حزب‌الله "نوی او پرمختللی پړاو" اعلان کړ، اسرائیلو لبنان کې د خپلو نورو سرتېرو وژل کېدل منلي

د جمعې په ورځ، حزب‌الله د اسرائیلو پر وړاندې څلور عملیات وکړل، چې د "دوښمنو پوځیانو پر راغونډېدو" او اسرائیلي ښارګوټي یې د توغندیو او توپونو ویشتل پکې وو.

د جمعې په ورځ، د اسرائیل کور فرنټ وویل چې په عکا او جلیل په نورو سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي.

حزب‌الله د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په پای کې د ځمکنیو یرغلونو د پیل له اعلانولو راهیسې د لبنان په سوېل کې هېڅ یو کلی "په بشپړ ډول نه دی نیولی".

د لبنان حزب‌الله د پنجشنبې په شپه اعلان وکړ چې "مقاومت د دوښمن پر وړاندې نوي او پرمختللي پړاو ته رسېدلی دی" او دغه ګوند زیاته کړه، "راتلونکې ورځې به د نوي پړاو په اړه جزییات ورکړي."

په لبنان کې د اسلامي مقاومت د عملیاتو د خونې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دوی جنګیالي د دوو بې پیلوټه الوتکو په ویشتلو سربېره ۲۰ مرکاوا ټانګونه، ۴ پوځي بلدوزرونه، یو زغره وال موټر او د عسکرو یوه بار وړونکې بېړۍ په ویجاړولو بریالي شوي دي.

د بیان په وینا، حزب‌الله د "دوښمن" نژدې ۵۵ تنه وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

اسرائیل: غزه او لبنان کې عملیات دوام لري

د اسرائیلو پوځ یوې تازه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په غزه او لبنان کې د "ترهګرو بنسټونو" پر وړاندې عملیات دوام لري.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د غزې په شمال جبالیا سیمه کې د تېرې شپې په عملیاتو کې بله جګړه‌ییزه ډله هم وراضافه شوې ده.

د اسرائیلو پوځ زیاته کړې، چې په سیمه کې د دوی ځواکونو او الوتکو په خپلو بریدونو کې په "لسګونو ترهګر" د تېرې ورځې په اوږدو کې وژلي دي.

له دې مخکې اسرائیلو اعلان کړی و، چې د حماس مشر یحیی سنوار یې وژلی دی.

اسرائیلي پوځیان له یوه کال زیاته موده د حماس د مشر په لټون بوخت وو.

۶۱ کلن یحیی سنوار د اکتوبر د اومې بریدونو له سازمانولو وروسته په غزه کې تری تم شوی و.

د هغه مړینه حماس لپاره سخت ګوزار ګڼل کېږي. هغه سازمان چې نوموړي پر یوه داسې جنګي ځواک بدل کړ چې د اسرائیل دولت ته یې د خپل تاریخ کې تر ټولو ستره ماتې ورکړه.

ویل کېدل به چې هغه ډېر وخت غزه کې تر ځمکې لاندې کېندل شویو تونلونو کې تېر کړی،؛ د ساتونکو یو بشپړ ځواک ورسره و او له اسرائيل یرغمل کړي‌ کسان یې هم د انساني ډال په توګه له ځانه چاپېر کړي وو.

خو د اسرائیلو د پوځ له لوري په خپرو شویو انځورونو کې چې ادعا کېږي له وژل کېدا وروسته د یحیی سنوار دي، لیدل کېږي چې هغه له ځان سره ګرنېټ هم ګرځول او په عربي نړۍ کې پر خواله رسنیو ګڼو ویلي چې ښايي له اسرائیلو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی وي.

خو اوس داسې برېښي، چې هغه د غزې سوېل کې پر ګزمه له بوختو اسرائيلي ځواکونو سره په تصادفي تقابل کې وژل شوی.

نه یې چندان ساتونکي درلودل،‌ نه هم یرغمل شوي کسان ورسره وو.‌

د اسرائیلو په تازه خبر پاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د دوی پوځیانو د لبنان په سوېل کې "د وسلو موندلو او شنډول کولو" چارو ته دوام ورکوي.

اسرائیلي رسنۍ وايي، چې نن سهار له لبنان څخه د اسرائیلو پر شمالي برخې او د حیفا پر ښار ۱۵ توغندي توغول شوي دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د خطر زنګ په عکا او شاوخوا سیمو کې غږول شوی دی.

د اسرائیلو د پوځ په خبره، د توغول شویو توغندیو له ډلې یو شمېر یې شنډ کړلی شوي، خو ځینې یې په دې هېواد کې لګېدلي‌ دي.

د دغو توغنديو د لګېدو له امله د اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی، چې هوايي ځواک یې یوه بې‌پیلوټه الوتکه د شپې له خوا په سواحلو کې رانسکوره کړې ده.

تېره ورځ‌ (اکتوبر ۱۷مه ) لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د دغه هېواد سوېل کې د نبطیه ښار د ښاروالۍ پر ودانۍ د اسرائیل هوايي بریدونه غندلي، چې ښاروال او ۱۵ نور کسان پکې وژل شوي دي.