د تیاره انرژۍ تجربې د کایناتو په اړه د انشټاین تیوري ولړزوله

    • Author, پالب ګوش
    • دنده, ساینسي خبریال

ساینسپوهانو موندلې د 'تیاره انرژۍ' په نوم یوه مرموزه قوه، چې کاینات پراخه کوي، ممکن د وخت په تېرېدو بدلون ومومي.

دا د لومړي پړاو موندنه له هغې اوسنۍ تیورۍ یا نظریې سره په ټکر کې ده چې په جزوي ډول د البرټ انشټاین لخوا رامنځته شوې وه.

د دې پایلو د تایید لپاره نورو معلوماتو ته اړتیا شته، خو له دې څېړنو سره د ساینسپوهانو ترمنځ لېوالتیا مخ پر ډېرېدو ده.

ځینې خلک باور لري چې دوی ښايي د یوه نسل لپاره د ستورپوهنې برخه کې د یوه لوی کشف په درشل کې وي او د نجومي پوهې یوه بنسټیزه بیا کتنه وکړي - یوه داسې موندنه چې ښايي د کائناتو او ان د وخت او ځای ماهیت په اړه زموږ پوهېدنه موږ بیا غور ته اړباسي.

د لندن پوهنتون کالج پروفیسر اوفرلاهاو په څېر په دې څېړنه کې ان ځینې خورا محتاط او درناوی لرونکي څېړونکي د پراخېدونکو شواهدو تر اغېز لاندې راغلي دي.

"هغه بي‌بي‌سي نیوز ته وویل: "دا یو ډراماتیکه شېبه ده".

"موږ ښايي د کائناتو په پوهه کې د یوې نوې نظریې د بدلون شاهدان یوو."

په ۱۹۹۸ کال کې د تیاره انرژۍ کشف خپله یوه حیرانوونکې پیښه وه. تر دې مخکې داسې نظر و چې له لویې چاودنې وروسته، چې کائنات یې رامنځ ته کړل، د هغې پراخوالی به د جاذبې د قوې له مخې ورو ورو کم شي.

خو د امریکا او اسټرالیا د ساینسپوهانو مشاهدو وموندله چې دا پراخوالی په حقیقت کې ګړندی کېږي. دوی نه پوهېدل د دې حرکت تر شا کوم ډول ځواک دی، نو دوی یې د نه پوهېدو له کبله د "تیاره انرژۍ" نوم ورکړ.

که څه هم موږ نه پوهېږو چې تیاره انرژۍ څه ده - دا د ساینس له لویو رازونو یوه ده - خو ستورپوهان دا ارزونه کولی شي او دا چې ایا د کایناتو د تاریخ په بېلابېلو زماني پړاوونو کې له یو بل نه د کشهکانونو د لیرې کېدو چټکتیا ته په کتو بدلېږي یا نه.

د ځوابونو موندلو لپاره څو تجربې جوړې شوې، په دې کې د تیاره انرژۍ سپیکټروسکوپي وسیله یا (DESI) هم شامله ده چې د ټکسون اریزونا ته نژدې د کېټ پیک ملي څارونکي کې ده. دا ۵۰۰۰ نوري فایبرونه لري، هر یو یې یو روبوټیک کنټرول شوی ټیلېسکوپ دی چې په لړ سرعت د کهکشانونو څارنه کوي.

تېر کال، کله چې د DESI څېړونکو داسې نښې وموندلې چې د تیاره انرژۍ لخوا ورکړل شوې قوه د وخت په تېرېدو بدله شوې، ډېرو ساینسپوهانو فکر کاوه چې دا یوازې په معلوماتو کې یو خنډ دی چې له منځه به ولاړ شي.

پر ځای یې، یو کال وروسته دا تېروتنه لویه شوې ده.

"د پورټسموت پوهنتون پروفیسر سیشادري ناداتور وویل: "شواهد اوس د پخوا پرتله قوي دي".

هغه وویل: "موږ هم د لومړي کال پرتله ډېرې ازموینې کړې دي او دا موږ ته ډاډ راکوي چې پایلې د هغو معلوماتو په یوه نه پېژندل شوي اغېزې نه دي ټاکل شوې چې موږ نادیده ګڼلي دي."

"عجیبې" پایلې

دا معلومات لا تر اوسه د کشف د حد بیانولو له بریده نه دي تېر شوي، خو د سکاټلنډ اډنبرا پوهنتون پروفیسرې او سکاټلنډۍ د ستورپوهانو سلطنتي غړې ستورپوهې کترین هیمنز په څېر ډېری ستورپوهانو ته د پام وړ ګرځېدلي دي.

هغې بي‌بي‌سي ته وویل: "تیاره انرژۍ زموږ د فکر پرتله خورا ډېره عجیبه ده".

"په ۲۰۲۴ کال کې معلومات خورا نوي وو، هېڅوک پوره ډاډه نه وو او خلکو فکر کاوه چې نور کار ته اړتیا ده.خو اوس، لا زیات معلومات شته او د ساینسي ټولنې لخوا ډېره څارنه شوې، نو، په داسې حال کې چې لا هم یوه موکې شته چې ښايي 'تېروتنه' له منځه ولاړه شي، دا امکان هم شته چې موږ ممکن د یوې لویې موندنې یا کشف پر لور روان یوو".

نو د بدلون لامل څه دی؟

پروفیسور لاهاف په خوشالۍ مني چې "هېڅوک نه پوهېږي!"

"که دا نوې پایله سمه وي، نو موږ باید هغه میکانیزم پیدا کړو چې د دې بدلون لامل کېږي او دا ښايي د یوې نوې تیورۍ په معنا وي؛ هغه چې دا خورا په زړه پورې کوي".

DESI به په راتلونکو دوو کلونو کې د لا نورو معلوماتو راټولولو ته دوام ورکړي، د ۵۰ میلیونه کهکشانونو او نورو روښانه شيانو اندازه کولو پلان لري، چې پوره ډاډ ترلاسه کړي د دوی مشاهدې په واضح ډول سمې دي.

په کلیفورنیا کې د لارېنس برکلي ملي لابراتوار ما فوق دوکتورا څېړونکی اندري کوسیو وايي: "موږ په دې لټه کې یوو چې کائنات موږ ته ووایي څنګه کار کوي او ښايي دا موږ ته ووايي دا د هغه څه پرتله ډېر پېچلي دي چې موږ یې په اړه فکر کاوه".

د تیاره انرژۍ د ماهیت نور تفصیلات به د اروپایي فضا ادارې (ESA) د 'یوکلېډ' ماموریت له لارې ترلاسه شي؛ دا فضايي ټیلېسکوپ چې د DESI پرتله لا ژورې څېړنې او نور جزییات ترلاسه کړي. دا په ۲۰۲۳ کال کې پیل شو او ESA نن له فضايي بېړۍ نوي انځورونه خپاره کړل.

د DESI همکارۍ کې د نړۍ له ۷۰ زیاتو موسسو نه تر ۹۰۰ زیات څېړونکي ګډون لري، چې په دیو کې د بریتانیا د ډورهم،UCL او پورټسموت پوهنتونونه هم شامل دي.