یو انځورګر له خپلې بېخي ناڅیزه انځورګرۍ پیسې ګټي

یوه انځورګر چې د خپلې ساعتېرۍ له مخې یې رسامي او انځورګري کوله اوس ترې ګټه وټه کوي او وايي له ۴۰ ډېرو داسې انځورونو غوښتنه ترې وشوه چې په بدل کې یې پیسې ورکړل شوې.

جیمي لی میتیاس په ۲۰۲۴ کال په یوه میلمستیا کې خپل ناوې ته یوه داسې ټوټه ډالۍ کړه چې ده په خپله انځور کړې وه. مېلمانه یې دې کار ته هک پک شول، ځکه انځورګري داسې وه لکه د يوه پنځه کلن هنرمند هنر چې وي.

هغه چې دې وروستیو کې خپل دغه ډول انځورونه په انلاین بڼه خپروي له ډېرو خلکو یې غوښتنې ترلاسه کړي چې انځورونه ورته جوړ کړي وايي د کورنۍ لپاره مې "بېخي لېونۍ، لېونۍ اوونۍ وه" هغه د خپلو انځورونو په اړه وویل، "دا کار د دې لامل شوی چې د خلکو پر خوله خندا راولي. هغو خلکو ته چې دا انځورونه رسېږي یو ډول ټوکه ده، خندوونکې ټوکه ده ځکه دا کوم داسې ښه هنر نه دی."

ښاغلی ماتیاس د انګلنډ په السیګر کې به یوه نوښتګره کورنۍ کې ژوند کوي. دی د خپلې انځورګرۍ له امله کله نا کله له داسې خبرو سره هم مخ کېږي چې ده ته ځورونکې وي. مېرمن یې کېټ د هغه انځور په اړه چې واده کې يې ورته ډالۍ کړی و، وايي، "په ژوند کې یې چې د ملنډو او خندا وړ څه لیدلي همدا ډالۍ وه. ما یې پر کمزورې انځور ګرۍ د خلکو له خندیدو خوند واخست."

ماتیاس د خلکو د ټوکو او خندا سره ځان تېرباسه چې ګواکې دی هم ټوکې کوي نو یې په انلاین بڼه يې ولیکل چې غواړي خپل دا ډول هنري اثار وپلوري. کله چې یې پر خواله رسنیو یو پوسټ وکړ نو لسګونه داسې غوښتنې ورته راغلې چې د پیسو بدل کې یې ترې د انځورونو غوښتنه کوله.

اوس یې چې مېرمن د هغه لپاره د انځور غوښتنو په ټولولو بوخته ده وايي، "دا یوه له خوښیو ډکه اونۍ وه." په تمه یم چې هغه به نور څه انځوروي.

دې نوکي انځور ګر د بي بي سي له ځايي راډیو یو ازمایښت تر لاسه کړی چې د بریتانوي غښتلي ورزشکار اېډي هال څېره به انځوروي. هغه په خپلو خبرو کې ویل، "داسې ډېر خلک شته چې زه به جوړ انځورونه ورخراب کړم."