څېړنه: ماشومانو ته د ممپليو مربا ورکول یې حساسیت ۷۷ سلنه کمولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
پوهانو ویلي، هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې د ۴ او ۶ میاشتو ترمنځ وي، د ممپلیو د مربا ورکول ښايي د حساسیت په کمولو کې مرسته وکړي.
پوهانو ویلي، د حکومت هغه سپارښتنه چې وايي ماشومانو ته تر شپږ میاشتو پورې کلک خواړه مه ورکوئ، بدلون ته اړتیا لري.
کارپوهانو خبرداری ورکړی چې وچه مېوه، ممپلي د زندۍ کېدو خطر هم ډېروي او تر پنځو کلونو ټیټو ماشومانو ته باید ور نه کړل شي.
په بریتانیا کې د روغتیا ملي ادارې سپارښتنې ښيي د ماشوم له شپږ میاشتني عمر وروسته هغه ته ممپلي (میده شوي یا مربا شوي) ورکول کېدای شي.
که لاندې شرطونه پوره شي، نو ماشوم کلکو خواړو ته چمتو دی:
ماشوم په درېدو کې ثابت پاتې شي او سر یې ثابت او نېک پاتې شي.
ماشوم پر خپلو سترګو، لاسونو او خولې کنټرول ولري او خپلو خوړو ته سم وکتلی شي، را وا یې خیستلی شي او خپلې خولې ته یې یووړلی شي.
د تو کولو پر ځای خواړه تېر کړای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د خوړو پر وړاندې ولې حساسیت پیدا کېږي؟
په بریتانیا کې له هرو ۵۰ ماشومانو یو یې له ممپلیو سره حساسیت لري.
د خواړو پر وړاندې حساسیت د هغه باور زیږنده دی چې ګنې د مصونیت سیستم ته غیر ضرري څیز خطر پېښولی شي.
د ممپليو حساسیت تر دې کچې ډېر دی چې ځینو ښوونځیو بندیز پرې لګولی دی.
ځینې اوږدمهالې سپارښتنې شته چې وايي هغه خواړه مه خورئ چې د ماشومانو لومړني عمر کې د حساسیت لامل ګرځي او له کورنیو غوښتل شوي چې تر درې کلنۍ پورې له ممپلیو خوړلو ډډه وکړي.
خو په تېرو ۱۵ کلونو کې ثبوتونه بیخي سرچپه شوي دي.
په اسراییلو کې د ماشومانو سپکو خوړو کې د ممپلیو ګډول یو دود ګرځېدلی دی.
ځینو نورو څېړنو وړاندیز کړی چې له حساسیت سره له تړاو لرونکو خوړو سره لکه هګۍ، شیدې او غنم- د نورو خوړو ګډول هم په لومړي سر کې حساسیت کمولی شي.











