تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ځيرک ټيليفون د ماشومانو روږدي کېدل؛ "زدکړه، روغتيا او ذهن يې اغېزمنوي"
دا يوه حقيقت دی چې د موبايل، کمپيوټر او ټلويزيون سکرينونه زموږ د ژوند يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده او ماشومان يې هم په خورا اسانۍ او طبيعي توګه کارول زده کوي.
ډېری مور او پلار په کم عمر کې د خپلو ماشومانو د ساعتېرۍ لپاره ځيرک موبايلونه ورکوي. ډېر ځله به مو ليدلي وي چې د ډېر کم عمر ماشوم هم پوهېږي چې په سکرين د ګوتې کاږلو سره روښانېږی.
له موبايل سره ډېر ژر ماشومان روږدي کېږي چې دا یې په ذهنونو کې د بدلون لامل ګرځي او موږ ته په دې اړه ورو ورو په معلومات کېږي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ماشومانو کې د ځيرک موبايلونو کارولو عادت د دوی په چلند ډېر اغېز لري. په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې عمرونه يې له ۱۲ کلونو کم وي د ځيرکو موبايلونو کارولو عادت يې نه يوازې روغتيا اغېزمنوي بلکې د ضديتوب او ذهني ګډوډۍ سبب يې هم ګرځي.
يوه مېرمن چې ماه نور نومېږي وايي، شپږ کلن زوی يې راحم يوه ورځ ترې غوښتنه وکړه چې خپل ځانګړی موبايل غواړم. دا وایي دې خبرې ډېره حيرانه کړه.
دا زياتوي دا اسانه نه ده چې د ماشومانو داسې غوښتنې رد کړئ، ځکه دوی له خپلو ملګرو سره دا ډول توکي ګوري، دوی بيا فکر کوي چې مور او پلار مو ناوړه چلند راسره کوي.
ماه نور وايي، کله خپل زوی ته ووایم چې په موبايل ګېمونه مه کوه او يا ترې موبايل واخلم، په غوسه کېږي او چونګېږي. "هغه ډېر په غوسه شي، ژاړي، بې ادبي کوي او په غوسه وي."
دا يوازې د يوې کورنۍ کيسه نه ده، بلکې ډېرې ميندې او پلرونه نن سبا د خپلو ماشومانو په اړه اندېښمن دي.
د معلوماتو له مخې په پاکستان کې له شپږو تر اتلسو کلونو پورې ۸۰ سلنه ماشومان د ورځې له څلورو تر شپږو ساعتونو پورې سکرينونو ته ګوري، چې په هغو کې موبایلونه او ويډيويي ګېمونه او د کمپيوټرونو کارول شامل دي.
له دې ډلې سکرينونو ته د ډېرو کتلو له امله د ۳۰ سلنه ماشومانو د نژدې ليد کمزوری کېږي. د ۵۰ سلنه بيا د سترګو ليد خيره، د سر او سترګو له درده شکايت کوي.
"مطالعه، روغتیا او رواني فشار هم اغېزمنوي"
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شفا نړيوال روغتون سره تړلې د رواني ناروغيو ډاکتره وايي پر موبايل او ګېمونو د ماشومانو روږدي کېدل ډېرې ستونزې رامنځته کوي، ډېری وخت داسې هم کېږي چې مور او پلار بېوسه ښکاري او ماشومان يې په ژور خپګان اخته کېږي.
له بي بي سي سره په خبرو کې نوموړې وويل، "ماشومان سکرين ته د ډېر کتلو احساس نه کوي، د دوی زدکړې، روغتيا او همدا راز ذهن هم اغېزمنېږي. "
دا وايي، که په دې وخت کې له ماشومانو موبايلونه او ګمېونه واخلو، بيا هم ښه خوب نشي کولی. د دې تر څنګ د دوی ليد کمزوری کېږي، د فزيکي روغتيا ستونزو سربېره په يو څه د تمرکز وړتيا يې هم کمېږي.
ډاکتر نوشين وايي، موږ ته داسې ډېر ماشومان چې له ژور خپګانه ګړېږي راځي او په دوی کې ليدل کېږي چې سکرين ته ډېر ګوري.
د کورونا ناروغۍ پر مهال د ماشومانو د سکرين وخت ډېرېدو له امله ليدل شوي چې ښوونځي ته له بېرته تګ وروسته د دوی ټولنيزتوب کم شوی او د ملګرو پيدا کولو برخه کې هم ډېر تمايل نه ښيي.
دا وايي، ما ته داسې څو ماشومان راغلي چې په ګېمونو دومره روږدي شوي چې ډېره ځله ښوونځي ته له تللو سره هم زدکړه نشي پيلولی.
يو ارواپوه ډاکتر پنکج کومار، سکرين ته د ډېر کتلو د ذهني اغېزو په اړه وايي، د څېړنو له مخې که ماشومان يا تنکي ځوانان تر شپږو يا اوو ساعتون زیات سکرین ته وګوري، پر هغوی رواني اغېزې لرلی شي. "دا کولی شي پر ځان کنټرول، د لېوالتيا يا تجسس، تمرکز او احساساتي ثبات نشتوالي تر څنګ په اسانۍ د ملګرو جوړولو صلاحیت له منځتللو په څېر له ستونزو سره مخ شي.
نوموړی زیاتوي دا په دې پورې هم اړه لري چې دوی په سکرين څه ګوري، فلم، ګېم، سوشل ميډيا ګوري او يا څه لولي. "د دې اغېز له يوه ماشوم بل ته هم توپير لري. "
څېړونکو موندلې، هغه زده کوونکي چې د مطالعې په وخت کې پيغامونه لېږي او يا ترلاسه کوي د دوی د ازموينې پايلې هغومره ښې نه وي.
په کوم عمر کې بايد ماشوم ته ځيرک موبايل ورکړل شي؟
ماشومان له خپل مور او پلار د موبايل ټليفون کارول زدکوي. د يوه راپور له مخې له زېږون تر اته کلنۍ پورې ماشومان د ټیکنالوژۍ په خطرونو نه پوهېږي او د خپلو والدينو پېښې کوي.
نن سبا ډېری مور او پلار په دې اړه اندېښمن دي چې خپلو اولادونو ته ځيرک موبايل ورکړي او که د امکان تر کچې يې تېرې لرې وساتي.
که څه هم موږ داسې بشپړ کره شواهد نه لرو چې ځيرک موبايل او يا ټولنيزو رسنيو ته لاسرسی د ماشومانو په رواني روغتيا منفي اغېزې لري خو تراوسه شوې ډېری څېړنې او شواهد ښيي چې د ذهني ودې ځانګړي عمر کې د ځيرک موبايل او ټولنيزو رسنيو کارول د منفي اغېزو خطر زیاتوي.
ډېری کارپوهان په دې اند دي، کله چې تاسو پرېکړه وکړي چې ماشوم مو د ځيرک ټيلفون لپاره چمتو دی یو څو فکټورونو بايد په پام کې ونيول شي او په دې اړه فکر وشي چې د موبايل له ورکولو وروسته بايد څه وکړل شي.
د څېړنې له مخې تر اته کلنۍ پورې ماشومان د انټرنېټ په خطرونو لږ يا هېڅ نه پوهېږي. ډاکتر نوشين کاظمي وايي دا د مور او پلار مسووليت دی چې خپله هم د ټېکنالوژۍ يه سم کارولو پوه وي.
"په دې کې دا هم شامل دي چې ماشوم ته ووايئ، کوم ډول اپونه او د څومره وخت لپاره يې کارولی شي. ماشوم بايد د خپل عمر مطابق موادو ته لاسرسی يا اجازه ولري."
اغلې نوشین په دې باور ده چې د ماشومانو د پوهولو لپاره بايد د انټرنېټ خونديتوب په اړه ښوونځي او کور کې خبرې وشي. "موږ داسې قضیې هم درلودې چې ځوان هلکان او نجونې چې نامناسب مواد يې لیدلي، ځورېږي او په خپګان اخته شوي دي. "له ناسمو خلکو سره له خبرو وروسته له ځورېدو سره مخ شوي دي. "