د امنیت شورا پر پرېکړه طالبانو "ناخوښي" ښودلې؛ فایق وايي‌ نړۍ سره اړیکو لپاره روښانه لار نقشه ده

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، UN

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امنیت شورا تازه پرېکړه لیک ته په غبرګون "ناخوښي" ښودلې.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پرېکړه لیک د امنیت شورا د غړو له وېشلو نظرونو سره سره تصویب شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې کښلي چې "امنیت شورا د دوو دایمي غړو له خوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د لا زیات وخت، بحث او وضاحت غوښتنې سره سره او د افغانستان حکومت [د طالبانو حکومت] سره له مشورې پرته یاد پرېکړه‌لیک تصویب کړ."

اعلامیې ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت "یو ځل بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي چې په خپلو پرېکړو کې موجود واقعیتونه په نظر کې ولري او پرېکړې يې دې د کوم لوري تر اغېز لاندې نه وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

خو بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ سرپرست د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی.

نصیر فایق ویلي، دا پرېکړه لیک د افغانستان په اړه د بېلابېلو لورو یوه واحد دریځ راپیدا کولو او د ځانګړو ګامونو له مخې په نړیوال سیستم کې د افغانستان د مدغمولو لپاره روښانه لار نقشه برابروي.

ښاغلي فایق بي بي سي ته ویلي، په دغه پرېکړه لیک کې یو مهم بحث د بشري حقونو، ښځو او ماشومانو او لږه کیو د حقونو پر خوندي کېدو واضح ټينګار دی.

د امنیت شورا پرېکړه کې څه ویل شوي؟

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، UN

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک چې عربي متحده اماراتو او جاپان چمتو کړی و، پرون د امنیت شورا د پنځلسو غړو له جملې دیارلسو مثبتو رایو تصویب شو او چین او روسیې ممتنعې رایې ورکړې وې.

د چین او روسیې استازو هم د دغه پرېکړه لیک له تصویبېدو وروسته د خپلې رایې نه کارېدل د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي له ګومارل کېدو سره غوټه کړل.

هغه وویل، د ځانګړي استازي ګومارل کېدل باید په افغانستان کې شته اندېښنو او لیدلوري ته په درناوي وشي، چې په وینا یې د افغانستان اوسنیو واکمنو او نړیوالې ټولنې تر منځ د ''ټکر'' مخنیوی وشي.

د چین استازي زیاته کړې وه، ''څرګنده ده، چې اوسمهال په دې برخه کې د امنیت شورا غړو نظر وېشلی دی او له بل لوري طالبان هم له دې سره مخالف دي او له همدې کبله به یې اوس تحمیلول رغنده پایلې و نه لري."

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، UNWEBTV

د چین استازي وویل، چین او روسیې په دې هکله خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او د ترتیبولو پر مهال یې د بیا غور کولو غوښتنه هم کړې، چې په وینا یې داسې و نه شول، او د ''ژور تاسف'' لامل او له همدې کبله دې دواړو هېوادونو خپلې رایې و نه کارولې.

هغه زیاته کړه، ''تمه کوو چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي به له افغان چارواکو سره د رغنده تعامل له مخې د ځانګړي استازي په ګومارنه کې دقت وکړي او مناسبې حل لارې به ومومي. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان تاریخ ثابته کړه، چې د دې هېواد لپاره له بهره تپل شوې حل لارې بالاخره له ناکامۍ سره مخامخېږي."

د روسیې استازې هم چین ته ورته نظر څرګند کړ، خو د بشري حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې یې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ.

د روسیې استازې وویل، د نورو ساز ته نڅا مثبتې پایلې نه لري او د افغانستان تاریخ د داسې لټون له ''غمجنو بېلګو'' ډک دی.

د روسیې استازې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي وغوښتل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ګومارنه کې د طالبانو له حکومت او امنیت شورا له غړو سره سلا، مشوره وکړي. هغه وايي، که د افغانستان له واکمنو چارواکو سره مشوره و نه شي، روسیه به د ځانګړي استازي ملاتړ و نه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلسو دايمي او غیر دايمي غړو پرون جمعه د رایو په اکثریت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د "تعامل" د څرنګوالي په اړه دا پرېکړه‌لیک تصویب کړ.