په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ لس شتمنې کورنۍ کومې دي؟

بن سلمان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د آل سعود کورنۍ د شتمنیو یوه مهمه برخه کنټرولوي او د دې کورنۍ د اقتصادي ځواک په مرکزي کولو کې مهم رول لوبوي.

په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د شتمنو کورنیو شتمنۍ نه یوازې کمې شوې نه دي بلکې د مالي بازارونو د ودې، د ونډو د بیو د لوړوالي او د صنعتي او ټېکنالوژیکو فعالیتونو د پراخېدو له امله یوې بې‌سارې کچې ته رسېدلې دي.

د بلومبرګ د راپور له مخې د نړۍ د ۲۵ شتمنو کورنیو ټولیزه شتمني نژدې ‎۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېږي چې لویه برخه یې د دې نوملړ د لسو مخکښو کورنیو په واک کې ده.

هغه څه چې دا کورنۍ له نورو بېلوي یوازې د شتمنۍ اندازه نه ده، بلکې د اقتصادي ځواک سیاسي نفوذ د مهمو بنسټونو مالکیت او د شتمنۍ څو نسلي دوام ترمنځ ژوره اړیکه ده. دلته د ۲۰۲۵ کال د نړۍ لس شتمنې کورنۍ او د هغوی د اقتصادي ځواک اصلي سرچینې د هغه لېست پر بنسټ معرفي کېږي چې بلومبرګ چمتو کړی دی.

۱. د والټن کورنۍ – امریکا

الیس والټن، د والمارټ بنسټ ایښودونکي سام والټن لور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الیس والټن، د والمارټ بنسټ اېښودونکي سام والټن لور

د والټن کورنۍ چې د وال‌مارټ شرکت بنسټګر دي د ۵۱۳.۴ میلیارد ډالرو شتمنۍ په لرلو سره د نړۍ د شتمنو کورنیو د لېست په سر کې ځای لري. وال‌مارټ د عوایدو له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی پرچون‌پلورونکی شرکت دی او په وروستي مالي کال کې یې له ۶۸۰ میلیاردو ډالرو ډېر پلور درلود.

دا شرکت په ټوله نړۍ کې له ۱۰ زره او ۷۵۰ ډېر پلورنځي لري او د پراخ انلاین پلور له شبکې سره هره اوونۍ نژدې ۲۷۰ میلیونه پېرېدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي. د والټن کورنۍ شاوخوا ۴۴ سلنه د وال‌مارټ ونډې په واک کې لري او همدا ونډه د دوی د شتمنۍ اصلي ستن بلل کېږي.

دا شتمني له هغه وخته تر اوسه د درې نسلونو ترمنځ لېږدول شوې چې سم والټن په ۱۹۵۰ لسیزه کې په ارکنساس ایالت کې خپل کاروبار پیل کړ. سره له دې چې راب والټن په ۲۰۲۴ کال کې د شرکت د مدیره پلاوي غړیتوب پرېښود، د شرکت پر عمومي تګلارو د دې کورنۍ نفوذ لا هم پر ځای پاتې دی.

۲. د آل نهیان کورنۍ - متحده عربي امارات

شیخ محمد بن زاید آل نهیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شیخ محمد بن زاید آل نهیان د ابوظبۍ واکمن او د متحده عربي اماراتو ولسمشر دی.

د آل نهیان کورنۍ چې د ابوظبۍ واکمنان دي له نژدې ۳۳۶ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره د نړۍ دویمه شتمنه کورنۍ بلل کېږي. د دې شتمنۍ اصلي سرچینه د ابوظبۍ د نفتو او ګازو سترې زېرمې او د اماراتو پر سیاسي او اقتصادي جوړښت د دې کورنۍ اوږدمهاله واک دی.

شیخ محمد بن زاید آل نهیان چې د اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ واکمن دی او د هغه د کورنۍ نور غړي په یو وخت کې په دولتي منصبونو او اقتصادي فعالیتونو کې حضور لري. همدې مسئلې د دوی د دولتي او شخصي شتمنیو ترمنځ پوله تر ډېره کمرنګه کړې ده.

د ملي امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید مهم رول چې د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټیکنالوژۍ په څېر برخو کې د سترو پانګونو مدیریت کوي د دې کورنۍ د شتمنۍ په لا زیاتېدو کې اغېزناک تمام شوی دی. له دې کورنۍ سره تړلې پانګې نړیوال نفوذ له منځني ختیځ څخه تر وال‌سټریټ پورې ورځ تر بلې پراخېږي.

۳. د آل سعود کورنۍ - سعودي عربستان

بن سلمان، د نړۍ ترټولو شتمن کس اېلاون مسک سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بن سلمان، د نړۍ ترټولو شتمن کس اېلاون مسک سره

د آل سعود شاهي کورنۍ له ۲۱۳.۶ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره د نړۍ درېیمه شتمنه کورنۍ ګڼل کېږي. د دې کورنۍ شتمني د تېر کال پرتله ۷۳ میلیارد ډالر زیاته شوې او په دې لېست کې یې درې درجې لوړ مقام خپل کړی. د دې شتمنۍ رېښه د سعودي عربستان په سترو نفتي زېرمو او د دې هېواد په جوړېدو او اداره کې د آل سعود د کورنۍ په تاریخي رول کې ده.

ارزونې یوازې د دې کورنۍ د یوې برخې شتمني په پام کې نیسي او د آل سعود د شاوخوا ۱۵ زره غړو پراخې شبکې اصلي شتمني ښايي تر دې ډېره لوړه وي. د دې کورنۍ ډېری غړي د دولتي قراردادونو د ځمکو د معاملاتو او له "ارامکو" په څېر شرکتونو سره تړلو سوداګریزو فعالیتونو له لارې شتمن شوي دي.

د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق چې نژدې یو ټریلیون ډالر شتمني لري د دې هېواد د اقتصادي ځواک مهمه وسیله بلل کېږي. محمد بن سلمان چې د سعودي ولیعهد دی او په اصل کې د هېواد واکمن دی، د آل سعود د شتمنۍ د پام وړ برخې کنټرول لري او د اقتصادي ځواک د متمرکز کولو کې بنسټیز رول لوبوي.

۴. د آل ثاني کورنۍ - قطر

شیخ تمیم بن حمد آل ثانی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني

د آل ثاني کورنۍ چې د قطر واکمنان دي له ۱۹۹.۵ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره په څلورم مقام کې ځای لري او د تېر کال پرتله یوه درجه ښکته شوې ده. د دې کورنۍ واکمني له نولسمې پېړۍ راهیسې پیل شوې او د جیوپولیټیک بدلونونو، کودتاوو او بهرنیو فشارونو سره سره دوام لري.

د شلمې پېړۍ په ۱۹۴۰ لسیزه کې د نفتو موندنه او د سمندري طبیعي ګازو د سترو ډګرونو استخراج قطر او د هغه واکمنه کورنۍ د نړۍ له تر ټولو شتمنو لوبغاړو وګرځوله.

د آل ثاني د کورنۍ غړي د قطر د کورني اقتصاد لویه برخه خپل واک کې لري او په ورته وخت کې له هېواده بهر هم د لوکسو شتمنیو مالکین دي؛ له لندن کې د ملکیتونو نیولې تر شخصي بانکونو او د فېشن د نړیوالو برانډونو پورې. که څه هم د دې کورنۍ د غړو شمېر ډېر دی خو اصلي واک د کورنۍ د څو محدودو څانګو په لاس کې متمرکز دی.

۵. د هرمس کورنۍ - فرانسه

 اکسل دوما

د عکس سرچینه، Ludovic MARIN / AFP via Getty Images

د عکس تشریح، هرمیس په نړۍ کې یو له لویو فیشن شرکتونو څخه دی او اکسل ډوماس یې اجراییوي مشر دی.

د هرمس کورنۍ چې د فرانسوي لوکس برانډ "هرمس" مالکیت لري له نژدې ۱۸۴.۵ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره د نړۍ پنځمه شتمنه کورنۍ بلل کېږي. دا لوکس برانډ چې په ځانګړي ډول د "برکین" کڅوړو له امله مشهور دی د محدود تولید لوړ کیفیت او ډېرو لوړو بیو له کبله د فېشن په صنعت کې ځانګړی مقام لري.

د دې کورنۍ له شپږو نسلونو تر ۱۰۰ زیات غړي په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د شرکت ونډه‌وال دي او ځینې لکه اکسل دوما او پی‌یر الکسي دوما د مدیریت مهمې دندې پر غاړه لري. د لوکسو توکو پر زیاتېدونکې غوښتنې او پر شرکت د کورنۍ د کنټرول ساتلو د هرمس د ونډو ارزښت په پرله‌پسې ډول لوړ کړی دی.

دې کورنۍ د برنار ارنو له هڅو سره چې د لويي ویتون او دیور د مالک ګروپ رئیس دی د هرمس د نیولو لپاره یې په ټینګه مقابله وکړه، خپلواکي یې وساتله او د لوکس صنعت په سر کې یې خپل ځای لا پیاوړی کړ.

۶. د کوک کورنۍ - امریکا

چارلز کوک

د عکس سرچینه، Patrick T. Fallon for The Washington Post via Getty Images

د عکس تشریح، چارلس کوک د نړۍ د شتمنو خلکو په لیست کې ۲۲م ځای لري.

د کوک کورنۍ له ۱۵۰.۵ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره په شپږم مقام کې ځای لري. د دې کورنۍ اقتصادي امپراتوري له یوه نفتي شرکت څخه پیل شوه او نن ورځ د شاوخوا ۱۲۵ میلیاردو ډالرو کلني عوایدو لرونکی یو متنوع صنعتي ګروپ ګرځېدلی دی.

دا ډله په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي؛ له انرژۍ او کیمیاوي موادو څخه نیولې تر مصرفي توکو او خدماتو پورې. د ۱۹۸۰ لسیزې کورنۍ شخړې د دې لامل شوې چې ځینې وروڼه له کاروباره ووځي خو چارلز او ډیوېډ کوک د شرکت د پراختیا لاره تعقیب کړه.

دا کورنۍ د خپل پانګونې دفتر له لارې په مالي او ورزشي شتمنیو کې هم پانګونه کړې ده چې پکې د امریکا د ملي فوټبال لیګ د یوه ټیم ونډه هم شامله ده. په امریکا کې د کوک کورنۍ سیاسي او اقتصادي نفوذ لا هم د پام وړ دی.

۷. د مارس کورنۍ – امریکا

ژاکلین مارس

د عکس سرچینه، Aurora Rose/Patrick McMullan via Getty Images

د عکس تشریح، جاکلین مارس (منځ کې) د مارس کورنۍ یوه له اصلي شخصیتونو څخه ده.

د مارس کورنۍ له نژدې ۱۴۳ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره د نړۍ اوومه شتمنه کورنۍ بلل کېږي. دا کورنۍ د "مارس" شرکت مالکیت لري چې د "اېم اېنډ اېمز"، "سنېکرز" او "میلکي‌وې" په څېر مشهور چاکلېټي برانډونه تولیدوي.

خو د شرکت له نیمايي څخه زیات عاید اوس د کورنیو حیواناتو د خوړو له برخې ترلاسه کېږي. په ۲۰۲۵ کال کې د "کلانوا" شرکت پېرود د خوړو په صنعت کې د مارس دریځ لا پیاوړی کړ.

دا شرکت لا هم خصوصي دی او بشپړ مالکیت یې د کورنۍ په لاس کې دی او هر کال د پام وړ ګټه د غړو ترمنځ وېشي. د کورنۍ د کنټرول دوام او پر باثباته مصرفي بازارونو تمرکز د وروستیو لسیزو په اوږدو کې د دې کورنۍ د شتمنۍ د ودې له مهمو لاملونو څخه دي.

۸. د امباني کورنۍ -هند

انانت امباني او موکش امباني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د موکېش امباني د زوی اننت امباني شاندار واده په ټوله نړۍ کې سرټکي جوړ کړل

د امباني کورنۍ له ۱۰۵.۶ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره د هند تر ټولو شتمنه کورنۍ او د نړۍ اتمه شتمنه کورنۍ ده. دیروبهائي امباني په ۱۹۶۰ لسیزه کې د "ریلاینس اندسټریز" صنعتي امپراتوري بنسټ کېښود چې تر ده وروسته یې زوی موکېش امباني لا پراخه کړه.

دا صنعتي ګروپ د نړۍ تر ټولو لوی د نفتو د تصفیې مجتمع مالک دی او د انرژۍ مخابراتو او پرچون پلور په برخو کې بنسټیز رول لري. د دې کورنۍ خورا شاندار ژوندانه په ځانګړي ډول په ممبۍ کې د موکېش امباني ۲۷ پوړیزه ماڼۍ نړیوال پام ځان ته اړولی دی.

د کورنۍ د زوی د واده په مراسمو کې د نړۍ د مشهورو څېرو ګډون د دې کورنۍ د اقتصادي شتمنۍ او ټولنیز نفوذ ترمنځ د پیاوړې اړیکې نښه بلل کېږي.

۹. د ویرتیمر کورنۍ - فرانسه

الن او ژرار ورتیمر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الین او ګیرارډ ویرتهایمر شتمني د فیشن برانډ چینل مالکیت او چلولو څخه راځي.

د ویرتیمر کورنۍ چې د "شنل" برانډ مالکین دي له نژدې ۸۵.۶ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره په نهم مقام کې ځای لري. دا شتمني د دې کورنۍ د نیکه په ۱۹۲۰ لسیزه کې په کوکو شنل پانګونې کولو سره پیل شوې ده.

نن ورځ شنل د نړۍ له پېژندل شویو لوکس برانډونو څخه ده، که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې یې ګټه کمه شوې ده. الن او ژرار، د ویرتیمر وروڼه، د شرکت بشپړ مالکیت لري او په فېشن، کرنې او هنر کې یې متنوعې پانګونې کړي دي. د دوی کورنۍ پانګونې دفتر په نوښتګر شرکتونو او نوي راټوکېدونکو لوکس برانډونو کې هم ونډې لري.

۱۰. د ټامسن کورنۍ - کاناډا

ډېوېډ تامسن، د تامسن رویټرز مشر

د عکس سرچینه، Norm Betts/Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، ډېوېډ ټامسن، د ټامسن رویټرز مشر

د ټامسن کورنۍ له ۸۲.۱ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره د نړۍ د شتمنو کورنیو په لېست کې په لسم مقام کې ځای لري. د دې شتمنۍ بنسټ د ۱۹۳۰ لسیزې ته رسېږي کله چې روی ټامسن د یوې راډیو سټېشن په پیرودلو سره د کورنۍ رسنیزې فعالیتونه پیل کړل.

نن ورځ د ټامسن کورنۍ شاوخوا ۷۰ سلنه د ټامسن رویټرز شرکت ونډې لري؛ یو شرکت چې د رویټرز خبري اژانس مالکیت لري او د نړۍ د مالي معلوماتو او مسلکي خدماتو له لویو چمتو کوونکو دی.

دا کورنۍ د رسنیو ترڅنګ په هنر او کلتور کې هم ونډه لري او د کاناډا له تر ټولو لویو شخصي هنري ټولګیو یوه یې ملي موزیم ته اهدا کړې ده. د کورنۍ د مالکیت دوام او پر معلوماتو او ډیټا تمرکز د دوی د پایدار شتمنۍ اساس جوړ کړی دی.