اوبو پسې ژړا: څنګه د هلمند ودان کلي له خلکو خالي شوي؟

بي‌ بي پایندو د وچکالۍ له امله د خپل کور کلي‌ پرېښودو ته اړه شوې.
د عکس تشریح، بي بي‌ پایندو د اوبو لپاره اوښکې تویوي.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي هلمند

د خالي کورونو په منځ‌ کې ولاړ په غریو نیولي غږ یې را ته وویل "دا کلی ټول بار شوی. ځمکې لاندې د اوبو ګل په سلو مترو کې دی او مجبور یو چې د اوبو لپاره دوه سوه متره برمه ووهو." رحمت الله تر دوو کالو وړاندې د هلمند د نوزاد په هرمز کلي‌ کې اوسېده.

د نوموړي دا پلرنی ټاټوبی یو مهال ښېرازه و. د ژوندانه شور او ځوږ په کې اورېدل کېده خو اوس د یادونو پر هدیرې بدل شوی.

وچکالۍ سلګونه کورنۍ اړ کړې چې له دې ځایه ووځي. د ګوتو په شمېر له څو کورنیو پرته، دا کلی نور ټول تش پروت دی.

هرمز کلی یو مهال ښېرازه و خو اوس د یادونو نو پر هدیرې بدل شوی.
د عکس تشریح، د هلمند په نوزاد کې د هرمز کلی

له کتار ولاړ کورونه داسې ښکاري‌ چې کلونه یې د اوبو څاڅکی نه وي‌ لېدلی. لښتي وچ او له ډبرو ډک دي.

رحمت الله د خپل کور کتلو ته بوتلم- هغه کور چې دی په کې زېږېدلی او ستر شوی.

د درې خونو خټین کور لا هم لاړ دی، خو اوسېدونکي یې نه شته.

کور ته له رسېدو سره سم داسې برېښېده، لکه رحمت الله چې نه غواړي تړلې دروازه پرانیزي او انګړه ته ننوځي.

ښايي‌ ډارېده به، چې د تېر مهال خواږه یادونه به یې بیا پر ماغزو بوج شي.

رحمت الله وايي د اوبو نه شتون اړ کړ خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي.
د عکس تشریح، رحمت الله د خپل خالي کور په انګړه کې

انګړه ته له ننوتلو سره،‌ کله چې یې سترګې پر یوازینۍ ولاړې وچې شوې کوچنۍ ونې ولګېدې، مخ یې را واړوه او په ډېره خواشینۍ یې را ته وویل "ګوره څنګه وچه شوې."

د چوترې یوه ګوټ ته کېناست،‌ پورته یې راته وکتل او زیاته یې کړه: "کله چې دلته د څښاک اوبه کمې شوې، له دې کوره ووتلو." شېبه غلی و، بیا یې غږ را پورته شو "په ویر او ژړا وتلي‌ یو."

کیڼ اړخ ته یې، د کتارو ولاړو درېیو خونو پر لور سترګې وړاولې. ځان سره یې ورو څه وویل. بیا یې راته وکتل او ویې ویل: "په هغه ورځ چې موږ له دې کوره بارېدو، زما ماشومان او زما کوچنیو ورونو ګردو ژړل."

افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی.

د وچکالۍ لمنه پر پراخو سیمو غوړېدلې،‌ خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي‌ او بې وختو اورښتونو او له امله یې راغلو سیلابونو خلکو ته ګڼ مالي‌ او د سر زیانونه اړولي‌ دي.

د هلمند ولایت ویاند محمد قاسم ریاض وايي، "د هلمند له شمالي‌ ولسوالیو لکه نوزاد، واشېر او موسی کلا زرګونه کورنۍ د خپلو مینو پرېښودو ته اړې شوې."

په دې کلي کې خلک د اقلیمي بدلانه درد او کړاو پوره تجربه کوي، خو په دې نه پوهېږي چې څه راز یوه ستر ناورین سره مخامخ دي.

رحمت الله چې لا هم پر خپل ځای ناست و زما دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا د اقلیمي بدلون په اړه یې کله څه اورېدلي؟ وویل،‌ "نه موږ اقلیمي بدلون نه پېژنو." بیا یې را غبرګه کړه "اقلیمي بدلون څه شی دی؟ نه یې پېژنو."

خپل ټاټوبي‌ سره مینه

دلته په دې کلي‌ کې بیا پر ځینو خپل پلرني ټاټوبي سره عاطفي تړاو غاوره شوی او د خپل کور او کلي له پرېښودو یې ډډه کړې.

بصیر چې په دغه کلي‌ کې د ګوتو په شمېر له پاتې کورنیو دی، راته په یوه دیګي کې زېرمه کړې خړې اوبې وښودې، او ویل یې ، مجبور دي "نن په همدې اوبو ګوزاره وکړي."

بصیر ومنله چې هره ورځ له سختۍ سره لاس او ګریوان دي خو وايي که دا ځای پرېږدي، نو دا ورته په دې مانا ده چې پېژندګلوي یې ترې اخیستل شوې.

بصیر د خپل کور په انګړه کې د کلي‌ لور ته لاس ونیوه او ویې ویل "تاسو دا کلی وګورئ، ټول تش دی. موږ د ګوتو په شمېر یو څو کورنۍ پاتې یو. خو موږ دا ځای نشو پرېښودلی. دا زموږ د پلار او نیکه وطن دی. هدیره مو دلته ده. هر څه چې لرو ټول دلته دي. نه یې شو پرېښودلی."

خو د اوبو د کمي ستونزې بیا دوی نه پرېږدي. بصیر وايي‌ د اوبو له یوې ذخیرې چې په دې وروستیو کې یوې مرستندویې ادارې جوړه کړې، اوونۍ کې دوه ځله اوبه ترلاسه کوي او ډېرې ستونزې ګالي.

دی نژدې هر ورځ‌ اوبو پسې لېرې مزل کوي . تګ راتګ یې ۴۰ دقیقي وخت نیسې چې کورته دوه بوشکې اوبه راوړي.

هغې باوړۍ ته ورغلو چې بصیر ترې اوبه راوړي. د برمې په مرسته ترلاسه شوې اوبه په ناخوندي‌ ډول ذخیره شوي، خو دوی لپاره یو لوی غنیمت دی.

بصیر د وچکالۍ ستونزې ګالي‌ خو خپل کور کلی یې نه دی پرېښی.
د عکس تشریح، بصیر ستونزې ګالي‌ خو خپل کور کلی یې نه دی پرېښی.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي‌، دلته د برمو پر مټ‌ د ځمکې له تله د ترلاسه کېدونکو اوبو فشار هم ورځ تر بلې کمېږي.

د هلمند په بله شمالي‌ ولسوالۍ د واشیر په شاه پشته سیمه کې هم ژوند په ټپه درېدلی.

کلی نژدې بشپړ تش دی، د کورونو په منځ ګرځېدل سړي ته د ویرې او حیرانۍ‍ ترمنځ یو ډول احساس راکوي.

د کلي جومات پر مصلې، میکروفون او ټولو وسیلو ودان دی، خو لمونځ کونکي یې نشته.

د سیمې یو اوسېدونکی حاجی تورخان داسې یو ځای را وښود چې پخوا باغونه او کروندې وې، خو نن یې هېڅ نښې نه ښکاري، یوازې یو وچ ډاګ پاتې دی. حاجي تورخان وچ ډاک ته چې پرې د پخوانیو بڼونو د دیوالونو پاتې شوني‌ لا وړ و، کتل،‌ د افسوس په بڼه یې سره وخوځاوه او راته یې وویل"دلته د بادامو ونې وې، د انګورو ټاکونه و. خلکو به ډېر حاصل ترلاسه کاوه."

کلي‌ کې پاتې څلورې کورنۍ

په دې کلي‌ کې یو مهال ۱۵۰ کورنۍ اوسېدې، خو اوس یوازې څلور پاتې دي. په دې څلورو کې یوه د یو اتیا کلن مولوي‌ دوست محمد کورنۍ ده، چې د کلي‌ تر ټولو عمر خوړلی اوسېدونکی دی. ده ته د تېرو وختونو یادونه لا هم پر زړه دي.

دی وايي‌ "هېڅکله مو داسې ستوماني‌ نه وه لیدلې لکه اوس چې راباندې راغلې."

یو اتیا کلن دوست محمد کورنۍ یو له څلورو کورنیو ده چې په خپل کلي‌ کې پاتې.
د عکس تشریح، د یو اتیا کلن دوست محمد کورنۍ یو له څلورو هغو ده چې په خپل کلي‌ کې پاتې.

په ګاونډ کلي‌ کې،بیا بي بي‌ پایندو د خپل کور په انګړه کې ناسته لوښي مینځي. هغه اړه ده کارول شوې اوبه په یوه لګن کې ذخیره کړي او بیا یې وکاروي. بي بي پایندو له بلې سیمې دلته راغلې. وچکالي‌ د خپل کور کلي‌ پرېښودو ته اړه کړې. نوموړې په خپله خونه کې چې ټغر هم په کې نه وغوړېدلی، پر یوه زړوکي کېناسته او راته یې وویل، دا بې وزلي یې د وچوبۍ ډالۍ ده.

دا وايي‌ په خپل کلي‌ کې مې "ځمکه،‌ څاه، شتمني‌ او هر څه لرل."

بي بي پایندو خپل ټیکری سم کړ او په ډېره لېوالتیا یې را غبرګه کړه ‌"خلک به زما کور ته راتلل او له ما به یې د خپل اړتیا وړ شیان وړل.‏ خو اوس چې مې پېژندګلوي‌ ګوري‌ نو وايي څنګه مو هر څه له لاسه ووتل."

له دې خبرو سره په ژړا شوه.

اوښکې یې د اوبو لپاره وې او هغه ژوندانه لپاره چې وچکالۍ ترې اخیستی.