تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا حکومت وايي د بیزو چیچک له سل زرو ډوزو زیات واکسین یې ترلاسه کړي دي
بریتانیا حکومت ویلي د بیزو چیچک پر وړاندې د مبارزې لپاره یې له ۱۰۰ زرو ډوزو زیات واکسین ترلاسه کړې دي.
تېره میاشت بریتانیا کې هغه مهال د بیزو چیچک د واکسین کولو پروګرام ګړندی شو چې دغه هېواد کې یې پېښې په ډېرېدو شوې.
د بریتانیا ملي خدمتونو د واکسینو برخې وزیرې مګي تروپ ویلي، ډېر واکسینونه پلازمېنې لپاره پام کې نیول شوي ځکه چې شاوخوا ۷۵ سلنه پېښې په لندن کې ثبت شوي دي.
د بیزو چیچک پر ویروس اخته کسانو کې همجنس بازان، دوه جنسه او هغه کسان شامل دي چې څو ګونې جنسي اړیکې لري.
وروستۍ شمېرې ښيي چې په ملي کچه ۲۴۳۶ پېښې دغه هیواد کې تایید شوي، له دې ډلې ۱۷۷۸ یې لندن کې دي.
پلازمینه لندن کې له ۱۸ زیات روغتیايي مرکزونه شته چې د بیزو ګي چیچک واکسین خدمتونه وړاندي کوي.
مېرمن تروپ د لندن په همر سمېټ کې د یوه کلینیک د لیدنې پر مهال بي بي سي ته ویلي:" موږ له ۱۰۰زره ډوز زیات واکسین ترلاسه کړي، او دا د اروپايي ټولنې د هر بل هېواد له ونډې ډېر دي نو موږ په واقعیت کې په دې برخه کې له نورو مخکې یو."
تېره اوونۍ د اورپايي کمیسیون د روغتیا او بېړني چمتووالي ادارې(اېچ اي آر ای) ویلي د دغه ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې ۱۰۹۰۹۰ ډوزه واکسین ترلاسه شوي.
د (اېچ اي آر ای) په وینا، اسپانیا ۵۳۰۰ ډوزه ترلاسه کړي داسي حال کې چې پرتګال، آلمان او بلجیم د واکسینونو د ترلاسه کولو لپاره په لیکه ولاړ دي.
آغلې تروپ وايي:" موږ تر اوسه په دې نه پوهېږو ځکه خو د جنسي روغتیا کلینیکونو ته ورغلي و چې له هغوی وپوښتو څومره کسان یې په کلینیکونو کې شته چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري."
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر تدروس آدانون گبریسوس په وینا، ۷۵ هېوادونو کې د بیزو چیچک له ۱۶۰۰۰ ډېرو پېښو رپوټونه ورکړل شوي.