د روغتیا نړیوال سازمان د 'اېم‌پاکس' خپرېدو له کبله بېړنی روغتیايي وضعیت اعلان کړی

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌ اېچ ‌او) د افریقا په ځینو برخو کې د اېم‌پاکس ناروغۍ خپرېدا د عامې روغتیا بېړنی وضعیت اعلان کړی، چې په نړیواله کچه د اندېښنې وړ ده.

اېم‌پاکس چې پخوا د منکي پاکس [د بیزو چیچک] په نامه پېژندل کېده، په چټکۍ لېږدېدونکې ناروغي ده او په کانګو جمهوریت کې یې د خپرېدو په لومړیو کې لږترلږه ۴۵۰ کسان وژلي دي.

دا ناروغي اوس د مرکزي او ختیزې افریقا لروبر خپره شوې او ساینسپوهان یې د نوې ډول ډېرې چټکې خپرېدا او د مړینې لوړې کچې ته اندېښمن دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر 'ټیډروس اډانوم ګېبریېسوس ویلي، چې په افریقا او له دې وچې بهر د دې ناروغۍ د نورې خپرېدا احتمال "ډېر د اندیښنې وړ دی".

هغه زیاته کړې چې د دې ناروغۍ مخنیوي او ژوند ژغورلو لپاره "یو همغږی نړیوال غبرګون اړین دی."

اېم‌پاکس له اخته کس سره د جنسي اړېکې، د پوستکي تماس، له نږدې د خبرو او تنفس له لارې لېږدي.

دا ناروغي د والګي په څېر د نښو نښانو او د پوستکي د ټپونو لامل کېږي او کېدای شي مرګونې ثابته شي.

پر دې ناروغۍ له هرو سلو اخته کسانو شاوخوا څلور ژوند بایلي.

اېم‌پاکس دوه عمده بڼې لري – کلېډ-۱ او کلېډ-۲

"کلېډ-۲" یې نسبتآ معتدله بڼه او په افریقا کې د ۲۰۲۲ کال د عامې روغتیا بېړنۍ وضعیت د همدې بڼې د خپرېدو له کبله اعلان شوی و.

خو دا ځل "کلېډ-۱" بڼه په خپرېدو ده چې ډېره وژونکې ده. دې بڼې د مخکینۍ خپرېدا پر مهال د اخته کسانو لس سلنه وژلي او دا شمېر لا په لوړېدو دی.

تېر کال د سپټمبر میاشتې شاوخوا د دې بڼې په ویروس کې بدلون راغی.

دا بدلونونه د 'کلېډ-۱ بي' په نوم د یوې نوې څانګې د راټوکېدو لامل شول – چې له هماغه وخت راهیسې په ډېره چټکۍ خپریږي.

ساینسپوهانو هم دا نوی ډول "تر اوسه له ټولو خطرناک" بللی دی.

د روان کال له پیل راهیسې په کانګو جمهوریت کې د اېم‌پاکس له ۱۳ زره ۷۰۰ ډېرې پېښې ثبت او لږترلږه ۴۵۰ کسان ترې مړه شوي دي.

همدا راز په دې موده کې دا ناروغي د بورونډي، مرکزي افریقا جمهوریت، کینیا او روانډا په څېر د افریقا په نورو هېوادونو کې لیدل شوې ده.

تمه کېږي چې د عامې روغتیا بیړني وضعیت په توګه د اېم‌پاکس اعلانېدل به د دې لامل شي چې څېړنې وشي، بودیجه ورته ځانګړې شې او همدا راز د عامې روغتیا نړیوال بېړني وضعیت د معرفي‌ کولو نور اړوند ګامونه چټک شي.

له وېلکم ټرسټ څخه ډاکتره جوسي ګولډېنګ وايي، د اېم‌پاکس په تړاو د روغتیا نړیوال سازمان دا اعلامیه یو "قوي سیګنال" دی، په داسې حال کې چې له ایموري پوهنتونه ډاکتره بوګوما تیتانجي وايي، دا ګام "د بحران شدت په ګوته کوي".

په اکسفورډ پوهنتون کې د روغتیا نړیوالې شبکې مدیره تورډي لانګ هم دا علامیه "مهمه او پر وخت" بولي. دا زیاتوي چې د کلېډ۱ دا نوې بڼه په دې مانا ده چې "ډېر ناپېژندل شوي څه شته، چې باید رسېدنه ورته وشي."

دا لومړی ځل نه دی چې د روغتیا نړیوال سازمان د اېم‌پاکس له کبله بېړنی وضعیت اعلانوي.

په ۲۰۲۲ کال کې د دې ناورغۍ "کلېډ-۲" خفیفه بڼه د نړۍ په نږدې ۱۰۰ هېوادونو کې په ډېره چټکۍ خپره شوه چې څو اسیايي او اروپايي هېوادونه هم پکې وو.

د ډبلیو اېچ او مالومات ښيي چې په هغه دوره کې د دې ناروغۍ له ۸۷ زرو څخه د ډېرو پېښې د ثبتېدو او له ۱۴۰ د ډېرو کسانو د مړینې رپوټ ورکړ شوی و.

که څه هم پر منکي‌پاکس هر څوک اخته کېدای شي، خو د تېرې خپرېدا مهال یې ډېرې پېښې په هغو سړیو کې لیدل شوې وې چې نورو نارینه‌و سره یې جنسي اړیکه درلودلې وه.

دا ناروغي بیا د زیان‌‌ګالو ډلو د واکسین کولو له لارې کنټرول شوې.

افریقا کې د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز ساینسپوهانو د سې‌شنبې پر ورځ د عامې روغتیا بېړنۍ وضعیت اعلان کړ.‌

د دغه سازمان مشر ژان کاسیا خبرداری ورکړ چې که د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره سملاسي ګامونه وانخیستل شي، ښايي له کنټروله ووځي.

هغه وویل "موږ باید د دې ګواښ د کنټرول او له منځه وړلو لپاره په خپلو هڅو کې فعال او توند واوسو."