افسانوی سوکوهونکی جورج فورمن په ۷۶ کلنۍ کې ومړ، دی څوک و؟

جورج فورمن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افسانوی سوکوهونکی جورج فورمن
    • Author, کریسټل هېز
    • دنده, بي بي سي نيوز، لاس انجلېس

د درانه وزن افسانوي سوکوهونکي جورج فورمن کورنۍ وايي، نوموړی په ۷۶ کلنۍ کې ومړ.

فورمن، چې په سوک وهلو کې د "بېګ جورج" یا ستر جورج په نوم مشهور و، په ۱۹۶۰مه لسیزه کې سوک وهل پیل کړ او څو لسیزې یې فعالیت وکړ. هغه د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټلی و او د درانه وزن د نړۍ د اتلولۍ دوه کمربندونه یې ترلاسه کړي وو.

د هغه لومړنۍ مسلکي ماتې د سوکوهنې د یو بل لوی اتل پر وړاندې وه: محمد علي، چې په ۱۹۷۴ کې په یوه تاریخي سیالۍ کې ورسره مخامخ شو.

فورمن د ۱۹۷۳ کال د دروند وزن نړیوال اتل شو او بیا یې په ۱۹۹۴ کې، چې ۴۵ کلن و، دا لقب یو ځل بیا وګاټه. هغه په ۱۹۹۷ کې له سوک وهلو تقاعد شو.

د هغه کورنۍ د انسټګرام په یوه بیان کې لیکلي: "زموږ زړونه مات شوي. یو ژمن واعظ، یو وفادار مېړه، یو مینه ‌ناک پلار او یو ویاړلی نیکه، چې پر خپلو لمسیانو یې ویاړ کاوه. هغه د نه ماتېدونکې عقیدې، عاجزۍ او هدفمن ژوند کاوه."

جورج فورمن (کېڼ) او محمد علي د ۱۹۹۴ کال په تاریخي سیالۍ "په ځنګل کې غورېدل" کې نومېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جورج فورمن (کېڼ) او محمد علي د ۱۹۹۴ کال په تاریخي سیالۍ "په ځنګل کې غورېدل" کې

په دغه بیان کې زیاته شوې: "هغه د یو بشرپال، اولمپیکي ورزشکار او د درانه وزن دوه ځلې نړیوال اتل په توګه ژور احترام ترلاسه کړی و - د خیر ښېګڼې یوه ځواکمنه څېره، یو منظم سړی، د قوي باور څښتن او د خپل میراث ساتونکی، چې د خپلې کورنۍ لپاره یې د خپل ښه نوم د ساتلو لپاره - نه ستړي کېدونکی مبارزه کوله."

فورمن د ۱۹۴۹ د جنورۍ پر ۱۰مه د امریکا د ټېکساس ایالت په مارشال ښار کې زیږېدلی. هغه د خپل پلار له نشتوالي سره، د خپلې مور لخوا د شپږو خویندو او وروڼو تر څنګ لوی شو، په داسې یوه دوره کې چې د امریکا په جنوبي ایالتونو کې لا هم نژادي جلاوالی دود و.

هغه له ښوونځي ووت او مخکې له دې چې بالاخره د سوکوهنې میدان کې خپله لار ومومي، کوڅو کې غلاوو ته یې مخه کړه.

فورمن په ۱۹۶۸ کې، چې ۱۹ کلن و، د مکسیکو سټي د اولمپیک دروند وزن د سرو زرو مډال وګاټه. وروسته یې مسلکي سوک وهلو ته مخه کړه او خپلې لومړنۍ ۳۷ پرله‌ پسې سیالۍ یې وګټلې.

فورمن په ۲۰۰۱ کال کې په لندن کې خپل ګرېل پرانیست.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فورمن په ۲۰۰۱ کال کې په لندن کې خپل ګرېل پرانیست.

په ۱۹۷۳ کې یې جو فریزر، چې د خپل وخت بې‌سیاله اتل و، د جامایکا په کینګسټون کې مات کړ او هغه یې په دوو پړاوونو کې شپږ ځلې پر مځکه وغورځاوه.

فورمن د سوک وهلو تر میدان هاخوا هم بریالی و، واعظ شو او په سوداګرۍ کې هم وځلېد.

هغه د "جورج فورمن ګرېل" د باربیکیو وسیلې اصلي اعلانوونکی و. دا وسیله چې په ۱۹۹۴ کې بازار ته وړاندې شوه، تر اوسه یې میلیونونه قلمه پلورل شوي دي.

فورمن د پنځو زامنو په ګډون ۱۲ اولادونه لري، چې د ټولو نومونه یې "جورج" اېښي دي.

هغه په خپل ویب‌سایټ کې وضاحت ورکړی چې دا نومونه یې ځکه پرې اېښي، "چې تل باید یو څه ګډ ولري."

فورمن به ویل: "زه ورته وایم، که یو مو پورته شو [وځلېد]، ټول پورته کېږو او که یو راولوېد، ټول به ولوېږو."

د جورج فورمن ژوند په انځورونو کې

(ځنګل کې غورېدل) په مشهوره سیالۍ کې له محمد علي کلې سره د فورمن د سوکوهلو سیالي

د عکس سرچینه، Bettmann via Getty Images

د عکس تشریح، (ځنګل کې غورېدل) په مشهوره سیالۍ کې له محمد علي کلې سره د فورمن د سوک وهلو سیالي
جورج اډوارډ فورمن

د عکس سرچینه، Bettmann via Getty Images

د عکس تشریح، جورج اډوارډ فورمن د ۱۹۴۹ کال د جنوري په ۱۰مه د ټیکساس په مارشال کې زیږېدلی و، د هغه د شوقي سوک وهنې فعالیت د ۱۹۶۸ کال د مکسیکو ښار په اولمپیک لوبو کې اوج ته ورسېد، چېرې چې هغه د سرو زرو مډال وګاټه او له بریا وروسته یې په مشهور ډول د متحده ایالاتو یو کوچنی بیرغ وخوځاوه.
په ۱۹۶۹ کال کې له مسلکي کېدو وروسته، هغه په ​​چټکۍ ترقي وکړه. تر ۱۹۷۲ کال پورې، هغه د ۳۷ سیالیو د ګټلو لړۍ درلوده - چې ۳۵ یې ناک آوټ وې. د نړۍ د درانه وزن اتلولۍ کې د هغه لومړی ګوزار په ۱۹۷۳ کال کې راغی، چې بالاخره د هغه وخت نه ماتېدونکي نړیوال سوکوهونکي اتل جو فرېزر ته یې ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Disney General Entertainment Content via Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۶۹ کال کې له مسلکي کېدو وروسته، هغه په ​​چټکۍ ترقي وکړه. تر ۱۹۷۲ کال پورې، هغه د ۳۷ سیالیو د ګټلو لړۍ درلوده - چې ۳۵ یې ناک آوټ وې. د نړۍ د درانه وزن اتلولۍ کې د هغه لومړی ګوزار په ۱۹۷۳ کال کې راغی، چې بالاخره د هغه وخت نه ماتېدونکي نړیوال سوکوهونکي اتل جو فرېزر ته یې ماته ورکړه
فورمن دا لقب په ۲۴ کلنۍ کې وګاټه او دوه ځله یې په بریالیتوب سره دفاع وکړه.

د عکس سرچینه، Bettmann via Getty Images

د عکس تشریح، فورمن دا لقب په ۲۴ کلنۍ کې وګاټه او دوه ځله یې په بریالیتوب سره دفاع وکړه.
فورمن بیا د ۱۹۷۴ کال په مشهوره (ځنګل کې غورېدل) سیالۍ کې د محمد علي پر وړاندې خپل د درانه وزن لقب له لاسه ورکړ. د فورمن د ستړي کولو لپاره، علي اته پړاوونه په رسۍ تکیه وکړه، یو تاکتیک چې هغه یې "رسۍ-ا-ډوپ" بولي.

د عکس سرچینه، Bettmann via Getty Images

د عکس تشریح، فورمن بیا د ۱۹۷۴ کال په مشهوره (ځنګل کې غورېدل) سیالۍ کې د محمد علي پر وړاندې خپل د درانه وزن لقب له لاسه ورکړ. د فورمن د ستړي کولو لپاره، علي اته پړاوونه په رسۍ تکیه وکړه، یو تاکتیک چې هغه یې "رسۍ-ا-ډوپ" بولي.
په ۱۹۷۷ کال کې یو لوی بدلون راغی: د امریکایي سوکوهونکي جیمي ینګ پر وړاندې د سیالۍ له بایللو لږ وروسته، فورمن باکسینګ پرېښود او مذهب ته یې مخه کړه، په ۱۹۷۸ کال کې یو مقرر (واعظ) شوی شو. هغه وروسته د جورج فورمن ځوانانو او ټولنې مرکز او د عیسی مسیح کلیسا تاسیس کړه.

د عکس سرچینه، Michael Brennan/Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۷۷ کال کې یو لوی بدلون راغی: د امریکایي سوکوهونکي جیمي ینګ پر وړاندې د سیالۍ له بایللو لږ وروسته، فورمن باکسینګ پرېښود او مذهب ته یې مخه کړه، په ۱۹۷۸ کال کې یو مقرر (واعظ) شوی شو. هغه وروسته د جورج فورمن ځوانانو او ټولنې مرکز او د عیسی مسیح کلیسا تاسیس کړه.
په ۱۹۹۴ کال کې، هغه په ​​یوه نوي فعالیت کې برخه واخیسته، د جورج فورمن ګرېل - چې د "لین مین ګریلنګ ماشین" په نوم هم پېژندل کېږي. د باکسینګ په کړۍ کې، هغه په ​​همدغه کال کې د ۴۵ کلونو په عمر کې د درانه وزن ترټولو زوړ اتل هم شو. هغه درې کاله وروسته، په ۱۹۹۷ کال کې له سوکوهنې متتقاعد شو.

د عکس سرچینه، Cathrin Mueller/Bongarts/Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۹۴ کال کې، هغه په ​​یوه نوي فعالیت کې برخه واخیسته، د جورج فورمن ګرېل - چې د "لین مین ګریلنګ ماشین" په نوم هم پېژندل کېږي. د باکسینګ په کړۍ کې، هغه په ​​همدغه کال کې د ۴۵ کلونو په عمر کې د درانه وزن ترټولو زوړ اتل هم شو. هغه درې کاله وروسته، په ۱۹۹۷ کال کې له سوکوهنې متتقاعد شو.
له باکسینګ څخه نژدې لس کاله لرې پاتې کېدو وروسته، فورمن پرېکړه وکړه چې په ۱۹۸۷ کال کې بېرته د سوکوهنې لاسماغوګان په لاس کړي او د ځوانانو خپل مرکز لپاره د فنډ راټولولو لپاره راستون شي.

د عکس سرچینه، Carlos Schiebeck/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، له باکسینګ څخه نژدې لس کاله لرې پاتې کېدو وروسته، فورمن پرېکړه وکړه چې په ۱۹۸۷ کال کې بېرته د سوکوهنې لاسماغوګان په لاس کړي او د ځوانانو خپل مرکز لپاره د فنډ راټولولو لپاره راستون شي.
فورمن د پنځو زامنو په ګډون ۱۲ ماشومان لري چې ټول یې جورج نومېږي. دلته هغه له خپل زوی جورج درېیم سره انځور اخیستی. هغه په خپل ویب‌سایټ کې وضاحت ورکړی چې دا نومونه یې ځکه پرې اېښي، "چې تل باید یو څه ګډ ولري. زه ورته وایم، که یو مو پورته شو [وځلېد]، ټول پورته کېږو او که یو راولوېد، ټول به ولوېږو."

د عکس سرچینه، Michael Brennan/Getty Images

د عکس تشریح، فورمن د پنځو زامنو په ګډون ۱۲ ماشومان لري چې ټول یې جورج نومېږي. دلته هغه له خپل زوی جورج درېیم سره انځور اخیستی. هغه په خپل ویب‌سایټ کې وضاحت ورکړی چې دا نومونه یې ځکه پرې اېښي، "چې تل باید یو څه ګډ ولري. زه ورته وایم، که یو مو پورته شو [وځلېد]، ټول پورته کېږو او که یو راولوېد، ټول به ولوېږو."