بریتانیا د انساني قاچاق مخنیوي لپاره لسګونه ميليونه ډالر ځانګړي کړي

د بريتانيا د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد په انګریز تنګي کې د ناقانونه انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د ۱۳۰ میلیونه ډالرو (۱۰۰ میلیون پونډو) اضافي بودیجه اعلان کړې ده.

دا پیسې به د یاد هېواد د ملي جرمونو ادارې د ۳۰۰ اضافي افسرانو او همدارنګه د نوې ټېکنالوژۍ او وسایلو لپاره ورکړل شي.

د روان کال جولای تر پایه له ۲۵ زره ډېر خلک له فرانسې بریتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې راوښتي دي او د کال په دې موده کې یې ریکارډ جوړ کړی.

د بریتانیا کورنیو چارو وزیره یویټ کوپر وايي، دا ګام به پولیسو ته دا زمينه برابره کړي، چې "د انساني قاچاق ډلې وڅاري او د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي." خو د بریتانیا محافظه کار ګوند دا ګام د خبري "سر ټکو هڅه بولې." چې په وینا یې هېڅ ریښتیني بدلون به را منځته نه کړي."

که څه هم د بریتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر هڅه کړې، د محافظه کار ګوند پخواني مشر ریشي سونک په څېر د "کښتيو مخنیوي" ځانګړې ژمنه و نه کړي، خو د هغه سلاکاران پوهېږي، د هغه دا ژمنه، چې "د انساني قاچاق ډلې به له منځه وړي" يو وخت پايله ولري.

بریتانیا هڅه کوي، د انساني قاچاق اړوند ځینې څرګندې ستونزې حل کړي. دوی ژمنه کوي، تر راتلونکو عمومي ټاکنو مخکې به د پناه غوښتونکو لپاره ټول هوټلونه وتړي او د هغو پناه غوښتونکو لپاره، چې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د اپیل یا بیا غوره غوښتنې بهیر هم ګړندی کړي.

بریتانیا به د روانې اوونۍ په وروستیو کې له فرانسې سره د "یو دننه او یو بهر" په نوم هوکړه هم لاسلیک کړي، چې موخه یې له انګریز تنګي تېرېدو د کډوالو مخنیوی دی.

د دغې هوکړې له مخې، بریتانیا ته ځینې راغلي پناه غوښتونکي به بېرته فرانسې ته واستول شي او په بدل کې به یې بریتانیا له فرانسې مساوي شمېر پر شرایطو برابر پناه غوښتونکي ومني.

د بي‌بي‌سي په سهارنۍ خپرونه کې، د پولو امنیت او پناه غوښتنې چارو وزیرې انګیلا ایګل وویل، دا لا مالومه نه ده، چې څومره پناه غوښتونکي به فرانسې ته بېرته ستانه کړل شي.

د بریتاینا کورنیو چارو وزارت په وینا، د نوو ۱۰۰ میلیونو پونډو په واسطه به په پولو کې امنیت ټینګ شي او د قاچاق وړونکو د نیولو په برخه کې به څېړنې لا ښې شي. وزارت هیله لري، چې په ټوله اروپا، منځني ختیځ، افریقا او نورو ځایونو کې به هم د دغو پیسو په مټ عملیات وشي.

کوپر وویل، قاچاقي ډلې "د خپلو تاکتیکونو د عملي کولو او ډېري ګټې په موخه، پرته له دې چې د نورو ژوند په اړه فکر وکړي، ډېر خطرناکه کارونه کوي."

په بریتانیا کې د ملي جرمونو ادارې د عملیاتو عمومي مشر روب جونز وايي، اداره یې د انساني قاچاقي شبکو اړوند پر ۹۱ قضیو پلټنې روانې کړي، چې په وینا یې پایلې به یې پر بریتاینا ډېري جوتې وي.

د کورنیو چارو وزارت لپاره د مخالف ګوند نوماند کریس فیلپ د کارګر ګوند تورن کړ، چې د غیرقانوني کډوالو مخنیوي لپاره "هېڅ جدي پلان نلري."ښاغلی فیلپ وايي: "د بریتانیا خلک د ریښتیني عمل مستحق دي، نه خالي شعارونه."

د ډیلي اېکسپرېس ورځپاڼې لیکلي، د ریفورم بریتانیا ګوند مشر نایجل فراج په دې باور دي، چې د کارګر ګوند هڅه کوي، "یوازې د مالیه ور کوونکو پیسې د غیرقانوني کډوالۍ د بحران حل لپاره بېلې کړي او هیله لري، په دې سره به هر څه ګل و ګلزار شي."

هغه زیاته کړه: "دا نور ۱۰۰ میلیون پونډو به یوه ستنه هم له ځایه و نه خوځوي، یانې دا به د کښتیو یا قاچاقي ډلو مخه و نه نیسي."

کارګر او پخوانیو محافظه کارو حکومتونو د هغو خلکو د شمېر کمولو لپاره مبارزه وکړه چې په غیرقانوني ډول په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته راځي.

محافظه کارانو روانډا ته د راغلو پناه غوښتونکو د لېږلو پلان وړاندې کړ، خو د قانوني ننګونو له امله وځنډول شو او عمومي ټاکنې تر سره شوې.