تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فاطميون ډله: د هغو دريو افغان وروڼو کيسه چې ايران کې د استوګنې اجازې لپاره د سوريې جګړې ته تللي
- Author, زینب محمدي
- دنده, بيبيسي
احمد (مستعار نوم) او دوه وروڼه یې په سوریه کې د جګړې ډګر ته تللي وو. دا له هغه وروسته چې دوی څلور ځله هڅه وکړه چې له افغانستانه په قاچاقي ډول ایران ته واوړي. هلته به نیول کېدل او بیا به بېرته افغانستان ته شړل کېدل. د سوریې په جګړه کې د برخې اخیستو په موخه یې هلته تګ دې لپاره و چې په ایران کې د استوګنې اجازه ورکړل شي.
دوی د فاطمیون په چوکاټ کې د ایران لخوا په داسې حال کې جګړې ته روان شول، چې یو ورور یې له ۱۵ کلونو ډېر عمر نه درلود.
فاطمیون د ایران د سپاه پاسداران، قدس نومي ځواکونو تر څار لاندې وسله واله ډله ده. تر ډېره ایران کې له مېشتو افغان کډوالو جوړه شوې ده او وسله وال یې سوریې ته هم لېږل کېږي. ویل کېږي سوریه کې د ایران د تلفاتو لویه برخه هم د همدې ډلې غړي دي. د ایران حکومت د دې ډلې غړو ته ډالري تنخوا او په دغه هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد ورکوي.
په دغه رپوټ کې د دې کس نوم ځکه مستعار دی، چې د دې وسله والو د هویت له افشا کېدو سره نه یوازې دغو کسانو ته په افغانستان او سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې مرګوني ګواښونه پېښېدلی شي، بلکې ایران کې هم ښايي له بدو پایلو سره مخامخ شي.
احمد چې اوس له ایرانه د شړلو له خطر سره مخ دی وايي، په ایران کې د اوسېدو سند تر لاسولو لپاره له سر تېر شوی دی، جګړې ته تللی او حتی "کېدای شي انسان یې هم وژلی وي."
احمد او دوه وروڼه یې سوریه کې د جګړې په اوج کې له فاطمیون سره یو ځای شول.
دی د هرې شپې خوب پر مهال د وېرې او ډار خبره کوي، "ویدېدلی نه شوای. تل د مرګ فکر را سره و. له ځان سره به مې ویل، وبه مرم، ښايي داعش مې سر پرې کړي."
دی درې کاله په سوریه کې جنګېدلی دی. وايي، "په مخامخ جګړه کې مې څوک نه دي وژلي، خو د توپ په ډزو مې ښايي څوک وژلي وي. موږ د جګړې د کرښې له درې کیلو مترۍ پر دښمن د توپونو ډزې کولې. د سیمې له نیولو سره مو د دښمن تلفات هم لیدل."
د احمد په خبره، د ایران حکومت په جګړه کې د وژل شویو افغان کډوالو کورنیو ته پېژندپاڼې، کور او میاشتنۍ تنخوا ورکوي.
د فاطمیون وسله وال تر ډېره د جګړې تجربه نه لري. سمه روزنه هم نه ترلاسه کوي. د رپوټونو له مخې، په همدې دلیل یې مرګ ژوبله هم ډېره ده.
احمد وايي، د ټیلیفون له لارې یې د سوریې جګړې ته نوم لیکنه وکړه. "له پنځلسو ورځو وروسته یې را سره اړیکه وکړه... موږ ټول یې د خلکو له سترګو لېرې، د یوې څلور لارې څنګ ته په یوه ځنګلي پارک کې غونډ کړو. نشه یان او بوډاګان یې زموږ له کتار وایستل او ورته و یل یې، تاسو مو نه یاست پکار. له هغه ځایه یې افغانستان ته ستنول. بیا یې موږ په اوو بسونو کې د تهران په ورامین کې د شهید چمران فرقې ته یوړو. ټول یې تالاشي کړو. بیا یې معاینات راته وکړل. د سترګو معاینه، منډه کې چټکتیا... ټولې معاینې. بیا پازوکي مرکز ته لاړو او شل ورځې یې روزنه راکړه."
هغه وايي، "موږ ته یې نښه ویشتل را زده کړل. د ښاري او سارايي جګړې روزنه یې را کړه. ستورو او لمر سره د لارې موندل یې را وښودل. د شپې به چې ویده وو، شپېلکونه یې وهل، چې تیار واوسو. استادان مو ایرانيان او افغانان وو."
احمد وايي، له روزنیزې دورې وروسته د امام خمیني هوايي ډګر له لارې دمشق ته لاړل. "د امام حسین فرقې ته لاړو. وسله یې را کړه. افغان قومندانان ځواکونو پسې هلته راتلل. درعا لومړنی ځای و، چې موږ یې ور وړو. کله به چې دېره وو، قومندان به راتلو او ویل به یې په وسلو ځان سمبال کړئ. درې دقیقې وخت لرو. باید برید ته ووځو. تلل یا نه تلل په خوښه نه و. بس یو کار و هغه دا چې باید لاړ شې."
احمد وايي، ښاري جنګ سخت و. ډېر ملګري یې هم په دې جګړو کې ووژل شول. "هغه درې کلونه چې سوریه کې وم، له داعش سره مخامخ جګړه وه. هغه که ښاري یا له ښارونو بهر جګړه وه خو داعش له فاطمیون ډارېده، ځکه د فاطمیون برید خطرناک و. په یاد مې دي، کله به چې پر کومه سیمه برید کېده، لس ورځې مخکې به ورته اخطار ور کول کېده، چې ولسي وګړي ووځي. له لسو ورځو وروسته به چې هغې سیمې ته ننوتلو، نو ویلی شم چې ولسي یا پوځي کس به نه و، خو تل د داعش د نښه ویشتونکو وېره وه."
د ۱۳۹۹ کال په مرغومي میاشت کې د ایران د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د افغانستان له طلوع نیوز تلویزیون سره په مرکه کې د فاطمیون د وژل شویو غړو کورنیو ته امتیاز ور کول ومنل.
له فاطمیون سره د دریو وروڼو اشنايي
احمد او دوو وروڼو یې په داسې حال د سوریې د جګړې ډګر غوره کړ، چې پخوا یې خپل هېواد کې جګړه لیدلې او ترې وتلي وو.
احمد او وروڼه یې ټول ایران کې زېږېدلي وو، خو پر ۱۳۹۰ کال له خپلې کورنۍ سره پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شول، ځکه مور یې د زړه په ناروغۍ اخته وه، هغې ټینګار درلود چې له درې ځلې ناکامو عملیاتو وروسته د ژوند وروستۍ شپې په خپل هېواد کې سبا کړي.
احمد او دوو وروڼو یې چې د مور د حالت لیدل زغملی نه شو، د نورو ډېرو افغانانو په څېر یې د ښه ژوند لپاره بیا د کډوالۍ تابیا وکړه. څلور ځلې ایران ته لاړل او بېرته وایستل شول.
کله چې څلورم وار د کډوالو اېستلو کمپ کې دېره وو، له داسې کسانو سره اشنا شول چې دوی ته یې د ایران پر ځای په سوریه کې د ژوند او کار وړاندیز وکړ. بیا د دې کس له لارې د بلنلیک او قانوني ویزې له ترلاسولو وروسته د ۱۵ سوو ډالرو بدل کې سوریې ته لاړل.
وايي، په ۱۳۹۱ کال دمشق ته له رسېدو یې پنځه ورځې تېرې نه وې، چې هلته جګړه پیل شوه. "شیعه ګان له کورونو او هوټلونو بهر ته وتلی نه شول. نږدې څلور میاشتې مو د بندیانو په څېر هوټل کې ژوند وکړ. بهمن روغتون ته نږدې ابراج الکریم هوټل کې وو. بالاخره مو د ایران ویزه واخیسته او ایران ته لاړو."
احمد او وروڼو یې په ایران کې د کار له اسنادو پرته پټ په خیاطۍ او بکس جوړولو سره یو کال ژوند وکړ. د ۳۸ کلنې مور له مرګه چې خبر شول، د جنازې لپاره یې افغانستان ته ستانه شول. بیا د ویزې له ترلاسه کولو وروسته ایران ته لاړل. خو د ویزې د قانوني وخت پای ته رسېدو سره د نیولو او ايستلو وېرې سره یې ژوند کاوه، تر دې چې د تنخوا او قانوني استوګنې ترلاسولو لپاره د سوریې جګړې ته د افغانانو له نوم لیکلو خبر شول او دوی هم همدا کار وکړ.
احمد وايي، هغه وخت یې فاطمیون کې د میاشتې ۳ میلیونه تمنه تنخوا وه. د میاشتې د لګښت لپاره یې هم سل ډالر ور کول، چې افغانانو ته ښه عاید و. اوس دا تنخوا د میاشتې ۱۶ میلیونه تمنو ته رسېدلې ده.
د نوموړي په خبره، د ایران حکومت د سوریې جګړه کې د وژل شویو افغان کډوالو کورنیو ته پېژندپاڼه، کور او میاشتنۍ تنخوا ور کوي. کوم کسان چې تر پنځه سلنې ډېره سرښندنه یې کړې وي، یانې لاس یا پښه یې له لاسه ور کړي وي، پنځه کلنه استوګنه ور کوي او د احمد په څېر کسانو ته اول ځل یو کلنه استوګنه ور کوي او له هغه وروسته د جګړې ډګر ته په هر ځل تللو سره دا استوګنه د دوو کلونو لپاره اوږدېږي.
د ۱۳۹۶ کال مرغومي کې د سپاه پاسدران په څار د فاطمیون یوه چارواکي "د اسلام په لار کې" د دوه زره افغانانو د وژل کېدو او د اتو زرو نورو د ټپي کېدو خبره وکړه.
احمد وايي، تېر ځل یې چې مېرمن ميندواره وه، د هغې له خبرولو پرته یې پټ د خپلو اسنادو د تمدیدولو لپاره د کار په پلمه د سوریې یو بل ښار ته لاړ. وروستی ځل یې هم چارواکو ته په زاریو جنګ ته له تلو پرته د استوګنې اسناد نوي کړل، چې اوس یې یوازې څو میاشتې پاتې دي. د احمد مېرمن د جګړې ډګر ته د هغه له تلو سره مخالفه ده.
نوموړی اوس بکسونه ګنډي. احمد چې د سوریې جګړه کې درې کاله جنګېده، نو مجرد و. دی وايي، اوس د ښځې او اولادونو په خاطر هم جنګ ته نشي تللی او هره شېبه امکان لري چې افغانستان ته ستانه کړل شي، خو سوریه کې د جګړې د مخینې او فاطمیون کې د غړیتوب له امله یې د طالبانو حاکمیت کې د سر خوندیتوب کوم تضمین نشته.
دی وايي، ځینې همسنګریان یې د طالبانو لاس ته ورغلي او اوس یې له برخلیکه معلومات نه لري. "طالبان زموږ د اوسېدو ځای کې زموږ د پلار کور ته هم تللي او فاطمیون کې د دریو زامنو پوښتنه یې ترې کړې وه، په کوتک یې وهلی و، مصنوعي غاښ یې مات شوی و، بندي کړی یې و، د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب او زموږ د کور د سند ور کولو په بدل کې یې په ضمانت خوشی کړی و، پلار مې هم تېښتې ته مجبور شوی و. اوس ایران کې دی."
احمد وايي، اوس یې یو ورور د استوګنې اسنادو د نوي کولو لپاره بیا سوریې ته تللی او دوې میاشتې کېږي چې د جګړې ډګر کې دی. د احمد دا ورور اوس ۲۳ کلن دی او اول ځل په ۱۵ کلنۍ کې جګړې ته تللی و.
وايي ایران یو ځل د فاطمیون غړو ته د کار اجازه ور کړې وه، خو د سوریې جګړه کې د ځواکونو په کمښت سره یې دا اجازه لیک بیا نوی نه کړ، "د فاطمیون جنګیالیو ته د کار اجازه نه ور کوي، وايي کار ته اړتیا نه لرئ، باید د سوریې جنګ ته لاړ شئ."
۳۶ کلن احمد له مېرمنې او دوو کوچنیو بچیانو سره د ایران یوه ښار کې ژوند کوي. ښوونځي کې د مشر بچي د داخلې لپاره یې څو ورځې سرګرداني تېره کړې، خو پای کې ورته ویل شوي، "افغانستان ته لاړ شئ او زدکړې وکړئ."
احمد وايي، "فکر کوم، ډېر بد برخلیک لرم. اوس چې ایران کې له افغان کډوالو سره کوم چلن کېږي هره ورځ مې جګړې ته له تلو پښېمانوي. ځینې چارواکي ډېر بې غمه وايي، سوریې ته لاړئ او پیسې مو واخیستې. زه په خطر کې یم. داسې احساسوم چې د ایران حکومت د سوریې په جګړه کې افغان کډوال ناوړه کاروي، اصلا دا فکر ور سره نشته چې د یوه کس له ژوند او کورنۍ سره به څه وشي. په ډاګه وايي، یا سوریې ته لاړ شئ، یا هم افغانستان ته. که جنګ ته نه ځم، اسناد مې نه نوي کوي. که افغانستان ته ځم، طالبان به مې ووژني. درې کاله مخکې مې هڅه وکړه چې د تل لپاره د استوګنې سندونو د نوي کولو له سرخوږي او جنګ ته له تلو بې غمه شم، ځکه له کورنۍ سره قاچاقي ترکیې ته لاړم، خو ویې نیولم او افغانستان ته یې ستون کړم. چې ورسېدم، نو طالبان واکمن شول، مجبور شوم چې بیا ایران ته ستون شم."
فاطمیون او ایران
فاطمیون پر ۱۳۹۴ کال د عراق او ایران د جګړې پر مهال د ابوذر لېوا او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران تر څار لاندې د افغانستان د مجاهد ځواک له یوځای کېدو جوړ شوي دي. دغه ډله کې د افغانستان هزاره او شیعه وګړي دي چې تر ډېره ایران کې استوګن دي.
دغه ډله د سوریې ولسمشر بشار اسد په ملاتړ د ایران د ځواک د یوې برخې په توګه په کلونو په داسې جګړه کې ښکېله ده چې په لکونو ولسي وګړي پکې ووژل شول.
کیهان ورځپاڼه د فاطمیون ډلې سرچینه "د کوچنۍ ډلې د داسې دواطلبانو زیاتېدل" بولي چې "د محمد قول اردو" په نوم یادېده. دا "قول اردو" د ایران او عراق جګړه کې جنګېدلی او بیا په ۱۹۹۰ لسیزه کې له طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته ستون شوی، خو د کیهان د رپوټونو له مخې، "د افغانستان د نوي حکومت او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ملګرو د تعقیب له وېرې" له مجبوریته ړنګ شوی دی.
دا وسله وال بیا د ایران مشهد کې سره ټول شوي او د علي رضا توسلی په قومنده د سوریې په دمشق کې "د بي بي زینب د حرم دفاع ته" استول شوي دي.
د ۱۳۹۶ کال په تله کې د انساني حقونو څارډلې یوه رپوټ کې وویل، داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې ښيي د ایران سپاه پاسدران له اتلسو کلونو کم عمره افغان ځلموټي فاطمیون ته جذبوي.
د ۱۳۹۷ کال په لړم کې د واشنګټن د منځني ختیځ د څېړنو مرکز راپور کې د فاطمیون د یوه قومندان محمد حسن حسیني له قوله چې وروسته ووژل شو، د دې ډلې "رښتونی شمېر له ۱۲ تر ۱۴ زرو وسله والو" بللی و.
په دې رپوټ کې د فاطمیون ډېره مرګ ژوبله تائید شوې او لامل یې هم "له روحي او تاکتیکي پلوه د غړو نه تیاری او له اسلامي دولت یا داعش سره د جګړې تر ټولو خطرناکو لومړیو کرښو ته د دوی لېږل" بلل شوي دي.
د سوریې جګړه کې د فاطمیون د تازه مرګ ژوبلې شمېر نشته، خو وروستیو میاشتو کې د امریکا او اسرائیلو بمبار کې د دوی د وژلو خبرونه نشر شوي دي.
لکه د ۱۴۰۲ کال په سلواغه کې دولتي او سپاه پاسدران ته نږدې رسنیو په سوریه کې د فاطمیون د مخکښ غړي حمزه علوي او څو نورو افغان وسله والو د وژل کېدو خبر خپور کړ.
تر هغه مخکې د ۱۳۹۶ کال مرغومي کې د فاطمیون یوه چارواکي د دوه زره افغانانو د وژل کېدو او اتو زرو نورو د ټپي کېدو خبره کړې وه.
د ۱۳۹۹ کال په سلواغه کې د ایران د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د افغانستان له طلوع نیوز ټلویزون سره په مرکه کې د سوریې جګړه کې د فاطمیون د مرګ ژوبلې د جزیاتو له ور کولو پرته له دوی ملاتړ تائید کړ او ویې ویل، "موږ د دوی کورنیو ته امتیاز ور کوو، د کومو کسانو چې شهیدانېږي له کورنیو سره یې افغانستان کې د دوی د نظریو، د دوی د ارمانونو لپاره، موږ د دوی له کورنیو سره مرسته کوو."
په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان جمهوري ریاست په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو "د احساساتو او مجبوریتونو" پر نه کارولو له ټینګار سره تلویحا د فاطمیون د ړنګېدو غوښتنه وکړه.
فاطمیون ډلې ته د افغان حکومت او امریکا غبرګون
په ۱۳۹۶ کال د فاطمیون د مرګ ژوبلې خپرېدو وروسته د هغه مهال د افغانستان ولسمشرۍ په نیابتي جګړو کې د افغان وګړو پر کارولو نیوکه وکړه او تلویحا یې د هغو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. ټینګار یې و چې باید ایران کې د افغان کډوالو "ستونزې او احساسات د پراختیا غوښتنې او د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي."
د ۱۳۹۷ په سلواغه کې د امریکا مالیې وزارت پر فاطمیون بندیز ولګاوه.
د ۱۳۹۹ کال په غوايي میاشت کې هم په افغانستان کې په تلویزوني خبرتیا کې د داعش د بیرغ څنګ ته د فاطمیون بیرغ خبرساز شو. داسې تبلیغات چې دواړه ډلې یې د افغانستان امنیت ته په یوه اندازه خطر بللې.
په دغه تلویزیوني اعلان کې ویل کېدل، "زموږ ګاونډیان افغانستان ته اهمیت نه ور کوي، هغوی موږ له منځه وړي. زموږ د خلکو فریاد به تر هغه روان وي چې د ګاونډیو مخرب اغېز درېدلی نه وي."
هغه وخت په افغان حکومت کې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې دا تبلیغات د حکومت له خوا رسنیو ته نه دي ور کړل شوي، بلکې له افغان حکومت بهر ادارو تیار او د نشر لپاره افغان رسنیو ته سپارلي دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه د فاطمیون او د سوریې جګړه کې د افغانانو د شتون په تړاو څه نه دي ویلي.