د تودوخې مرطوبه درجه څه ته وايي او دا ولې مهمه موضوع ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ندالي ابومراد
- دنده, بيبيسي نړیواله څانګه
دا یو واقعیت دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله اوس د دوبي په میاشتو کې تودوخه ډېره او معمول شوې، او په داسې حال کې چې د استوا کرښې شمال لوري (نیمه شمالي کره) کې تودوخه زیاتېږي، د اروپا په ډېرو، امریکا ځینو برخو او د اسیا په شمال ختیځ کې د معمول پرتله ګرمي زیاته شوې ده.
له دې سره په ځانګړې توګه د لوی عمر کسانو، ماشومانو او یا سختو ناروغانو لپاره احتمالي خطرونه زیاتېږي.
په داسې حال کې چې د اسپانیا ایلګرانادو ښارګوټي کې د جون پر ۲۸مه ریکارډ ۴۶ درجې ګرمي ثبت شوه، اسپانیا کې چارواکي وايي، روانه میاشت ښايي د ثبت شوي تاریخ تر ټولو ګرمه میاشت ثابته شي.
خو شمېرې ځکه ناسم پوهاوی رامنځته کولای شي، چې د بېلګې په توګه په مرکزي کاناډا غوندې غیرمرطوبو سیمو کې بیا تودوخه هغومره زیاته نه ''محسوسېږي'' او نه هم دومره خطرناکه کېدای شي لکه مثلاً په فارس خلیج کې.
دلته ده، چې د ویټ بلب یا تودې مرطوبې درجې یادونه کېږي، چې د لمدبل او تودوخې خطرناکه ګډولې ته دا اصطلاح کارول کېږي، خو پوښتنه دا ده، چې دا څه ته وايي او څنګه کار کوي؟
ویټ بلب درجه حرارت څه ته وايي؟
هر چا ته معلومه ده، چې ''د تودوخې درجه'' څه ته وايي، یعنی د ترمامیټر هغه شمېرې چې د تودوخې کچې معلومولو په هکله یې راته ښيي.
ویټ بلب یا تودوخې درجې بیا د تودوخې او رطوبت یا لمدبل د یو ځای کېدو له کبله رامنځته شوي حالت کچه راښيي، یا په اسانه ژبه ویلای شو، چې په دې توګه په هوا کې د بخار یا تاو کچه معلومېږي.
څنګه یې اندازه معلومه کړو؟
تر ټولو اسانه لار یې دا ده، چې یو عادي ښیښه يي ترمامیټر واخلو، چې موږ ټول یې معمولا پېژنو او د پنبه یي ټوکر په یوه ټوټه کې یې ونغاړو، بیا پرې یو څه اوبه وشیندو چې لوند شي.
کله چې اوبه د تبخیر یا تاو په بڼه ترې الوځي، دا راښيي، چې د تودوخې درجه څومره ده. د تودوخې انرژۍ له اخیستو سره دغه اوبه د ترمامیټر تودوخه د (ویټ بلب درجې) سړوالي ته رسوي.
دا ولې مهمه ده؟
انساني بدن د خولې تویولو له لارې تودوخه اخراجوي. د انسان له بدنه وتلې خوله د بدن اضافي تودوخه له ځان سره باسي او کله چې د بخاراتو په بڼه الوځي، ګرمي هم ورسره ورکه شي.
په هغو سیمو کې چې هوا یې وچه وي، دا بهیر ښه کار کوي، خو په مرطوبو یا داسې سیمو کې چې په هوا کې یې تودوخه او لمدبل زیات وي، ډېره ګټوره نه تمامېږي.
که د بهر هوا د بدن له دننه حرارت سره ورته وي، خورا سخته شي چې په هوا کې د لمدبل زیاتوالي په صورت کې بدن سوړ شي.
لامل یې دا دی، چې که بهرنۍ هوا کې لمدبل زیات وي، د انساني بدن خوله په اسانۍ سره په بخاراتو نه بدلېږي یا دا پروسه سوکه شي او زموږ د بدن د تودوخې درجه هم نه کمېږي.
په خورا سخت حالت کې کېدای شي زموږ بدن هېڅ خوله و نه کړي او دا وضعیت ان د انسان د مړینې لامل هم کېدای شي.
د تودوخې کومې درجې خطرناکې دي؟

د عکس سرچینه، EPA
په یوه څېړنه کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د سائنس اډوانس مجلې خپره کړه، ویل شوي چې د ویټ بلب ۳۵ درجې زموږ د لوړ کچ فزیولوژیکي نښه ده او ډېر ټیټ حد پر روغتیا ناوړه اغېز کولای شي.
د تودوخې او لمدبل ترکیب په دې معنی دی چې د ویټ بلب له تودوخې ۳۵ درجې ورته حالت کې د انسان بدن چاپېریال ته د تودوخې استخراج بندوي، چې دا د بېلګې په توګه د بدن غړو فعالیت بندېدو لامل شي او وژونکی عنصر کېدای شي.
که په داسې وضعیت کې انسان د ائرکنډېشن یا هوا سړولو وسائلو ته لاسرسی و نه لري، کېدای شي په څو ساعتونو کې ژوند له لاسه ورکړي. ان که څوک روغ-رمټ هم وي، په سیوري کې هم وي، او پریمانه اوبو ته هم لاسرسی ولري، ژوندي پاتې کېدل یې ګران کېدای شي.
هغسې چې مخکې وویل شول، ویټ بلب درجې د هغو معمول درجو پرتله ټیټې دي، چې ترمامیټر یې ښيي او په پرانیستو سیمو کې تر ډېره په یوه ثابت حالت کې په کمسارې توګه ۳۵ درجو ته رسېږي.
خو تل بیا داسې هم نه وي.
د نړیوالې تودوخې اغېز؟

د عکس سرچینه، Getty Images
هوا چې څومره توده وي، همدومره پکې د لمدبل زیاتېدو احتمال زیات وي. له همدې کبله په نړیواله کچه د تودوخې کچې له زیاتېدو سره ښايي موږ په هوا کې د لمبدبل زیاتېدو شاهدان واوسو او همدا بیا د ویټ بلب درجې زیاتېدو احتمال ډېروي.
د ساینس اډوانس ۲۰۲۰ کال څېړنې له مخې د سویلي اسیا او فارس خلیج سیمو کې وار له مخه د لمبدبل او تودوخې ګډولې کچه د ۴۰ کاله پخوا پرتله دوه برابره ډېره شوې. په څېړنه کې وړاندوینه شوې، چې دا خطرناکه کچه به تر لېرې ځایونو پورې ورسېږي او که د نړیوالې تودوخې مخه و نه نیول شي، تر ډېره وخته به یې د پاتې کېدو امکان هم ډېر شي.
بل لور ۳۵ درجو حد ته له رسېدو پرته هم داسې نښې- نښانې شته، چې دا پدیده چېرې ډېر خطر رامنځته کوي او څوک له ډېر احتمالي خطر سره مخامخ دي.
د هند سوداګرۍ پوهنځي څېړنې مدیر انجل پرکاش یې داسې ښيي: ''د بېلګې په توګه په هند کې هغه کسان چې په ودانیز چارو کې په کار بوخت دي، هغه چې توکي ویشي، د مزدورۍ یا دفتري کار لپاره بهر وتلو ته اړ دي یا هغه کسان چې بهر ته له وتلو پرته د ژوند کولو لپاره عاید نه شي موندلای.''
دا معلومات څنګه ژوند ژغورلی شي؟
پروفیسور پرکاش وايي:
د ویټ بلب اندازه کول له موږ سره مرسته کوي چې پوه شو چې کومې سیمې د ژوند ګواښونکي حد ته نږدې کېږي او له هغه ځایه، حکومتونه کولی شي د احتیاط لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.
"د بېلګې په توګه، که وړاندوینه وښيي چې په ځینو سیمو کې، د وسټ بلب تودوخه احتمال لري چې په لسو کلونو کې ۳۵ درجو ته ورسېږي، حکومتونه کولی شي د لومړني خبرتیا سیسټمونو په جوړولو، د ښوونځي ساعتونه بدلولو او د سړولو ځانګړي اقداماتو په غوره کولو سره تدبیرونه وکړي."
اوس وضعیت څومره ناوړه دی او ایا له دې هم بدتر کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ساینس پوهان د نړۍ د تودوخې څپو د فریکونسۍ په اړه اندیښمن دي.
په ۲۰۲۲ کال کې، د سویلي اسیا ډېرو برخو کې د تودوخې سختې څپې راغلې. هند او پاکستان کې ریکارډ ماتونکې تودوخه وه، چې په نوي ډیلي کې تر ۵۰ درجو پورې لوړې کچې ته ورسېده.
پروفیسر پرکاش بي بي سي ته په دې هکله وویل: "ما د پاکستانیانو کیسې ولوستلې چې ویل یې کله چې دوی بهر ته ځي، نو داسې احساس کوي لکه دوی چې د اور تاو محاصره کړي وي. دا هغه څه دي چې دوی د تودوخې زیاتوالی بیانوي."
د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې د تودوخې څپې د اروپا په ډېرو برخو کې، په ځانګړې توګه د مدیترانې شاوخوا هېوادونه لکه یونان، ایټالیا، اسپانیا، ترکیه او قبرص کې راغلې . په ځینو سیمو کې تودوخه ۴۰-۴۵ درجو ته هم ورسېده.
د نړیوالې تودوخې ریکارډ په ۲۰۲۳ کال کې د کاناډا او متحده ایالاتو په لر او بر کې د سختې تودوخې څپو او ځنګلي اورونو نیولې، د اوږدې وچکالۍ او بیا د ختیځ افریقا په ځینو برخو کې تر سیلابونو پورې، د سختو موسمي پېښو په رامنځته کېدو کې رول درلود.
۲۰۲۴ کال کې د نړۍ اوسط تودوخه د صنعتي دورې پیل مخکې پرتله شاوخوا ۱.۵۵ درجې لوړه وه - چې د تېر کال ریکارډ یې یوازې ۰.۱ درجې مات کړ.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساینس څانګې، د نړیوال هوا پېژندنې سازمان (ډبلیو ایم او) په وینا، تېر لس کاله (۲۰۱۵-۲۰۲۴) تر ټولو زیات تود ریکارډ دی، چې ۲۰۲۴ تر اوسه پورې تر ټولو ګرم کال دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتېریش په دې هکله وویل: " په ۲۰۲۵ کال کې د اقلیم د ناوړه ناورین د مخنیوي لپاره لا هم وخت شته، خو مسوولین باید اوس عمل وکړي.''








