"لبنان کې د اسرائيلو بريدونو يو ميليون خلک بېځايه کړي"

په لبنان کې د حزب الله د غړو د مخابراتي وسيلو او پېجرونو له چاودنو نژدې يوه اوونۍ وروسته د لبنان لومړی وزير نجيب ميقاتي وايي، د اسرائيلو د بريدونو له وېرې له سرحدي سیمو نژدې يو ميلیون لبنانيان بېځايه شوي او د پلازمېنې بېروت په ګډون د هېواد نورو سيمو ته کوچېدلي دي.

ښاغلي ميقاتي د يکشنبې په ورځ (۲۹ سپټمبر) دا د خپل هېواد په تاریخ کې د وګړو "تر ټولو لویه بېځايه" کېدنه وبلله.

په همدې مهال د لبنان د روغتيا وزارت د يکشبنې په ورځ د اسرائيلو په هوايي بريدونو کې د ۵۰ نورو کسانو وژل کېدل تائيد کړي دي.

بل پلو اسرائيل وايي د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د تېرې ورځې بريدونو کې د حزب الله ډلې ۱۲۰ موخې په نښه شوې دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې تازه بریدونو په اړه ویلي د حزب الله مشرتابه په سیستماتیک ډول د دوی تر بریدونو لاندې دی. ده وویل دا جګړه یې ګټلې ده او په سیمه کې د ځواکونو د توازن بدلون د اسرائیل لپاره سیمه کې نوي ملګري پیدا کوي.

په همدې مهال يکشنې خبر ورکړل شو چې د حسن نصرالله مړی په بيروت کې د جمعې ورځ هوايي بريد د سيمې له کنډوالو رايستل شوی دی، له دې خبر سره حزب الله د اسرائيلو پر لور څو راکټونه توغولي دي.

د يکشنبې په ورځ بله مهمه پېښه په يمن کې د حوثي ياغيانو تر ولکې لاندې پر تاسيساتو د اسرائيلو بريدونه وو. حوثي ياغيان چې د ایران له ملاتړه برخمن دي وايي، په یمن کې د اسرائيلو هوايي بريدونو کې څلور تنه وژل شوي او ۳۳ تنه نور ټپيان دي.

د دغو بريدونو په ترڅ کې د يمن په لوېديځ کې د حديده بندر کې ځينې موخې په نښه شوې دي. په خپرو شويو ويډيوګانو او عکسونه کې د اور لمبې او لوخړې ترسترګو کېږي.

اسرائيل وايي دا بريدونه يې د حوثي ياغيانو د وروستيو بريدونو په ځواب کې کړي او وايي له دې لارې د سيمې نورو هېوادونو ته د ايران وسلې لېږدول کېږي.

د اسرائيلو دفاع وزیر یواف ګالانټ له برید وروسته ویلي پر حوثي ډلې بریدونه یې د قوماندۍ له خونې له نژدې څارلي دي. ده ویلي پيغام یې واضح دی او هغه دا چې هېڅ ځای د دوی لپاره لرې نه دی.

له دې بریدونو وړاندې د اسرائيلو پوځ ویلي وو هغه ډرون یې شنډ کړی چې د سره سمندرګې له لوري د اسرائیلو پر لور روان و.

حوثي ياغيانو بيا په يوه بيان کې د اسرائيلو هوايي بريدونه "ظالمانه تېری بللی" او د ځواب ورکولو ګواښ يې کړی دی.