ګرمه هوا کې د افغان ټکسي چلوونکو هوښیار او ابتکاري نوښت

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ټکسيچلوونکو د تودې هوا پر وړاندې یوه هوښیاره او ابتکاري حللاره پیدا کړې، چې خپل ځان او مسافر له سختې ګرمۍ وژغوري.
د افغانستان په جنوب کې کندهار ښار کې چې د هوا تودوخه یې په اوړي کې ډېری وخت تر ۴۰ درجې سانتيګراد (۱۰۴ فارنهایټ) لوړېږي، ګورئ چې د ځینې ابي ټکسيانو پر سر د یخچال په څېر ماشینونه تړلي وي او یوه د المونیم نیلۍ یې د مسافر د کړکۍ له لارې یخه هوا دننه لېږدوي.
۳۲ کلن ټکسي چلوونکي ګل محمد اېاېفپي خبري اژانس ته ویلي: "تقریباً درې یا څلور کاله مخکې ډېرې ګرمۍ پیل شوې.
د دغو موټرو اې سي کار نه کاوه او ترمیم یې ډېر ګران تمامېده. نو یوه تخنیکر ته ولاړم او هغه راته یوه ځانګړې یخچالي اله جوړه کړه."
دی وايي، دا اله یې په ۳۰۰۰ افغانۍ (شاوخوا ۴۳ ډالر) اخیستې، د موټر له بیټرۍ سره یې نښلولې او وخت په وخت اوبه ورته اچوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
عبدالباري، یو بل چلوونکی وايي: "دا له اصلي اې سي نه ښه کار کوي. د موټر اې سي یوازې مخ یخوي، خو دا یخچال ټول موټر ته هوا وېشي."
ځینې نورې الې بیا د سولر پینلونو سره نښلول شوي، چې همداراز د موټر پر بام لګول شوي دي.
افغانستان، چې د نړۍ له تر ټولو بېوزله هېوادونو ګڼل کېږي، د اقلیم بدلون له اغېزو سره هم ډېر زیانمن شوی دی.
دغه هېواد اوس له سختو ګرميو او دوامدارو وچکالیو سره مخ دی.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، ۲۰۲۵ کال تر دې دمه د افغانستان له تر ټولو ګرمو کلونو ګڼل شوی.
مرتضیٰ، یو ۲۱ کلن تخنیکر وايي، له تېرو دوو یا درېیو کلونو راهیسې د ټکسي چلوونکو له لوري د دغو یخچالي الو تقاضا ډېره شوې ده.
ده وویل: "ډېری موټر خو له پیله اې سي نه لري، همدا وجه ده چې موږ دا الې پرې لګوو."

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان ښارونه له هغو زړو موټرو ډک دي چې له ګاونډیو هېوادونو راوړل شوي او اوس دلته د خپل عمر وروستي پړاو کې چلېږي.
۱۹ کلن مسافر نورالله وايي: "کله چې یخچال نه وي، نو سفر ډېر سخت شي. دا چلوونکي د ستونزې حل کې مرسته کوي او دا ډېره ښه خبره ده."
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې نژدې ۹ میلیونه افغانان د اقلیمي پېښو لکه سېلابونو، وچکالیو او نورو طبیعي افتونو له امله زیانمن شوي او له نیم میلیون زیات کسان بېځایه شوي دي.
په افغانستان کې د ګرمۍ موسم کې لږ کورونه د سړولو یخچالونه لري، ځکه چې دا وسایل ګران دي او برېښنا هم اکثره وخت نه وي.











