اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د وارداتو او صادراتو کارګو بیې کموي

د عکس سرچینه، ملي ټلویزیون
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دولتي هوايي شرکت اریانا افغان ائرلاینز مسوولین وايي، د هوايي کارګو یا بارچالانۍ بیې کموي.
د اریانا افغان هوايي شرکت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، له نن یکشنبه د نومبر ۱۶مې به د هند (ډيلي سکتور) لپاره د هغو مالونو لېږد یوې کیلو کرایه یو امریکايي ډالر وي، چې له افغانستانه صادرېږي او دغه راز به د صادراتي مالونو یوې کیلو لېږد کرایه اتیا سېنټه وي.
د یادونې ده، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په دا وروستیو کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته پاکستان د کراچۍ بندر له سمندري لارې د افغان ټرانزیټ سوداګریزه لار تړلې او افغان سوداګر وايي، زرګونه کانټینره وراداتي مالونه یې په کراچۍ او لارو کې ایسار پاتې دي.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ زیاتوالي په ترڅ کې، د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ له افغان سوداګرو وغوښتل چې له نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره د پاکستان پر ځای بدیلې لارې ولټوي. نوموړي دغه راز له پاکستانه د درملو واردوونکو ته وویل چې په درېیو میاشتو کې خپل حسابونه په پاکستان کې تصفیه کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت هم ټینګار کړی چې له درې میاشتي وروسته به هېڅ پاکستاني درمل محصول نه کړي.
د افغانستان ملي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال له اریانا افغان دولتي شرکته هم غوښتي وو، چې د کارګو بیو کې کموالي راولي.
د اريانا افغان هوايی شرکت په تازه اعلامیه کې ویل شوي، دوی د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال پرېکړې ته په کتو یې د هوايي کارګو لپاره تازه بیې ټاکلې دي.
په اعلامیه کې د اریانا افغان هوايي شرکت مشر ملا بخت الرحمن شرافت له قوله ویل شوي: " اریانا ویاړي، چې په نړیواله کچه د افغان تولیداتو په لېږد کې خپل ملي مسوولیت ترسره کوي او زموږ هدف دا دی، چې د نړۍ هر ګوټ ته په ټیټه بیه افغان تولیدات ورسول شي."
د یادونې ده، چې اریانا افغان هوايي شرکت له مخکې د وچې او لمدې مېوې، زعفران او غالیو په ګډون ځینې صادراتي توکي له هېواده بهر ته لېږدول، چې اوس یې د کارګو بیو کې د کموالي اعلان کړی.











