میاشت کې د یوې پرېکړې په پایله کې وویل چې سېنت کترین خانقا چې د نړۍ په کچه د عیسویانو تر ټولو زوړ عبادت ځای ګڼل کېږي. پر دولتي ځمکې ابادی دی.

له څو لسیزو راهیسې د روانې شخړې وروسته، قاضیانو پرېکړه وکړه چې خانقاه یوازې د هغې ځمکې او شاوخوا مذهبي تاریخي ځایونو د استفادې حق لري، نه د ملکیت.

د یونان د کلیسا مشر، د اتن اسق اعظم ییرونیموس دوهم، د محکمې یاده پرېکړه سملاسي وغندله.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل: د خانقاه ملکیت نیول کېږي او په زوره ترې اخیستل کېږي. دا روحاني څراغ چې د ارتودوکس مذهب او یوناني میراث نښه ده، اوس له وجودي ګواښ سره مخ دی.

په یوې کمسارې مرکه کې، د سېنټ کترین خانقاه پخواني اسقف اعظم دامیانوس یوې یوناني ورځپاڼې ته وویل چې دا پرېکړه زموږ لپاره یوه سخته ضربه ده... او شرم دی. د دې موضوع د مدیریت له امله د راهبانو ترمنځ سخت اختلاف رامنځته شوی، چې په پایله کې یې پرېکړه وکړه چې خپلې دندې پرېږدي.

د بیت المقدس یوناني ارتودوکس مذهبي مشرتابه ویلي چې، د دې سپېڅلي ځای د ساتنې واک د حضرت محمد لخوا دوی ته د یوه لیک په بڼه ورکول شوی.

په بیان کې ویل شوي چې دا بیزانټي خانقاه، چې یو کوچنی جومات هم لري او د فاطمي دورې په زمانه کې جوړ شوی، د عیسویانو او مسلمانانو ترمنځ د سولې نښه ده، او د هغې نړۍ لپاره د هیله‌مندۍ پناه ځای ګڼل کېږي چې له شخړو او ناورینونو سره مخ ده.

په داسې حال کې چې د محکمې دا لانجمنه پرېکړه لا هم پر ځای ده، د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې یونان او مصر یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه، چې د سېنټ کترین خانقاه یوناني ارتودوکس هویت او فرهنګي میراث د ساتنې ضمانت ورکوي.

د سینا غر، چې سیمه‌يیز خلک یې جبل موسی بولي، هغه ځای دی چې ویل کېږي حضرت موسی علیه‌السلام ته هلته لس فرمانونه ورکړل شوي وو.

ځانګړې ډالۍ یا 'بې تفاوته مداخله'؟

مصر په ۲۰۲۱ کال کې د سیلانیانو لپاره خپله دولتي پروژه چې د ستر بدلون پروژه نومېږي، پیل کړه. د دې پلان له مخې، هوټلې، استوګنځي سیمې، دې سیمې ته نږدې د هوایي ډګر پراخول، او جبل موسی ته د کیبلي موټرو جوړول شامل دي.

حکومت دا پراختیایي پروژه د نړۍ ټولو مذهبونو ته د مصر ډالۍ په توګه نومولې ده.

د مصر د کور جوړونې وزیر شریف الشربیني تېر کال وویل: دا پروژه به سیلانیانو ته ټول سیاحتي او تفریحي خدمات برابر کړي، د سېنټ کترین ښار او شاوخوا سیمو پراختیا ته به وده ورکړي، د سیمې طبیعي، او تاریخي ځانګړتیاوې به وساتي، او هغو کسانو ته به استوګنځایونه برابر کړي چې د سېنټ کترین اړوند پروژو کې کار کوي.

که څه هم د مالي ستونزو له امله د پروژې کار لږ تر لږه لنډمهاله درېدلی ښکاري، خو د الرفح بېدیا، چې د سېنټ کترین خانقاه مخې ته موقعیت لري، لا له مخکې بدله شوې ده. د نوو سړکونو د جوړولو کار لا هم روان دی.

ویل کېږي چې دا هماغه ځای دی چې د حضرت موسی پیروان، یعني بنی‌اسرائیل، د هغه د سینا غره پر مهال ورته منتظر وو. منتقدین وايي چې د دې سیمې ځانګړې طبیعي ځانګړتیاوې له منځه وړل کېږي.

د دې ځای د بې‌ساري نړیوال ارزښت په اړه د وضاحت پر مهال، یونسکو یادونه کړې چې، شاوخوا سخته غرنۍ منظره یې د خانقاه د یو پوره شالید جوړوي.

دغه اداره زیاتوي: د دې ځای جوړښت ښکاره کوي چې دلته قصداً هڅه شوې څو د طبیعت ښکلا او لیرې والي له یوې خوا او د انسان روحي ژمنتیا له بلې خوا سره نږدې اړیکه ټینګه شي، دا سیمه د خپلې طبیعي ښکلا او غرنیو مناظرو له کبله مشهوره ده.

په ۲۰۲۳ کال کې، یونسکو خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې او له مصر یې غوښتنه کړې وه چې پرمختیایي پروژې ودرول شي، د هغې اغېز وڅېړل شي او د ساتنې پلان جوړ کړي. خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

په جولای کې، د نړیوال ميراث څار په نامه یوې ډلې پر یونېسکو غږ وکړ چې د سېنټ کترین سیمه له ګواښ سره مخ نړيوالو میراثي ځایونو په لیست کې شامله کړي.

فعالانو همدارنګه د سېنټ کترین بنسټ له چارسمبالي پاچا چارلس نه غوښتنه کړې چې دغه بنسټ د خانقاه د میراث د ساتنې او د هغې د قیمتي عیسوي خطي نسخو د څېړلو لپاره مرستې راټولې کړي. پاچا دغه ځای یوه ستره روحي خزانه بللې چې باید د راتلونکو نسلونو لپاره وساتل شي.

دا لویه پروژه په مصر کې لومړۍ هغه نه ده چې د هېواد د ځانګړي تاریخ د نه درناوي له امله نیوکې ورباندې کېږي. خو حکومت دا ډول سترې پروژې د اقتصادي ستونزو د حل اړینې لارې ګڼي.

د مصر د ګرځندوی برخې پخوا وده کړې وه، خو لومړی د کورونا وبا وځپله او وروسته د غزې جګړې او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ د نوې څپې له امله کمزورې شوه. اوس حکومت غواړي، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې ۳۰ میلیونه سیلانیان راجلب کړي.

تر ننه چې په سینا حکومتونه تېر شوي، تر مشرۍ یې، سوداګریز پرمختګ برخه کې د سیمه ییزو بدوي خلکو سره مشورې نه دي شوي.

دغه ټاپو وزمه په ۱۹۶۷ جګړه کې د اسرائیلو لاس ته ورغله او وروسته د ۱۹۷۹ سولې تړون له مخې مصر ته وسپارل شوه. له هغه وخته بدوي خلک شکایت لري چې د دویمې درجې وګړي ګڼل کېږي.

د مصر د سور سمندر مشهورې ګرځندویي سیمې، لکه شرم‌الشیخ، جوړولو چارې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د جنوبي سینا په سیمه کې پیل شول. ډېر خلک دا د سېنټ کترین په سیمه کې روانو بدلونونو سره ورته ګڼي.

مصري خبریال مهند صبري وايي: بیدويان د سیمې خلک وو، دوی لارښودي، کارګر او د کورونو کرايه ورکوونکي وو خو کله چې صنعتي ګرځندوي راغله، هغوی له کاروباره وشړل شول، نه یوازې له کوره، بلکې له سمندر غاړې هم شاته وتمبول شول.

تمه ده چې د سېنټ کترین په نوې پروژه کې هم لکه د سره سمندر ښارونو په څېر، کارکوونکي له نورو سیمو راوستل شي خو حکومت وايي چې د بیدويانو د اوسېدو سیمې یې هم پرمختګ کړي دي.

د سېنټ کترین خانقاه په تېرو یو نیم زر کلونو کې له ډېرو ستونزو او بدلونونو سره مخ شوې، خو کله چې د دې ځای تر ټولو زوړ راهب لومړی هلته مېشت شو، دا لا هم یو لیرې او ارام پناه ځای و.

دا حالت هغه وخت بدل شو کله چې د سور سمندر سیاحتي ځایونو پراختیا پیل شوه، او د ډېرې ګڼه‌ګوڼې په وختونو کې زرګونه زیارت کوونکي د ورځې سفرونو لپاره دې سیمې ته راغلل.

په وروستیو کلونو کې، ګڼې ډلې خلک لیدل شوي چې د سوځېدلي بوټي پاتې شونو تر څنګ تېرېږي، یا هغه موزیم ته ورځي چې د کوډېکس سینایټيکوس پاڼې نندارې ته وړاندې کوي — دا د نوي عهدنامې تر ټولو زوړ، نږدې بشپړ، لاس‌لیک شوی نسخه ده چې تر اوسه پاتې ده.

اوس، که څه هم خانقاه او د دې ځای ژوره مذهبي مانا به پر خپل ځای پاتې وي، خو شاوخوا سیمه او د پېړیو راهیسې روان ژوند‌ بڼه داسې ښکاري چې نه بدلېدونکي بدلون ته روانه ده.