تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تورخم کې د وروستیو شخړو له امله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې
تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو حکومت او د پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم په وقفهيي ډول دوام لري.
دغلته په وروستیو نښتو کې د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي.
ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کولتور ریاست یوه چارواکي ویلي، چارشنبه د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه ځايي خبریالان هم ټپیان شوي.
د دغه ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي دغه خبریالان سیمې ته د خبري پوښښ لپاره تللي وو.
په سیمه کې لا هم وضعیت ترینګلی دی.
چارواکو ویلي د تاوتریخوالي له امله ګڼو کورنیو خپل کورنه پرېښي او خوندي سیمو ته کډه شوي.
رویټرز خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي له خولې لیکلي، چې پر ډېورنډ کرښه تورخم ته نږدې ۱۵۰۰۰ کسان د تېرو دوو [دوشنبې او سېشنبې] شپو د شخړو له امله کور پرېښودو ته اړ شوي او خیبر دره کې لنډي کوتل سیمې ته کوچېدلي دي.
یوه بل پاکستاني چارواکي چې د نوم نه خپرېدو غوښتنه یې کړې، اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي "د دوشنبې شپې ډزو او نښتو خلکو کې پراخه وېره خپره کړې ده. دغو نښتو کې سپکې او درنې وسلې کارول کېدې."
دغو نښتو کې پاکستاني اړخ ته یوازې د درېیو سرتېرو د ټپي کېدو رپوټ ورکړل شوی او ویل شوي چې ولسي خلکو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
خو د لارې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته ګڼ کسان ایسار دي چې ناروغان، ښځې، ماشومان او د زاړه منګ خلک هم په کې دي.
له دوی ځینو بيبيسي ته ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې د لارې پرانیستل کېدو ته په تمه دي او دا چې له ډېرو سره د خرڅ پیسې په خلاصېدو دي. په ځینو سیمو کې د اوبو او خوړو د کمښت هم ویل شوي.
د یادونې ده چې تورخم دروازه د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې تړلې ده.
د طالبانو حکومت ویلي، دا لار د پاکستاني اړخ له لوري تړل شوې او لانجه کرښې ته څېرمه د افغان پوله ساتو له لوري د یوې امنیتي پوستې له جوړېدو سره د پاکستاني ځواکونو له مخالفته پیل شوې.
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، له ډيپلوماټیکو لارو د شخړې حل لپاره کار کوي.
هغه دوشنبه بيبيسي ته ویلي و چې پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې یو طالب سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.