تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه کې د بېځایه شویو پر یوه کمپ د اسرائیلو بمبارۍ ۲۹ تنه وژلي
پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې د یوه روغتون په غولي د ماشومانو په ګډون تر لسو ډېر مړه او سخت ټپیان پراته دي.
د غزې په سوېلي برخه خان یونس کې د النصر روغتون ډاکټران چې تر ټولو ډېر قربانیان هلته ور وړل شوي وايي، د ډېرو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
په روغتون کې یوې سرچينې بيبيسي ته وویل چې د مړو د شمېر د لوړېدو وېره شته.
عيني کتونکي هم وايي چې برید د خان یونس په عبسان الکبیره ښار کې د ملګرو ملتونو د العوده په نامه ښوونځي بهر پر خېمو شوی.
اسامه ابو دقه یو عيني کتونکی وايي:
"زه د ښوونځي په دروازه کې وم ماشومانو ته د یو څه په اخیستو پسې روان وم چې ناڅاپه برید وشو. خلک شهیدان او ټپیان شول او هېڅوک هم د مرستې لپاره نه وو او نه هم کوم امبولانس و. خلک مري او ټپيانېږي خو څوک يې پوښتنه نه کوي. څوک زموږ د خلکو پوښتنه نه کوي، دوی ټول مري او هېڅوک یې مرسته نه کوي. "
محمد سکر بل تن وايي:
"موږ د ښوونځي په دروازه کې ناست وو او په انټرنېټ مو خبرونه کتل او هڅه مو وکوله چې د خپلوانو او ملګرو احوال واخلو چې له هر ډول خبرداري پرته توغندي راغلل او د خلکو په یوه ټولي ولګېدل چې په انټرنټ کتلو بوخت وو. دوی نه په مقاومت کې وو او نه هم مسلح وو، دوی ټول ملکیان وو."
د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ادعا کړې چې دوی په دقیق دول د حماس د پوځي څانګې یو ټولی په نښه کړې چې پر اسرائیل د اکتوبر د اومې برید کې يې لاس درلود.
دوی زیاته کړې چې د العوده ښوونځي بهر پر ملکیانو د برید ریپوټونه هم څېړي.
دا برید یوه اونۍ وروسته له هغې کېږي چې اسرائیل پوځ په همدې عبسان الکبیره او ختیځ خان یونس کې ملکیانو ته امر وکړ چې ووځي او لسګونه زرو د تېښتې هڅه وکړه. په العوده ښوونځي کې د خان یونس له ختیځو کلیو څخه بېکوره او بې ځایه شوو وګړو پنا اخیستې وه.
دا په تېرو څلورو ورځو کې په ورڅېرمه ودانیو او ښوونځیو کې پر بېکوره او بېپنا وګړو څلورم خونړی برید دی.
د شنبې په ورځ هم فلسطیني چارواکو وویل چې اسرائیلي ځواکونو په نصیرات ښار کې د ملګرو ملتونو له خوا مدیریت کېدونکي پر الجوني ښوونځي برید کړی چې شپاړس تنه یې وژلي.
په یکشنبه په غزه ښار کې په یوه کلیسا برید وشو او ځايي چارواکو وویل چې د حماس د حکومت یو چارواکی او درې نور کسان پکې ووژل شول.
د دوشنبې په شپه هم په نصیرات کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي په هوايي برید کې ګڼ کسان مړه او ټپيان شول.
پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې د حماس د روغتیا وزارت په وینا ۳۸۲۴۰ کسان وژل شوي او نژدې ۸۸ زره نور ټپیان شوي دي.