ډارونکي شګلن توپانونه، نور څومره خطرناک کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Kevin Frayer/Getty Images
له امریکا تر منځني ختیځه، د نړۍ په ډېرو برخو کې په وروستیو کې د شګو او دوړو توپانونه راغلي. اسمان یې خړ کړی او خلک یې له تنفسي ستونزو سره مخ کړي دي.
دا توپانونه په دودیز ډول په پراخو دښتو کې را پیلېږي. کارپوهانو بي بي سي ته وویل، د اقلیم بدلون ډېر خلک اغېزمنوي. ښه بېلګه یې د صحرایي دښتو ډېرېدل او د کنکلونو ویلې کېدل دي، چې له امله یې دوړې ډېري شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وروستي راپور کې ویلي، دوی په مدیترانې او ځينو نورو سیمو کې د شګو او دوړو توپانونو د فریکونسو چټکتیا او زیاتوالی لیدلی دی. ملګرو ملتونو په دې اړه د لا زیاتو نړیوالو هڅو غوښتنه کړې ده.
د شګو او دوړو توپانونو څنګه رامنځته کېږي؟
دا توپانونه د ځمکې د طبیعي دورې برخه دي او هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې پیاوړي بادونه له وچو خاورو، شګې او دوړې فضا ته پورته کړي. د ملګرو ملتونو په وینا، هر کال کابو دوه میلیون ټنه شګه او دوړې اتموسفیر ته پورته کېږي.
په اکسفورډ پوهنتون کې د اقلیمي برخې استاد ریچارډ واشنګټن وايي، د خارج شویو دوړیو شاوخوا نیمایي د صحارا له دښتې راځي.
ذرې زرګونه کیلومتره سفر کولای شي. د ساري په توګه د افریقا دوړې اروپا، د امازون باراني ځنګلونو او اتلانتیک سمندر په څېر ځایونو ته رسېدای شي.
ډاکتر واشنګټن وايي، دوړې په دغه اوږدو سفر کې هغه مغذي مواد هم لېږدوي، چې سمندرونو او ځمکې ته ننوځي او د دوی ایکوسیستمونه پیاوړي کوي. هغه وايي، "دوی د ځمکې د فعالیت د څرنګوالي خورا مهمه برخه ده."
د دوړو او شګو توپانونو د رامنځته کېدو نورې لویې سرچېنې په اسیا کې د ګوبي او په منځني ختیځ کې د عربي صحرا په څېر دښتې دي.

د عکس سرچینه، Jaber Abdulkhaleg/Anadolu Agency via Getty Images
دغه توپانونه څومره ګواښمن دي؟
د ملګرو ملتونو مالومات ښيي د شګو او دوړو توپانونه په نړۍ کې د شاوخوا ۳۳۰ میلیون خلکو ژوند اغېزمنوي.
دغه توپانونه د خلکو تنفسي ستونزې زیاتوي، څاروي وژي، فصلونه ویجاړوي او د کمروزي لید په خاطر سړکونه او هوایي ډګرونه بندېدو ته اړه کوي.
د روان کال په مارچ کې د امریکا په ټیکساس او کینساس کې زورورو بادونو د دوړو توپانونه رامنځته کړل، چې د موټرو د ټکر لامل شول او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
له دغو توپانونو څو اونۍ وروسته، په عراق کې د شګو توپان له ۱۰۰۰ ډېر خلک په تنفسي ناروغیو اخته کړل.
ملګري ملتونه وايي، د دوړو ذرې که په پوزه یا خوله ننوځې، نو د سالنډۍ یا سینه بغل په څېر اختلالاتو رامنځته کولای شي. د دوړو کوچنۍ ذرې کېدای شي وینې ته لار پیدا کړي او ټول ارګانونه اغېزمن کړي. د دوړو توتانونه ذرې لا سره تخته کوي، چې دا بیا د هوا د ککړتیا لامل کېږي.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (WMO) عمومي منشي، سیلیسټ ساولو وايي، "د شګو او دوړو توپانونه د ميلیونونو خلکو روغتیا او د ژوند کیفیت ته زیان رسوي. ښاغلي ساولو زیاتوي، دا ډول توپانونه د هوا او ځمکني ترانسپورت، کرنې او لمرېزې انرژۍ تولید کې ګډوډۍ رامنځته کوي، چې پر بیا سمېدو یې میلیونونه ډالر لګښت راځي."

د هوا پېژندنې د دغه سازمان لخوا خپور شوی راپور وايي، هغه سیمې چې د دوړو د اوږد واټن لېږد لپاره خورا زیان منونکي دي، په لاندې ډول دي: د لویدیځې افریقا او کیریبین ترمنځ اتلانتیک سمندر؛ لاتینه امریکا؛ د مديترانې سمندر؛ عربي سمندر؛ د بنګال خلېج او مرکزي ختیځ چین دي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې څو ګرمې سیمې وې، چې "د دوړو غلظت یا پنډوالي یې د پام وړ لوړ و."
راپور وايي، د دغو سیمو لویه برخه افریقایي هېوادونه لکه لایبریا، کوټ دیویر، ګانا، کامرون؛ مصر؛ لاتینه امریکا - په ځانګړې توګه کولمبیا، وینزویلا او برازیل؛ چین او د مرکزي اسیا ځینې برخې لکه قزاقستان، ازبکستان او قرغزستان دي. د راپور په وینا، د مدیترانې سمندر، اسپانیا او ایټالیا هم له دغو توپانونو اغېزمن شوي وو.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان، د راپور له مخې، په متحده ایالاتو کې د دوړو او باد د ویجاړې لګښت په ۲۰۱۷ کال کې ۱۵۴.۴ میلیارد امریکایي ډالر اټکل شوی و.

د شګو توپانونه، لا نور څنګه خطرناک کېدای شي؟
د ډاکتر واشنګټن په وینا دا ډول توپانونه تل ګواښمن وي او اقلیمي بدلون په بادونو کې د دوړو اندازه زیاتولای شي.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان په خبره، وچکالي، د ځمکې کمروزی مدیریت او په ځنګلونو کې پراخې اور لګېدني د شګو او دوړو توپانونو لا خطرناکه کوي.
د دغې ادارې یوه چارواکې سارا باسارت وايي:
"د نړۍ په هره برخه کې چې تاسو د دښتې رامنځته کېدو خبرتیا واوري، نو ورسره سره سم به هلته د شګو او دوړو توپانونو د راتګ شاهدان واوسی"
آغلې باسارت زیاتوي، ځینې هغه سیمې چې په دودیز ډول صحراګانې/دښتې نه دي او ګڼ نفوس لري - لکه سویلي اروپا – د سختې وچکالۍ له خطر سره به مخ شي.

د عکس سرچینه، Fareed Kotb/Anadolu Agency via Getty Images
د رواني میاشتې په پیل کې، د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه راپور کې څرګنده شوه چې له سومالیا تر اصلي اروپا پورې، په تېرو دوو کلونو کې د ثبت شوي تاریخ تر ټولو ویجاړونکې وچکالي راغلې ده.
راپور همدا رنګه په افریقا، مدیترانې، لاتینه امریکا او سویل ختیځې اسیا کې هم د اقلیمي بدلون اغېز ته ګوته نیسي.
ډاکتر واشنګټن زیاتوي، د کنګلونو ویلې کېدل یو بل خطر رامنځته کوي، هغه دا چې په ویلې کېدو سره به یې ډېری هغه توکې وپېژندل شي، چې له زرګونو کلونو راهیسې له سترګو پناه دي.
په فبروري کې یوې څېړنې خبرداری ورکړ، د نړۍ کنکلونه د هر وخت پرتله اوس په چټکۍ سره ویلې کېږي، ځکه تودوخه د انساني فعالیتونو لکه د فوسیل سونګ توکو سوځېدو له امله لوړه شوې ده.
ښاغلي واشنګټن زیاتوي.
"دا فعالیتونو په ټوله سیاره کې د دوړو نوي سرچېنې را منځته کوي. زما لپاره په زړه پورې خبره دا ده چې د دوړو پورته کولو لپاره د سهارا باد نیم سرعت ته اړتیا لري، ځکه هر څه ور ته ښه چمتو دي."

د عکس سرچینه، AFP/AFP via Getty Images
نو څه کولای شو؟
ډاکتر واشنګټن ټېنګار کوي، د شته دوړو د احتمالي زیاتوالي مخنیوي لپاره تر ټولو مهم ګام د کاربن ډای اکسایډ اخراجولو کابو کول دي.
کاربن ډای اکسایډ د کمپلې په څېر عمل کوي، یانې په اتموسفیر کې اضافي انرژي بندوي او د سیارې د تودوخې لامل کېږي.
ملګري ملتونه زیاتوي، د نړۍ د دوړو شاوخوا ۲۵سلنه اخراج له انساني فعالیتونو لکه ساختماني، کرنې او د ځمکې مدیریت له کمروزیو کړنو سرچينه اخلي. د ملګرو ملتونو په وینا دا هر څه نباتات له منځه وړي او خاوره د باد تخریب ته چمتو کوي.
دا سازمان وايي:
"لکه څنګه چې د شګو او دوړو توپانونه د انساني فعالیتونو له امله زیاتېږي، همدارنګه دا توپانونه د انساني کړنو له لارې کمېدای هم شي."
ډاکتر واشنګټن په خبره، د وړاندوینې سیسټمونو کې پانګونه هم اړينه ده.
ډاکتر باسارت بیا وايي، ځينې نور کارونه - لکه د ډېرو ونو کېنول او د خاورې لندبل ساتل د دغو توپانونو اغېزې او د زیاتو پېښو خطر را کمولای شي.
نوموړی زیاتوي:
"دا ستونزه هم غټدلای او یا کمېدای شي" خو دا هر څه تر ډېره د خلکو په پرېکړو پورې اړه لري.











