"د يوې کڅوړې ډېر کارول خواړه زهرجنوي"

Shopping bags

د عکس سرچینه، Getty Images

روغتیایي ماهرين وايي د کڅوړو بيا بيا کارول د خوارکي مواد د ککړولو خطر لري د بریتانيا د خوړو د معيارونو ادارې يا اېف اېس اې د لارښونو له مخې په ځانګړې توګه هغه کڅوړې چې د غوښې او کبانو لپاره استمعالېږي زيات خطر لري چې په مکربونو ککړې او خواړه په زهرو بدل کړي.

د خواړو د معيارونو اداره وايي که يوه کڅوړه ان زړه يا سورۍ نه وي بيا هم دا امکان شته چې زهرجن مکروبو په کې ځالې جوړې کړي چې وروسته د خېټې د درد او نورو ناروغيو سبب ګرځي.

دا اداره سپارښتنه کوي چې د خامو او پخو خواړو لپاره بېلې بېلې کڅوړې استعمال شي، دغه کڅوړې باېد بېل بېل رنګونه ولري او په دې ډول د تېروتنې امکان راټيټ کړل شي.

د اومو خواړو د استمعال کڅوړې بايد په ګرمو اوبو او صابون پرېمنځل شي.

اېف اېس اې وايي که احتياط ونشي د خام چرګ غوښه زيات امکان لري چې به مضرو مکروبو بدله شي.

له څېړنو له ثابته شوې چې د چرګ غوښه د کېمپي لوبکاسټر په نوم مکروب لري، که چېرې دا مکروب معدې ته لار ومومې نو د ګېډې د درد، نس ناستې او کله کله د کانګو سبب کېدای شي.

خرابې هګۍ او کبان هم ورته روغتيایي ستونزې رامنځ ته کولی شي.

بريتانيا کې لويو مغازو د پلاستيکي کڅوړو لپاره بيه ټاکلې ده ځکه د چاپېريال ساتنې کمپاين کوونکي غواړي چې د پلاستيکي کڅوړو استعال راټيټ کړي او په دې ډول چاپېريال خوندي وساتل شي.