هغه کیمیاوي رازونه چې شات اوږد مهال له خرابېدو ژغوري

باکټریاوې معمولا له خوږو خوړو او تېره بیا د بورې له جوړو شویو توکو کې ډېرې پیدا کېږي او پر هغو ژر وده کوي.

خو شات داسې طبیعي خواږه دي چې له ګڼو ګټو سربېره، د نورو خوږو توکو پرتله له باکټریاوو ډېر خوندي پاتې کېږي او د اوږدې مودې لپاره نه خرابیږي.

نو دا کومې جادويي ځانګړتیاوې دي چې شات له میکروبونو ساتي؟

ډېر په ډبو او بوتلونو کې بند خوراکي توکي یوازې د محدود وخت لپاره کارېدونکي وي، دومره حساس وي چې که یو قاچوغه یې خلاص لوښي ته ننباسل شي، نو ډېرې باکټریاوې په کې پیدا کېږي.

خو ځینې خوراکي توکي داسې ځانګړنې لري چې کلونه کلونه نه خرابېږي او کارېدلی شي. شات هم له همدې نه خرابېدونکو خوراکونو دي.

که شات په بشپړ ډول په تړلي لوښي کې وساتل شي، نو سره له دې چې ښایي کرسټال شي، غلیظ او دانې دانې شي، بیا هم نه خرابېږي.

د شاتو دا دوامداره د خرابېدلو ضد ځانګړتیاوې یې په کیمیاوي جوړښت او د جوړېدو په طریقه کې پټې دي.

کله چې موږ وایو، یو خوراک خراب شوی، دا مانا چې څه ناڅه داسې شی په کې ګډ شوي وي چې ښایي په سترګو یې و نه لیدلی شو.

په ډېرو خوراکونو کې په کمه او یا هم په ډېره اندازه باکټریاوې او نور میکروبونه شته او انسانان یې چې د ساتلو لپاره کومې لارې، چارې کاروي، د هغوی موخه دا وي چې دا جراثیمونه د یوې مودې لپاره له ودې راوګرځول شي.

دغه ډېر مایکروسکوپي (چې په سترګو نه ليدونکي) موجودات د زیاتېدو لپاره نمجن چاپېریال، یو څه تودوخه او کافي اکسیجن خوښوي. له همدې امله سپارښتنه کېږي چې غوښه یا مېوه وچه وساتل شي.

د خوړو په لوړه تودوخه پخول او ورپسې په یخچال کې کېښودل، ډیر میکروبونه له منځه وړي او پاتې شوي یې ورو، ورو وده کوي.

یو شی چې په تړلې لوښي (هلته چې هوا نه شي داخلېدلی) وساتل شي، نو د اکسیجن ورتګ محدودیږي او دغه توکی د ډېر وخت لپاره نه خرابیږي.

له دې ټولو احتیاطي تدابیرو سره سره، بیا هم خوراکي توکي تر یوې معلومې مودې روغ پاتې کېږي.

موږ له مایکروسکوپي ژوندیو خځندو او میکروبونو سره تل مبارزه کړې خو ډېر وخت مو بایللې ده.

خو زموږ له خوارۍ پرته شات یو داسې ځانګړی خوراک دی، ډېر داسې څه په کې دي چې له خرابېدو یې ژغوري.

انسانانو ته معلومه ده چې د شاتو مچۍ له ګلونو شیره راوباسي او شات ترې جوړوي.

شات په پیل کې یو نيم ګرمه، اوبلنه خوږه مایع وي، په څرګنده د باکټریاوو لپاره خالص خواړه ښکاري. مچۍ همدا شیره خپلو ځالو ته وړي، هلته یې اوبه کموي او دا مایع ټینګوي. په دغه پروسه کې یې شته اوبه تر ډېره کموي، تېزابي خاصیت یې لوړوي (جراثیمو ته زیان رسوي) او خواږه یې هم یو اندازه کموي. وروسته دغه مواد په خپلو ځالو کې زېرمه کوي.

له دې وروسته مچۍ یو حیرانوونکی کار کوي

دوی د خپلو وزرو په خوځولو سره شاتو ته دوامداره باد ورکوي چې له امله یې پاتې اوبه هم بخار کېږي. دغه پروسه تقریبا هماغسې ده لکه باد چې پر بدن خوله وچوي.

یعنې یو محلول چې پخوا یې له ۷۰ تر ۸۰سلنه پورې اوبه لرلې، اوس خالصېږي.

په عمومي ډول، شات له ۱۵ تر ۱۸سلنه پورې اوبه لري. په دې کې د شکر (خوږو) اندازه دومره زیاته وي چې نور نو حل کېږي. خو مچۍ دا کار هم تر سره کوي.

شات ډېر خوږ دی ځکه جراثیمونه د ورتګ هڅه کوي، خو د اوبو کمښت او د اسیدو د شتون له امله په کې ژوند نه شي کولی.

که شات په لوښي کې وساتل شي او هوا ور نه شي، نو ډېر وخت روغ پاتې کېږي.

د خوړو ځینې ساینس‌پوهان وايي: "هر څومره چې یو خوراک کمې اوبه ولري، هغومره خوندي پاتې کېږي." پر پروسس شويو خواړو هم همدا اصل پلي کېږي.

خو دا معنا هم نه لري چې شات به تل تازه پاتې شي.

که یو ځل شات خلاص شي او کاچوغه په کې ووهل شي، نو اوبه او جراثیمونه هم ور داخليږي او وخت په تېرېدو سره خرابېږي.