افغانستان ولې د خپلې اړتیا ۸۰ سلنه هګۍ له بهره واردوي؟

- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د چرګانو د فارمونو د پراخوالي لپاره د افغان سوداګرو له هڅو سره سره، دغه هېواد تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو پر وارداتي هګیو تکیه کوي.
د شمېرو له مخې، افغانستان خپل د اړتیا وړ ۸۰ سلنه هګۍ له بهرنیو هېوادونو واردوي، ځکه په کور دننه د هګیو تولید د بازار اړتیا نه شي پوره کولای.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي سره له دې، چې پر وارداتي هګیو یې تعرفه لوړه کړې خو بیا هم هر کال ۶۰ زره ټنه هګۍ له بهرنیو هېوادونو راوړل کېږي.
شیر احمد صدیقي په کندهار کې د هګیو یو عمده پلورونکی دی. دی وايي وارداتي هګۍ د کندهار په سیمهيیزو بازارونو کې د خرڅلاو لویه برخه جوړوي:
"هره ورځ شاوخوا پنځه زره کارټنه بهرنۍ هګۍ او شاوخوا ۵۰۰ کارټنه په کور دننه تولید شوې هګۍ بازار ته وړاندې کېږي."


د کرنې وزارت د درې کاله وړاندې شمېرې ښيي، چې افغانستان یو اعشاریه دوه میلیارده هګیو ته په کال کې اړتیا لري، چې پنځوس سلنه اړتیا هغه مهال له کورنیو تولیداتو پوره کېده.
خو اوس د حیواني محصولاتو د واردوونکو ټولنه وايي د افغانستان د کورنیو بازارونو د هګیو ۹۰ سلنه اړتیا له وارداتو پوره کېږي او یوازې لس سلنه یې په کور دننه له فارمونو ترلاسه کېږي .
ددغې ټولنې مرستیال سید احمد کوهدامني وايي افغانستان کې د هګیو تولیدي فارمونه له چرګوړو نه نیولې بیا د هغوی خواړه، درمل او نور توکي له بهرنیو هېوادونو واردوي او یوازې د افغانستان هوا او ځمکه کاروي.
ښاغلی کوهدامني وايي دوی څو ځله له فارم لرونکو سره ناستې درلودې او له هغو يې غوښتي وو که د بازار د هګیو اړتیا پوره کولای شي، محصولات به یې دوی وپېري او د شپږو میاشتو پیسې به مخکې تر مخکې تادیه کړي، خو دده په خبره پایله یې نه درلوده او تولیدات هومره نه وو:
"هره میاشت له ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ کانټینره پوري هګۍ له بېلابېلو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان او ازبکستان نه افغانستان ته راوړل کېږي."
افغانستان کې څه باندې ۶۰۰ د هګیو د تولید فارمونه شته


ښاغلی کوهدامني وايي سره له دې چې په یو کانټینر وارداتي هګيو شاوخوا لس زره ډالره لګښت راځي، خو دوی بیا هم توانېدلي، چې په بازارونو کې د کورنیو تولیداتو پرتله د وارداتي هګیو بیې ټیټې وساتي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې پر وارداتي هګیو ګمرکي تعرفه له لس سلنې نه ۱۶ سلنې ته لوړه کړې، خو بیا هم هر کال ۶۰ زره ټنه (نژدې یو میلیارډ هګۍ) له نورو هېوادونو نه افغانستان ته راوړل کېږي.
د مالیې وزارت ویاند عبدالولي حقمل وايي دوی د هګیو لپاره موسمي تعرفه وضع کړې، چې د کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶ سلنه او د کال وروستیو شپږو میاشتو کې بیا دغه تعرفه عادي حالت ته ګرځي او لس سلنې ته راټیټېږي.
د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۶۰۰ د هګیو د تولید فارمونه شته، خو دا چې ولې لا هم ډېره تکیه پر وارداتي محصولاتو ده، په کندهار کې د چرګانو او هګیو د فارم لرونکو د ټولنې مرستیال شمس کامران یې پر لاملونو غږېږي:
"د هګیو تولید لویې پانګې او ورسره مسلکي کسانو ته اړتیا لري، چې دې برخه کې يې زدکړي کړې وي، دویم پر بهرنیو وارداتي هګیو د کورنیو بازارونو تکیه ده."

ښاغلی کامران وايي د هګیو د تولید بهیر اوږدمهالی دی، ځکه چرګان چې د هګیو د تولید لپاره ساتل کېږي شپږ میاشتې وخت نیسي چې هګۍ اچول پیل کړي او باید دوه یا درې کاله وساتل شي.
"هغه چرګان، چې د غوښو د تولید لپاره ساتل کېږي له ۴۰ ورځو روزلو وروسته د پېر او پلور لپاره بازار ته وړاندې کېږي ځکه نو دا برخه د هګیو تر تولید پیاوړې ده."
ښاغلی کامران وايي د هګیو د صنعت د بیا غوړېدو لپاره په مالي او تخنیکي برخه کې د حکومت او مرستندویو بنسټونو ملاتړ اړین دی، څو له اوسني مصرفي وضعیت نه تولیدي حالت ته افغانستان وګرځوي .
د افغانستان د چرګانو او هګیو د فارم لرونکو د ټولنې مرستیال انصارالله بختانی، چې خپله هم په کابل د هګیو د تولید یو فارم لري مني چې اوسمهال کورني تولیدات د افغانستان د بازارونو اړتیا نشي پوره کولای.

خو نوموړی وايي ددې لپاره چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او ورسره هممهال مصرف کوونکي اغېزمن نشي او قېمتونه ثابت وساتل شي، د بازار د اړتیا پر بنسټ باید وارداتي هګیو ته اجازه ورکړل شي:
"موږ له حکومت سره تعهد ته چمتو یو، چې بازار کې به د هګیو بیې ثابتې ساتو، خو حکومت هم باید په تدریجي ډول پر وارداتي هګیو ګمرکي تعرفه لوړه کړي چې ګام پر ګام پر ځان بسیا شو."
ښاغلی بختانی وايي په افغانستان کې فعال د هګیو فارمونه له ۱۵ نه تر شل سلنې پورې په تاوان خپل محصولاتو بازار ته وړاندې کوي، ځکه دده په خبره بازار کې له وارداتي هګیو سره سیالي نشي کولای.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې ۱۲۵۰۰ د چرګانو د روزنې فارمونه شته، چې لویه برخه یې تېره یوه لسیزه کې جوړ او تر ډېره د چرګانو د غوښو د تولید برخه کې فعال دي.
فارم لرونکي مني، چې افغانستان کې د هګیو د تولید ظرفیت شته، خو په کور دننه د مسلکي کسانو نشتوالی، د چرګانو د نارغیو د مخنیوي برخه کې لږ امکانات او د هګۍ اچوونکو چرګو د چرګوړو نه تولید ددغه صنعت د ودې پر وړاندې د سترو خنډونو په توګه یادوي.











