افسانوی سوکوهونکی جورج فورمن په ۷۶ کلنۍ کې ومړ، دی څوک و؟

    • Author, کریسټل هېز
    • دنده, بي بي سي نيوز، لاس انجلېس

د درانه وزن افسانوي سوکوهونکي جورج فورمن کورنۍ وايي، نوموړی په ۷۶ کلنۍ کې ومړ.

فورمن، چې په سوک وهلو کې د "بېګ جورج" یا ستر جورج په نوم مشهور و، په ۱۹۶۰مه لسیزه کې سوک وهل پیل کړ او څو لسیزې یې فعالیت وکړ. هغه د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټلی و او د درانه وزن د نړۍ د اتلولۍ دوه کمربندونه یې ترلاسه کړي وو.

د هغه لومړنۍ مسلکي ماتې د سوکوهنې د یو بل لوی اتل پر وړاندې وه: محمد علي، چې په ۱۹۷۴ کې په یوه تاریخي سیالۍ کې ورسره مخامخ شو.

فورمن د ۱۹۷۳ کال د دروند وزن نړیوال اتل شو او بیا یې په ۱۹۹۴ کې، چې ۴۵ کلن و، دا لقب یو ځل بیا وګاټه. هغه په ۱۹۹۷ کې له سوک وهلو تقاعد شو.

د هغه کورنۍ د انسټګرام په یوه بیان کې لیکلي: "زموږ زړونه مات شوي. یو ژمن واعظ، یو وفادار مېړه، یو مینه ‌ناک پلار او یو ویاړلی نیکه، چې پر خپلو لمسیانو یې ویاړ کاوه. هغه د نه ماتېدونکې عقیدې، عاجزۍ او هدفمن ژوند کاوه."

په دغه بیان کې زیاته شوې: "هغه د یو بشرپال، اولمپیکي ورزشکار او د درانه وزن دوه ځلې نړیوال اتل په توګه ژور احترام ترلاسه کړی و - د خیر ښېګڼې یوه ځواکمنه څېره، یو منظم سړی، د قوي باور څښتن او د خپل میراث ساتونکی، چې د خپلې کورنۍ لپاره یې د خپل ښه نوم د ساتلو لپاره - نه ستړي کېدونکی مبارزه کوله."

فورمن د ۱۹۴۹ د جنورۍ پر ۱۰مه د امریکا د ټېکساس ایالت په مارشال ښار کې زیږېدلی. هغه د خپل پلار له نشتوالي سره، د خپلې مور لخوا د شپږو خویندو او وروڼو تر څنګ لوی شو، په داسې یوه دوره کې چې د امریکا په جنوبي ایالتونو کې لا هم نژادي جلاوالی دود و.

هغه له ښوونځي ووت او مخکې له دې چې بالاخره د سوکوهنې میدان کې خپله لار ومومي، کوڅو کې غلاوو ته یې مخه کړه.

فورمن په ۱۹۶۸ کې، چې ۱۹ کلن و، د مکسیکو سټي د اولمپیک دروند وزن د سرو زرو مډال وګاټه. وروسته یې مسلکي سوک وهلو ته مخه کړه او خپلې لومړنۍ ۳۷ پرله‌ پسې سیالۍ یې وګټلې.

په ۱۹۷۳ کې یې جو فریزر، چې د خپل وخت بې‌سیاله اتل و، د جامایکا په کینګسټون کې مات کړ او هغه یې په دوو پړاوونو کې شپږ ځلې پر مځکه وغورځاوه.

فورمن د سوک وهلو تر میدان هاخوا هم بریالی و، واعظ شو او په سوداګرۍ کې هم وځلېد.

هغه د "جورج فورمن ګرېل" د باربیکیو وسیلې اصلي اعلانوونکی و. دا وسیله چې په ۱۹۹۴ کې بازار ته وړاندې شوه، تر اوسه یې میلیونونه قلمه پلورل شوي دي.

فورمن د پنځو زامنو په ګډون ۱۲ اولادونه لري، چې د ټولو نومونه یې "جورج" اېښي دي.

هغه په خپل ویب‌سایټ کې وضاحت ورکړی چې دا نومونه یې ځکه پرې اېښي، "چې تل باید یو څه ګډ ولري."

فورمن به ویل: "زه ورته وایم، که یو مو پورته شو [وځلېد]، ټول پورته کېږو او که یو راولوېد، ټول به ولوېږو."

د جورج فورمن ژوند په انځورونو کې