تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امنیت شورا پر پرېکړه طالبانو "ناخوښي" ښودلې؛ فایق وايي نړۍ سره اړیکو لپاره روښانه لار نقشه ده
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امنیت شورا تازه پرېکړه لیک ته په غبرګون "ناخوښي" ښودلې.
د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پرېکړه لیک د امنیت شورا د غړو له وېشلو نظرونو سره سره تصویب شوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې کښلي چې "امنیت شورا د دوو دایمي غړو له خوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د لا زیات وخت، بحث او وضاحت غوښتنې سره سره او د افغانستان حکومت [د طالبانو حکومت] سره له مشورې پرته یاد پرېکړهلیک تصویب کړ."
اعلامیې ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت "یو ځل بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي چې په خپلو پرېکړو کې موجود واقعیتونه په نظر کې ولري او پرېکړې يې دې د کوم لوري تر اغېز لاندې نه وي.
خو بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ سرپرست د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی.
نصیر فایق ویلي، دا پرېکړه لیک د افغانستان په اړه د بېلابېلو لورو یوه واحد دریځ راپیدا کولو او د ځانګړو ګامونو له مخې په نړیوال سیستم کې د افغانستان د مدغمولو لپاره روښانه لار نقشه برابروي.
ښاغلي فایق بي بي سي ته ویلي، په دغه پرېکړه لیک کې یو مهم بحث د بشري حقونو، ښځو او ماشومانو او لږه کیو د حقونو پر خوندي کېدو واضح ټينګار دی.
د امنیت شورا پرېکړه کې څه ویل شوي؟
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک چې عربي متحده اماراتو او جاپان چمتو کړی و، پرون د امنیت شورا د پنځلسو غړو له جملې دیارلسو مثبتو رایو تصویب شو او چین او روسیې ممتنعې رایې ورکړې وې.
د چین او روسیې استازو هم د دغه پرېکړه لیک له تصویبېدو وروسته د خپلې رایې نه کارېدل د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي له ګومارل کېدو سره غوټه کړل.
هغه وویل، د ځانګړي استازي ګومارل کېدل باید په افغانستان کې شته اندېښنو او لیدلوري ته په درناوي وشي، چې په وینا یې د افغانستان اوسنیو واکمنو او نړیوالې ټولنې تر منځ د ''ټکر'' مخنیوی وشي.
د چین استازي زیاته کړې وه، ''څرګنده ده، چې اوسمهال په دې برخه کې د امنیت شورا غړو نظر وېشلی دی او له بل لوري طالبان هم له دې سره مخالف دي او له همدې کبله به یې اوس تحمیلول رغنده پایلې و نه لري."
د چین استازي وویل، چین او روسیې په دې هکله خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او د ترتیبولو پر مهال یې د بیا غور کولو غوښتنه هم کړې، چې په وینا یې داسې و نه شول، او د ''ژور تاسف'' لامل او له همدې کبله دې دواړو هېوادونو خپلې رایې و نه کارولې.
هغه زیاته کړه، ''تمه کوو چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي به له افغان چارواکو سره د رغنده تعامل له مخې د ځانګړي استازي په ګومارنه کې دقت وکړي او مناسبې حل لارې به ومومي. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان تاریخ ثابته کړه، چې د دې هېواد لپاره له بهره تپل شوې حل لارې بالاخره له ناکامۍ سره مخامخېږي."
د روسیې استازې هم چین ته ورته نظر څرګند کړ، خو د بشري حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې یې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ.
د روسیې استازې وویل، د نورو ساز ته نڅا مثبتې پایلې نه لري او د افغانستان تاریخ د داسې لټون له ''غمجنو بېلګو'' ډک دی.
د روسیې استازې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي وغوښتل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ګومارنه کې د طالبانو له حکومت او امنیت شورا له غړو سره سلا، مشوره وکړي. هغه وايي، که د افغانستان له واکمنو چارواکو سره مشوره و نه شي، روسیه به د ځانګړي استازي ملاتړ و نه کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلسو دايمي او غیر دايمي غړو پرون جمعه د رایو په اکثریت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د "تعامل" د څرنګوالي په اړه دا پرېکړهلیک تصویب کړ.