کرېکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره د اسیا د غوراوي سیالیو اتلولي وګټله

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لار وموندله. د غوراوي پړاو سیالیو کې نن (شنبه) د افغانستان او نېپال تر منځ د پلازمېنې کټمنډو په مولپاني لوبغالي کې د غوراوي پړاو وروستۍ لوبه کېده، چې د ګڼ او پرلپسې باران له کبله بې پایلې اعلان شوه.

د نن لوبه د افغانستان او نیپال دواړو لپاره ځکه ډېره مهمه وه، چې ګټونکې لوبډله به د راتلونکي نړیوال جام سیالیو برخه وي.

خو افغان لوبډلې له دې مخکې خپلې لوبې په خورا ستر توپیر ګټلې، د نمرو جدول په لومړي سر کې یې ځای درلود او له همدې کبله د غوره رن رېټ برترۍ پر بنسټ یې د ای سي سي په نړیوال جام کې ګډون رسماً تائید شو.

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د وېبپاڼې معلوماتو له مخې د افغانستان رن رېټ ۸۲. ۴ + او د نېپال لوبډلې رن رېټ ۵۸. ۳ + وو.

د یادونې ده، چې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې د افریقا په دوو هېوادونو زمبابوې او نیمبیا کې کېږي.

افغان لوبډلې د غوراوي پړاو سیالیو پیل عمان ته له ماتې ورکولو سره وکړ، هانګ کانګ او متحدو عربي اماراتو ته یې ماتې ورکړې او بالاخره له نېپال سره د نن برخلیک ټاکونکې وروستۍ لوبې ته ورسېده.

خالد احمدزی د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو غوره لوبغاړی وبلل شو. ده د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کې د ۱۳۲ منډو له جوړولو سره مهم رول درلود او د ۱۰۱ منډو په اوسط سره یې ۲۰۲ جوړې کړې.

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خورا په زړه پورې توپ اچوونه وکړه او سیاله عمان لوبډله یې په ۹۰ منډو له ډګره بهر کړه.

افغان لوبډلې د عمان ۹۱ منډو هدف په ۱۲ اوور کې د خپلو دوو وېکټو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر وګټله.

له متحده عربي اماراتو سره په لوبه کې بیا افغان ۱۹ کلنو خورا په زړه پورې توپوهنه وکړه، ۳۵۹ منډې یې وکړې او د توپ اچوونې په برخه کې یې سیاله لوبډله ایله تر ۱۶۸ منډو پورې محدوده کړه.

افغان لوبډلې له دې مخکې د اپریل پر ۱۴ مه هانګ کانګ لوبډلې ته د اتو وېکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

افغان د هانګ کانګ لوبډلې د ۷۰ منډو هدف د ۱۵ اوورونو له لوبې وروسته یوازې د دوو وېکټو په زیان بشپړ کړ او هغه لوبه یې وګټله.