اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د وارداتو او صادراتو کارګو بیې کموي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دولتي هوايي شرکت اریانا افغان ائرلاینز مسوولین وايي، د هوايي کارګو یا بارچالانۍ بیې کموي.

د اریانا افغان هوايي شرکت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، له نن یکشنبه د نومبر ۱۶مې به د هند (ډيلي سکتور) لپاره د هغو مالونو لېږد یوې کیلو کرایه یو امریکايي ډالر وي، چې له افغانستانه صادرېږي او دغه راز به د صادراتي مالونو یوې کیلو لېږد کرایه اتیا سېنټه وي.

د یادونې ده، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په دا وروستیو کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته پاکستان د کراچۍ بندر له سمندري لارې د افغان ټرانزیټ سوداګریزه لار تړلې او افغان سوداګر وايي، زرګونه کانټینره وراداتي مالونه یې په کراچۍ او لارو کې ایسار پاتې دي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ زیاتوالي په ترڅ کې، د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ له افغان سوداګرو وغوښتل چې له نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره د پاکستان پر ځای بدیلې لارې ولټوي. نوموړي دغه راز له پاکستانه د درملو واردوونکو ته وویل چې په درېیو میاشتو کې خپل حسابونه په پاکستان کې تصفیه کړي.

د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت هم ټینګار کړی چې له درې میاشتي وروسته به هېڅ پاکستاني درمل محصول نه کړي.

د افغانستان ملي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال له اریانا افغان دولتي شرکته هم غوښتي وو، چې د کارګو بیو کې کموالي راولي.

د اريانا افغان هوايی شرکت په تازه اعلامیه کې ویل شوي، دوی د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال پرېکړې ته په کتو یې د هوايي کارګو لپاره تازه بیې ټاکلې دي.

په اعلامیه کې د اریانا افغان هوايي شرکت مشر ملا بخت‌ الرحمن شرافت له قوله ویل شوي: " اریانا ویاړي، چې په نړیواله کچه د افغان تولیداتو په لېږد کې خپل ملي مسوولیت ترسره کوي او زموږ هدف دا دی، چې د نړۍ هر ګوټ ته په ټیټه بیه افغان تولیدات ورسول شي."

د یادونې ده، چې اریانا افغان هوايي شرکت له مخکې د وچې او لمدې مېوې، زعفران او غالیو په ګډون ځینې صادراتي توکي له هېواده بهر ته لېږدول، چې اوس یې د کارګو بیو کې د کموالي اعلان کړی.