د ملګرو ملتونو خبرداری: اقلیمي بدلون وچکالي پر وژونکي ګواښ اړولې

د سږ کال په پیل کې په سومالیا کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه خلک د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخامخ وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سږ کال په پیل کې په سومالیا کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه خلک د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخامخ وو.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ خپور شوی راپور وايي، په تېرو دوو کلونو کې له افریقا تر اروپا بې مخینې وچکالي ثبت شوې چې د اقلیم بدلون پراخ اغېز بلل کېږي.

دغه راپور کې وچکالي "چوپه وژونکې" بلله شوې چې په تدریجي ډول د ځمکې سرچینې کموي، ورو- ورو ژوند او معیشت له منځه وړي او د ایکو سیستم د له منځه تلو او لوږې په څېر ستونزې پېښوي.

راپور په افریقا، مدیترانه، لاتینه امریکا او سویل ختیځه اسیا کې د وچکالۍ اغیزې په ګوته کوي او کاږي، د سږ کال په پیل کې په سومالیا کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه خلک د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخامخ وو.

راپور سپارښتنه کوي چې حکومتونه باید د "نوي عادي وضعیت" لپاره چمتووالی ونیسي.

د راپور لیکوال او د متحده ایالتونو د وچکالۍ د کمولو د ملي مرکز مشر ډاکټر مارک اسووبودا وايي: "زما د هغو مشاهدو پر بنسټ چې تر اوسه مې لیدلي، وچکالي ترټولو بد نړیوال ناورین دی چې په کراره کراره پراخېږي."

هغه زیاته کړې: "دا راپور پر ژوند، معیشت او ایکوسیستمونو باندې، چې زموږ ژوند ور پسې تړلی، د وچکالۍ د اغېزو د سیستماتیک څار د اړتیا ښکارندويي کوي.

دا راپور هغه سیمې چې له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ پورې یې په نړیوال کچ سخته وچکالۍ ګاللې، په ګوته کړي او وايي، د اقلیم د بدلانه ګواښونکې طبیعي پدېدې 'ال‌نینو' د وچکالۍ اغېزې ډېرې کړې دي.

'ال‌نینو' هغه وخت رامنځته کېږي چې د ارام سمندر په ځینو برخو کې د سمندر د سطحې تودوخه له اوسط څخه لوړه شي، چې دا بیا په استوا کرښه کې د بادونو تګلوری بدلوی.

'ال‌نینو' په استوایی سیمو لکه سویلي افریقا، سوېل ختیځه اسیا، شمالي او سویلي امریکا او اسټرالیا کې د وچکالۍ لامل کېږي.

وچکالۍ رامنځته کړې قحطي

د ۲۰۲۳ کال جنورۍ کې د 'افریقا په ښکر' کې په ۷۰ کلونو کې تر ټولو بده وچکالي وه چې په کینیا، ایتوپیا او سومالیا کې په څو پرلپسې کلونو کې د اورښت نه کېدو له امله پېښه شوه.

په ۲۰۲۲ کال کې په سومالیا کې وچکالۍ رامنځته کړې قحطۍ ۴۳ زره کسان مړه کړل.

وچکالۍ د افریقا ځنګلي ژوند هم زیانمن کړی دی؛ په بوټسوانا کې د اوبو اسونه د سیندونو په خټو کې بند پاتې شول او په زیمبابوې او نمیبیا کې له لوږې سره مخامخ ټولنو د خپلو خوړو د تامین لپاره فیلان ووژل چې د څړځایونو د پراخېدو مخه یې ونیسي.

په بوټسوانا کې د اوبو اسونه د سیندونو په خټو کې بند پاتې شول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بوټسوانا کې د اوبو اسونه د سیندونو په خټو کې بند پاتې شول

د ماشومو نجونو اجباري ودونه

دا راپور ښيي چې وچکالي څنګه پر ټولنو ناوړه اغېز کوي او په ځانګړي ډول زیانمنېدونکو کسانو ته سخت زیان رسوي.

راپور وايي، د ختیځې افریقا په څلورو سیمو کې چې وچکالۍ سختې ځپلې دي، د اجباري ودونو کچه دوه برابره شوې ده، ځکه چې د ماشومو نجونو کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د هغوی ودولو ته غاړه ږدي.

د راپور مشره کارپوهه پاولا ګواستیلو وايي: "له وچکالۍ سره د مخامخو خلکو د مبارزې لارې ګودرې د دوی د زیاتېدونکې ناهیلۍ ښکارندويي کوي. مثلا نجونې له ښوونځي اېستل کېږي او په زور واده ته اړ اېستل کېږي، روغتونونه په خراب حالت کې دي او کورنۍ د ککړو اوبو د ترلاسه کولو لپاره په وچو سیندونو کې سوري کني چې دا ټولې د سخت کړکېچ نښې دي."

په راپور کې ویل شوي چې ټیټ او منځني عاید لرونکي هېوادونه د هغې ویجاړۍ له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي چې دوی یې بیا ترمیم کې بې وسه وو. د وچکالۍ او ریکارډ کچې تودوخې له امله په تېرو دوو کلونو کې د هسپانیا د زیتون حاصلات نیمایي کم شوي دي.

د امازون سیند په حوزه کې، د وچکالۍ له امله د سیندونو د کچې بې ساري کمښت کبان او له خطر سره مخامخ ډولفینان مړه کړل او همدارنګه یې د سلګونو زرو خلکو د څښاک اوبو تر لاسه کولو بهیر زیانمن کړ.

وچکالۍ په پاناما کانال کې د کښتیو شمېر کم کړی دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، وچکالۍ په پاناما کانال کې د کښتیو شمېر کم کړی دی

پر نړیواله سوداګرۍ د وچکالۍ اغېز

وچکالۍ حتی نړیواله سوداګري اغیزمنه کړې ده. د پاناما کانال ظرفیت د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې ترمنځ په ورځ کې له ۳۸ کښتیو ۲۴ ته راټیټ شوی و.

د راپور بل لیکوال ډاکټر کیلي هیلم‌سمیت وايي: "وچکالي یوازې اقلیمي پېښه نه ده، بلکې دا یو ټولنیز، اقتصادي او چاپیریالي بیړنی حالت دی."

پوښتنه دا نه ده چې دا به بیا کله پیښه شي، بلکې پوښتنه دا ده چې موږ ور سره د بیا مخامخېدو پر مهال څه ډول چمتووالی لرو.