افغانستان کې ملګري ملتونه: د ۲۰۲۳ کال لپاره د اړتیا وړ تر ۵ سلنه لږ مرسته مو ترلاسه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له بېړنیو مالي سرچینو پرته په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته د اړینو بېړنیو مرستو رسول له ځنډ سره مخامخېدلی شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ څانګې (اوچا) ویلي چې سږ کال یې په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره د نړیوالې ټولنې له غوښتل شویو پیسو یوازې پنځه سلنه ترلاسه کړې دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د خپل هر کلني فعالیت لپاره د څه باندې څلورو میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې چې تېر ۲۰۲۲ کال کې یې ۲٫۴ میلیارده ډالر ترلاسه کړي وو، خو دغې ادارې ویلي روان ۲۰۲۳ کال کې یې د غوښتل شوې بودیجې یوازې پنځه سلنه پیسې ورکړل شوې دي.
د خیر ښېګڼې دغه نړیوال بنسټ وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې اوکرایین کې د جګړې غځېدل به له افغانستان سره د نړیوالو مرستې لږې کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
پرون د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم وویل، له افغانستان سره د بریتانیا بشري مرستې کمې شوې چې دا به په دغه هېواد کې بشري کړکېچ ته رسېدا ستونزمنه کړي.
دغه بنسټ زیاته کړې وه بریتانیا له افغانستان او پاکستان سره د خپلو مرستو کچه ۵۳ سلنه کمه کړې ده.
په افغانستان کې د بشري مرستو د کمښت په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اندېښنه داسې مهال ده چې دغه بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د ۲۸ میلیون اړمنو افغانانو له ډلې ۲۳ میلیون خلکو سره د مرستې لپاره د ۴٫۶ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه.
پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنېد وروسته له دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو کمي دغلته بشري وضعیت له بدو بدتر کړی، هغه څه چې په تړاو یې نړیوالو مرستندویه بنسټونو تل اندېښنه ښودلې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، تېر کال یې په افغانستان کې ۸۶۰٫۰۰۰ میټرکه ټنه اوړه وېشلي دي.
دغې ادارې پر ټویټر لیکلي، له دې څخه ۳۵ سلنه له څه باندې ۲۰ سوداګریزو شرکتونو چمتو شوي دي.
ډبلیو اېف پي وايي، تازه یې هلمند ولایت کې د غنمو اوړه کولو یوې ژرندې د خوړو پېرل پیل کړي دي.
دغه نړیوال سازمان زیاتوي، د مرستو کمښت افغانان د لوږې له ډېرېدو سره مخامخولی شي.
د یاد سازمان یوه مشر ډېوېډ بیسلي له سي اېن اېن سره مرکه کې ویلي "شپږ میلیونه خلک د لوږې په درشل ولاړ دي. موږ ښايي د ۹ میلیون خلکو راشن بند کړو ځکه چې زموږ پیسې ختمېږي."











