نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ کال کې ۲ اعشاریه ۵ سلنه وده کړې، خو له هرو څلورو ځوانانو یو یې بې روزګاره دی

نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد په تدریجي او ورو ډول وده کوي، خو هم‌مهاله د مالي فشارونو، پراخ سوداګریز کسر، او دوامدارې بې وزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب له امله یې حالت ناڅرګند دی.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان نا خالص تولید دوه اعشاریه پنځه سلنه اټکل شوی چې د اقتصادي پراختیا دویم پرلپسې کال بلل کېږي. دغه وده تر ډېره د کرنې، کان کیندنې، ساختماني او سوداګرۍ چارو په برخو کې شوې ده.

په داسې حال کې چې دغه هېواد د تولید او خدمتونو، نامناسب سوداګریز چاپیریال، د صادراتو پر وړاندې دوامداره خنډونه، او د بهرنیو مرستو کمښت له امله ننګونو سره مخ دی. دغه راز د وارداتو زیاتوالي د سوداګرۍ کسر پراخ کړی او بهرني زیانونه یې لوړ کړي.

نړیوال بانک په خپل رپوټ کې چې د اپرېل پر ۲۳مه نېټه خپور شوی وايي، د نفوسو د چټکې ودې په عین وخت کې، د سړي سر عاید په ټپه ولاړ دی، بې وزلي او د خوراکي توکو نه خوندیتوب لا هم تر ټولو مهمې ننګونې بولي، چې د بې روزګارۍ او په اقتصادي برخه کې پر ښځو د محدودیتونو له امله لا سختې شوې دي.

رپوټ وايي، په افغانستان کې د پیسو پړسوب یا انفلاسیون فشارونه کم شوي دي، خو اقتصادي ثبات، معاشونه او پانګونې پېښ ګواښونه دوام لري او دا چې د اوږدمهاله پرځېدنې د مخنیوي لپاره بېړنیو تګلارو ته اړتیا ده.

نړیوال بانک وايي، د بانکدارۍ سکټور کمزوری او ماتېدونکی پاتې دی، د څار نه ډاډمنتیا، د غیر جاري پورونو ډېروالی، او د پور ورکولو محدودو فعالیتونو لخوا په نښه شوی دی. په بانکي چارو کې د نغدو پیسو ورکړه لا هم یوه اندېښنه ده، چې د اقتصادي ثبات د ملاتړ لپاره د قوي مالي سمونونو اړتیا په ګوته کوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر فارس حداد زیرووس وايي، "په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د ودې نښې څرګندوي، په ورته وخت کې د پام وړ مالي ننګونو سره هم مخ دی، کورني عواید، د مرستو د کمښت د مخنیوي لپاره کافي نه دی."

په اقتصاد کې د ښځو ونډه که څه هم ډېره پراخه نه وه، خو وړاندې تر دې زرګونو ښځو په بېلابېلو کورنیو، بهرنیو او نړیوالو ادارو کې کار کاوه.

ګڼ شمېر ښځې لا هم په کرکیلې، باغدارۍ او د حاصلاتو په راټولو، څارويو ساتنې او پالنې، لاسي صنايعو او د غالۍ اوبدلو په برخو کې کار کوي. خو دا چارې تر ډېره په کلیوالي سیمو کې دي.

خو له اداري لارو د ښځو عایدات چې پر بازار یې اغېز درلود، طالبانو هغه یا بندې کړې او یا یې هم تر ټولو ټېټې کچې ته رسولې دي.

رامنځ ته شي.

د نړیوال بانک په رپوټ کې هم د ځوانانو او ښځو لپاره د کار موندنې ننګونو یادونه شوې ده او وايي، د ځوانانو استخدام یوه د پام وړ ننګونه ده، په هرو څلورو ځوانو افغانانو کې یو یې بې روزګاره دی. د کار موندنې پروګرامونو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار شوی، چې وکولی شي له افغان ځوانانو سره د مهارتونو په وده کې مرسته وکړي، چې خپلې وړتیاوې لوړې کړي.

حداد زیرووس وايي: "د ښځو په ګډون ځوانان او کاري ځواک په خصوصي سکتور کې کار کوي. دوی د لنډ وخت او د لږو پیسو بدل کې کار کوي، دوی په داسې کارونو کې بوخت دي چې د دوی د زده کړو کچې سره سمون نه لري"

څه موده وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بي بي سي ته ویلي وو، په افغانستان کې د دوی له واک ته رسېدو وروسته د بهرنۍ پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شوي دي.

دوی دا ادعا هم کړې وه، چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک شوي دي.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وینا، که څه هم اوس وخت په افغانستان کې ګراني ده، خو د افغانیو ثبات تر ډېره د قحطۍ مخه نیولې ده. دوی ټینګار کوي، چې د بې وزلۍ له منځه وړلو او دندو رامنځ ته کولو په ګډون چارې داسې اقداماتو ته اړتیا لري چې په کور دننه اقتصاد پیاوړی، ټولنیز خدمتونه له خنډونو وساتل شي او خلکو ته د کار موندنې په برخه کې اسانۍ