جرمني ټاکنې: محافظه کار ګوند مخکښ دی، د ښي اړخو ریکارډ بریا د حکومت جوړولو لپاره یوه لویه ننګونه ده

د لومړنيو پايلو له مخې جرمني کې، د فرېدرېک مېرڅ محافظه کاره "عیسوی ديموکرات" ګوند د نژدې ۳۰ سلنه رايو په ترلاسه کولو د دغه هېواد په ټاکنو کې مخکښ دی. که څه هم دغه ګوند هغه ډول بریا خپله نه کړه چې تمه یې درلوده.

فرېدرېک مېرڅ چې اوسمهال د اپوزسيون مشر دی د جرمنۍ لومړي وزارت ته يې د تلو لاره هواره شوې ده.

نوموړي خپلو ملاتړو ته د وينا پر مهال ويلي، "موږ بايد نن شپه ولمانځو خو سهار ټول کار ته ځو." نوموړي ويلي چې د ده پر وړاندې له ټولو شته ننګونو خبر دی.

په ټاکنو کې په دويم نمبر ښي اړخي ګوند د "جرمني لپاره بديل" بيا شاخوا ۲۰ سلنه رايې خپلې کړې دي.

د واک پر سر د لومړي وزير اولاف شولتز ګوند سوسيال ديموکرات (اېس پي ډي) بیا د ۱۶ سلنې رايو په ترلاسه کولو درېيم ځال خپل کړی دی.

د جرمني په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۵۹ ميليونه خلکو خپلې رايې وکارولې.

جرمني کې خلکو د فبرورۍ پر ۲۳مه تر وخت وړاندې ټولټاکنو کې د خپل لومړي وزير د ټاکلو لپاره رایې واچولې.

دا ټاکنې د اقتصادي کړکېچ او د پرله پسې تاوتریخجنو پېښو د خبرونو تر سیوري لاندې ترسره کېږي چې کډوالي او امنیت یې د دغو ټاکنو یوه مرکزي موضوع ګرځولې ده.

نظر پوښتنې ښیي، چې ۶۹ کلن محافظه کار مشر فریدرېک مېرڅ د جرمني صدراعظم کېدو لپاره تر نورو ډېر چانس لري.

هغه ژمنه کړې چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به هغه ستونزې حل کړي چې جرمني ورسره دمګړۍ لاس او ګرېوان ده.

جرمني که څه هم د اروپا تر ټولو ستر اقتصادي ځواک دی، خو د زړو زېربناو کړکېچ ته په کتو یې د دې ژمنې ترسره کول ستونزمن ښکاري.‌

د مېرڅ عیسوي دیموکرات ګوند (سي‌ډي‌يو) به لږترلږه له یوه بل ګوند سره به اېتلاف ته اړتیا ولري.

د دې احتمال ډېر دی چې نوموړی د اولاف شولز له سوسیال دیموکرات ګوند سره چې حکومت یې د همدې تېر کال په وروستیو کې نسکور شو، اېتلاف وکړي.

د ښاغلي شولز حکومت خپله قانوني دوره پوره نه شوه کړای.

د هغه سوسیال دیموکرات ګوند د ۲۰۲۱ کال ډسمبر کې له زرغون او لیبرال دیموکرات ګوند سره اېتلاف کړی و.

ښاغلي مېرڅ د ټاکنو په درشل کې ټینګار وکړ چې المان لپاره له ښي اړخي بدیل (اې‌اېف‌ډي) سره به هېڅ راز معامله ونشي.

(اې‌اېف‌ډي) ښايي په دغو ټاکنو کې د شولز له منځلاري کیڼ اړخي ګوند مخکې او جرمني‌ کې د دویم لوی سیاسي ځواک په توګه راڅرګند شي.

شاوخوا ۵۹ اعشاریه ۲ میلیونه جرمنیان په دغو ټاکنو کې د رای اچولو پر شرایطو برابر اعلان شوي.‌ له دوی میلیونونو وار د مخه د پوست له لارې رایې ورکړې خو نظر پوښتنې ښيي چې تر ۲۰ سلنې پورې رای اچوونکو د ټاکنو تر ورځې پرېکړه نه ده کړې چې رایه چا ته ورکړي.

د رایې اچونې بهیر په ځایي وخت ماښام شپږ بجې پای ته رسېږي او تر هغې وروسته به کرار کرار د پایلو څرک ولګېږي.

جرمني لپاره دا ټاکنې ځکه ډېرې مهمې دي هم باید په نړیوال سټېج او هم په کور دننه لویې پریکړې وکړي.

په نورو اروپايي هېوادونو او امریکا کې هم ډېر خلک د دغو ټاکنو او د جرمني د سیاسي راتلونکې برخلیک په کلکه څاري.

مېرڅ اروپا کې د پیاوړې مشرۍ ژمنه کړې، خو برلین د دې لپاره تر فشار لاندې دی چې پوځي بودیجه زیاته کړي.

جرمني‌ له امریکا وروسته اوکرایین سره تر ټولو ډېرې پوځي مرستې کوي. خو د دغه هېواد راتلونکی حکومت اوس په واشنګټن کې له یوه داسې ولسمشر سره مخامخ دی چې ولودیمیر زېلېنسکي یې دیکتاتور بللی او د روسیې پر وړاندې یې د لویدیځ متحده جبهه ماته کړې ده.

د ډونلډ ټرمپ مرستیال جی‌ډي وېنس جرمني ته د خپل وروستي سفر پر مهال د دغه هېواد لپاره د ښي اړخي بدیل (اې‌اېف‌ډي) ګوند له نوماندې الېس ویډېل سره لیدلي و.‌