تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي چارواکي وايي، د اسرائیل توغندی په ایران کې لګېدلی دی
دوو امریکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي چې د اسرائیل یو توغندی په ایران کې لګېدلی دی.
د ایران دولتي رسنۍ د هېواد په مرکزي سیمه اصفهان کې د چاودنو ناتائید شوي رپوټونه یادوي.
د اسرائیلي دفاعي ځواکونو دوو چارواکو نیویارک ټائمز ورځپاڼې ته تائید کړې، چې د دې هېواد پوځ نن ګهیځ پر ایران هوايي بریدونه کړي.
د ورځپاڼې په خبره درې ایراني چارواکو منلې چې برید اصفهان ته نژدې د هوايي ځواک پر یوه مرکز شوی، خو دوی نه دي ویلي، چې دا برید کوم هېواد کړی.
مخکې داسې ناتائید شوي رپوټونه وو، چې ښايي برید د اصفهان پر ښکاري نومي پوځي اډې شوی وي.
اسرائیل هم رسماً څه نه دي ویلي، او یوه ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې توغندیز برید نه دی شوی.
د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د ایران یو شمېر هوايي ډګرونو ته الوتنې یا ځنډول شوې او یا هم لغو شوې دي. په رپوټونو کې ویل شوي، درې ډرون له منځه وړل شوي دي.
ایران له هغه وروسته د تیارسئ په حال کې دی، چې پر اسرائیل د ایران له توغندیز برید وروسته اسرائیل د ځواب ورکولو ګواښ کړی و.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي، چې د ایران دافع هوايي نظام د هېواد په یو شمېر سیمو کې فعال شوی دی.
د اسرائیل 'ئروشلم پوسټ' ورځپاڼې هم په خپل رپوټ کې ویلي، د اصفهان تر څنګ د سوریې په سویلي سیمه السویده، د عراق بغداد په یوه برخه او د عراق بابل سیمه کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د اي بي سي خبري شبکې دفاعي چارو خبریالې مارتا ردیتز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، د اسرائیل توغندي په ایران کې لګېدلي دي.
د بلومبرګ خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، اسرائیلي چارواکو پر پنجشنبه امریکا ته ویلي و، چې د ایران پر ضد به له ۲۴ تر ۸۴ ساعتونو پورې اقدام وکړي.
د ایران دولتي (ای ار ای بي) ټلویزیون بیا د برید رپوټونه بې اهمیته بللي.
پر ټیلیګرام یوه ویډیويي کلیپ کې د دې یو خبریال په داسې حال کې لیدل کېږي چې د اصفهان ښار په یوه لوړه ودانۍ کې ولاړ دی او وايي: ''ښار خوندي دی. خلک عادي ژوند کوي.''
دا خبریال زیاتوي: ''څو ساعته مخکې په هوا کې غږونه اورېدل شوي. خو موږ ته چې څه معلوم شوي هغه دا دی، چې یو شمېر ډرون په هوا کې الوتل، چې په نښه شول.''
د الوتنو ځنډول او دافع هوايي نظام فعالېدل
بل لور د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي، د پلازمېنې تهران په سویل کې د امام خمیني هوايي ډګر لپاره لږ تر لږه د جمعې ورځې تر لس نیمو بجو پورې الوتنې لغو شوې دي.
د ایران مهر دولتي خبري اژانس بیا په خپل رپوټ کې د هوايي ډګرونو عامه اړیکو مدیر له قوله ویلي، د تهران، اصفهان او شیراز هوايي ډګرونو الوتنې ځنډول شوې دي. رپوټ زیاتوي: ''دا الوتنې تر اوسه لغو شوې نه دي، مسافر باید د سفر لپاره له وتلو مخکې د الوتنو په هکله معلومات ترلاسه کړي.''
بریتانیا له هغو رپوټونو څو ساعته وروسته، چې اسرائیل پر ایران توغندیز ګوزار کړی، غبرګون څرګند کړی. د بریتانیا لومړي وزیر دفتر ویلي، دوی داسې فکر کوي چې د ګوزار اله تر اوسه نه ده پېژندل شوې. خو د لومړي وزیر دفتر ویلي، اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري: ''موږ په ټینګار سره اسرائیل ته وایو چې څه چې اوس مهم دي، هغه د تاوتریخوالي کمېدل دي.''
تر اوسه اسرائیل رسماً د برید په هکله څه نه دي ویلي، خو امریکايي چارواکو چې د خپل هېواد له رسنیو سره یې خبرې کړي ویلي، چې اسرائیل پر ایران هوايي ګوزارونه کړي دي.
د یادونې ده، چې پر شنبه ایران پر اسرائیل توغندیز برید کړی و او اسرائیلي چارواکو ویلي و، چې ''بې ځوابه به یې نه پرېږدي.''
ایران هم په ورته مهال ګواښ کړی و، چې هېڅ یو برید به بې ځوابه نه پرېږدي.
ایران پر پنجشنبه پر اسرائیل له ۳۰۰ د ډېرو توغندیو او ډرون بریدونه وکړل، چې ډېری یې د اسرائیل هوايي دفاع نظام له لوري او یا هم د امریکا او بریتانیا په مرسته له منځه یوړل شول.
اسرائیلي چارواکو تائید کړې وه، چې د ایران په برید کې یې یوې پوځي اډې ته زیان رسېدلی دی.