تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د ویلي شویو ډبرینو سکروټو لرغونی سمندر موندل شوی
- Author, جورجینا رانارډ
- دنده, بي بي سي - د ساینس څانګې خبریاله
ساینسپوهان وايي، د سپوږمۍ سویلي قطب یو مهال د ویلي شویو ډبرو په سمندر پوښلی و.
دغه موندنه هغه مفکوره تائیدوي چې وايي، د سپوږمۍ مخ نژدې څلور نیم میلیارده کاله پخوا په ډبرینو سکروټو پوښلی و.
د سپوږمۍ پر غولي د دې سمندر پاتې شوني د هند چندریان ۳ تاریخي فضايي ماموریت موندلي چې په تېر اګست میاشت کې د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېد.
چندریان ۳ د سپوږمۍ دغې منزوي او له رازونو ډکې برخې ته په داسې حال کې ورسېد، چې له دې مخکې هېڅ یوه فضايي اله تر دې ځایه نه وه رسېدلې.
د چندریان ۳ له تازه موندنو سره هغه مفکوره تائید کېږي، چې لونار مګما نومېږي او د سپوږمۍ رامنځته کېدو څرنګوالي په هکله خبره کوي.
ساینسپوهان وايي، کله چې څلور نیم میلیارده کاله مخکې سپوږمۍ رامنځته کېده، نو له سختې ګرمۍ یخه شوه او یو ډول منرال چې فروان انورتوزیټ نومېږي د سپوږمۍ پر غولي رابرسېره شو او همدې فروان نورتوزیټ د سپوږمۍ غولی تشکیل کړی.
د سایسنپوهانو هغې ډلګې چې تازه معلومات یې موندلي، د سپوږمۍ په سویلي قطب کې اوس همدا فروان نورتوزیټ موندلي دي.
د هند له فضايي ماموریت مخکې د سپوږمۍ په منځنۍ جغرافیه کې د اپولو نومي فضايي ماموریت د فعالیت پر مهال د ویلي شویو ډبرینو سکروټو نښې، نښانې موندل شوې وې.
کله چې په تېر اګست کې د چندریان ۳ ماموریت فضايي ګاډی ویکرم په بریالي توګه د سپوږمۍ پر غولي کېناست، د پراګیان په نامه یو روباټ ترې بهر ته ووت.
ویکرم تر لسو ورځو پورې د سپوږمۍ پر غولي ګرځېد او د هند فضايي مرکز ساینسپوهانو پرلپسې د سپوږمۍ سویلي قطب په هکله معلومات ترې اخیستل.
دا روباټ داسې چمتو شوی چې د سانتي ګراد په حساب د هوا ۷۰ او ۱۰ درجو تر منځ حرارت سره ځان عیار کړي او د سپوږمۍ پر ناهوار او پوټلن غولي د ګرځېدو په هکله خپله پرېکړې وکړي.